
د تاند د وېبپاڼې د رېپوټ پر بنسټ د منځنۍ (چهارشنبې) پر ورځ د
هلمند په کجکي ولسوالۍ کې طالبانو په خپل يوه ځانمرګي سره چې غوښتل يې يو پل ړنګ
کړي، پينځه څلوېښت (45) ملکي وګړي مړه او ټپيان کړل . دا چې طالبانو د پل په
نړولو او د ملکي کسانو په وژن خپلې کومې موکې تر لاسه کولې، خورا روښانه دي :
طالبان غواړي چې اسلام بدنامه کړي، افغانستان ويجاړ کړي،
افغان سرلوړی ملت سرټيټ او ذليل کړي او د وطن او ولس پت او عزت په پنجابي جنرالانو
پلوري .
پوښتنه را پيدا شي چې طالبان د چا
په استازيتوب، د چا او څه لپاره او د کوم انساني او اسلامي احساس له امله له
امريکا سره سوله ته کښېني . کله چې طالبانو دا مظلوم ملت پرهر پرهر ټوکلی وي، کله چې طالبانو دا وطن ګرد سره هديره کړی وي،
کله چې طالبانو افغان ځورېدلی ملت ټولې نړۍ ته د يوه خونخوار او ځناور ملت په توګه
ور ښوولی وي، کله چې افغانستان د طالبانو د جهالت، ظلم، وحشت او خون له امله نه
يوازې له الهي عذاب سره لاس او ګرېوان وي،
بلکې همداسې د ټولې نړۍ، ان اسلامي ملکونو په سترګو کې اغزی وي، بيا به دا مظلوم
ولس سوله څه کړي، بيا به دا معيوب، ګوډ او مات او کوڼ او ړوند ولس ژوند څه کړي،
بيا به دا رټلی او نيم ژواندی ولس کراري څه کړي، بيا به سپين ږيری پلار چا ته سوله
وغواړي، بيا به کونډه او بوره مور چاته د سوکالۍ خوبونه ويني او چاته به په وران او تاړاک انګړ کې د راتلونکې لپاره ګلان کري؟
ځواب دا دی چې طالبانو يوازې ملت
غولوي چې ګواکي دوی هم د سولې اراده او د خبرو وړتيا هم لري . ولس هر ګوره په خپلو سترګو وينو چې طالبان يې پر
عزت لوبې کوي، ماشومان يې وژني، وطن يې نړوي او ځوانان يې وژني .
خو انشاالله لکه څنګه چې د طالبانو ځانمرګی له منځه ولاړ
او د دوزخ مېلمه شو، همداسې به طالبان خپل شوم ارمانونه له ځان سره دوزخ ته يوسې
او په دې دونيا به تر خپلو پنجابي بادارانو نور هم ذليل او مخ توري شي .