۱۰ سيي وړاندوينې هغه هم سل کاله وړاندې:


لومړی برخه


 
تام ګیګن،د بی بی سی نیوز مجله
نعیم نسیم،کابل
مننه: بی بی سی ف.
په ۱۹۰۰ز کال کی  جان الفرت واتکنیز د ساختمانۍ امریکایی انجینر د ۲۰۰۰ ز کال په اړه وړاندوینی کړیدي. ده څنګه دغه کار کړی؟ او ورسره تړلي نور معلومات دلته ولولی:

د هر زیږیز کال په پیل کی، رسنی د راتلونکو میاشتو په اړه له وړاندوینو ډکی وي. ولی په دی وروستیو کی د یو امریکایی انجینر چی دومره پيژندلی څيره هم نه دی د خلکو په منځ کی ځانګړی توجو جلب کړیدی.
\"\"\"\"

د ۱۹۰۰ز کال په ډيسمبر کی، چی د شلمی پیړی د پیل ورځی وی؛ د ښځو په یوی مجلی کی چی نوم یی لیډيز هوم ژورنال وو د الفرټ واتکینز یوه اته مخیزه مقاله چی عنوان یی وو\"هغه څه چی په سال کلونو راتلونکو کی به پیښ شي\".
هغه خپله مقاله په دی جمله چی\"دی ډول وړاندوینو ته په سپکه کتل کیږي او د پیښیدو امکان یی ناممکن\"
واتکیینز لیکلي وو چی له لویو علمی موسسو سره یی د ۲۹ موضوع ګانو په اړه مشوری کړیدي. هغه به سټرډي ایونینګ پوست ته چی دفتر یی په اینډیانا پلیس کی وو لیکل کول.
دغی خپرونی د واتکینز مقاله د خپلو لوستونکو لپاره بیا خپره کړیده او د خپرونی مشر جف نیلسون د واتکینز په صفت کی هم مقاله خپره کړیده. د واتکینز او جف نیلسن مقالی په ټویټر کی لاس په لاس شوي او پوره شور یی جوړ کړیدی.

د واتکینز ۱۰ سیی وړاندوینی
۱-رنګیزه ډیجیټلی عکاسي
که څه هم واتګینز د\"ډیجیټل\" کلیمه نه وه کاره ولی او دا یی هم نه وو ویلي چی دوربینونه به استعمالیږي او څنګه به استعمالیږي خو دا یی دقیقاُ ویلي وو چی خلک به دا مهال له ټکنالوجی ګټه پورته کوي.
انځورونه به له لرو فاصلو یو بل ته ټیلیګراف کیږي. که په چین کی جګړه منځ ته راشي نو د جګړی په اړه به ځورونکی انځورونه په یوه ګړی کی په رسنیو کی خپاره شي. ټول انځورونه به په خپل اصلی شکل سره خپریږي.
ښاغلی نیلسن لیکي چی دغه وړاندوینه په خپل ذات کی ځانګړی هغه وه. واتکینز هغه مهال دغه وړاندوینه کړی وه چی له چین څخه رسیدونکی انځور یوه اونی اخیسته چی لویدیځو خپرونو ته ورسیږي.  هغه مهال خلکو پخپله انځور اخیستل معجزه ګڼله او رنګه هغه خو بیخی عجیبه خبره وه.
د داسی دور بینونو اختراع چی دنړی له یوه کونجه به معلومات را ټولوي او بل کونج ته به یی لیږده وي په خپله یوه نوی خبره وه. د واتکینز خبری داسی نه وی چی سړی ووایی چی واتکینز د ټکنالوجی یو پړاو لیدلی وو او د بل په اړه یی وړاندوینه کوله بلکی د واتکینز خبری له هغه څه نه ‌ډیری اوچتی وی چی هغه مهال پیښیدی.
پاتریګ ټاکر چی د نړی راتلونکی ټولنی غړیتوب لري او د امریکی په مریلینډ کی موقعیت لري په دی باور دی چی واتکینز کیدای شي له دی ستری وړاندوینی هم کړی وي. دی د انځورونو ټلیګراف ته په اشاری سره وایی چی اوس دا هر څه مونږ ته د انترنیټ له لاری ترسره کیږي.
۲-امریکایان به لوړ قدي شي:
ښاغلی نیلسن وایی چی واتکینز په دی اړه بی له کومی خطا عمل کړی دی. د ۱۹۰۰ په کلونو کی د یو امریکایی قد په اوسط ډول له ۶۶ څخه تر ۶۷ اینچو پوری یعنی ۱،۶۸ څخه تر ۱،۷۰ پوری وو او په ۲۰۰۰ز کال کی ددوی قد په اوسط ډول ۶۹ اینچه یعنی ۱،۷۵ میتره شو.
۳-ګرځنده ټلیفونونه:
بی سیمه ټیلیفونونه به ټوله نړی ونیسي. یو سړی به په دی وتوانیږي چی له خپلی ښځی سره د  اطلس اوقیانوس له منځه په شکاګو کی له خپلی ښځی سره غږیږي. مونږ به په هماغی اسانتیا سره چی د نیویارک او بروکلین په مینځ کی غږیږو له نوری نړی سره هم خبری وکولای شو.
۴.تیار خوراکونه:
\"تیار خوراکونه به د نن سبا نانوایانو په څير ځایونو او محلونو کی تیاریږي.\"
په سوپر مارکیټونو او هټیو کی د تیارو خوراکونو خرڅلاو او شتون د واتکینز خبری سیی ثابتوي.  که څه هم هغه په دی باور وو چی خوراکونه لومړی په غاب کی راوړل کیږي او بیا د مینځولو لپاره د اشپزی ادارو ته لیږدول کیږي.
۵-د نفوس زیاتیدل
\"د امریکی نفوس امکان لري د ۳۵۰ ملیونو څخه تر ۵۰۰ ملیونو پوری ورسیږي\"
جف نیلسن لیکي چی دغه تعداد زیات دی خو که د واتکینز له وړاندوینی د مهال شرایطو او ضوابطو ته په نظر شو نو دا خبره بیخی سیی ده ځګه که د امریکی نفوس په هماغه تعداد چی د ۱۸۰۰ او ۱۹۰۰ کلونو په مینځ کی یی زیاتیدنه موندله، نو ددی امکان وو چی په ۲۰۰۰ ز کال کی به د امریکی نفوس له یو ملیاردو څخه اوښتی وو.
مګر دغه وده ۳۶۰ په سلو کی وه او په دی اساس، د امریکی نفوس د نوی پیړی په پیل کی ۲۸۰ ملیون نفرو ته رسیږي.

نور بیا
nnwriter@yahoo.com