
چې وختونه يو په بل پسې سبا شي
حقايق د زمانې به برملا شي
چاچې کړي وي خيانت د قام په حق کې
خود په خوده په عالم کې به رسوا شي
د رښتيا کاروان په مخه ځي روان دی
د خائن به دې کاروان نه لار جلا شي
د اخلاص او صداقت په هر قدم کې
د مکار د مکارۍ چال به رسوا شي
بې له شکه په قوي تکل او عزم
دا تيارې د ظلمتونو به رڼا شي
دريابونه هاند څپاند شي د بزمونو
چې عزمونه ارادې يې بې ریا شي
ځو په مخه په سراب نه حصاريږو
خيانت کار به مخ تورن نن يا سباشي
که يووالی ورورګلوي موخدای نصيب کړه
د دې خاورې خائنان به رو سيا شي
----------------------------------------
سمیع الدین افغاني
١٩
- ١ - ٢٠١٢
م ٠ کال