
د خبري رسنيو پر بنسټ پنجابي پوځيانو په بلوچستان کې
بې شمېره بلوڅ قومي مشران، روڼ اندان (روشنفکران)، ډاکتران، انجينران، ښوونکي، زده
کوونکي، زده کړيالان او خبريالان وژلي دي او لا يې ترور کوي . د پنجابي فوځ او آی اېس آی دغه غير انساني کړن
نه يوازې د اسلام له سپېڅلي دين سره ناباندې (مخالف) دی، بلکې همداسې پر انساني
کرامت او بشري حقوقو ستر تېری دی . اسلام نه يوازې د پوهانو وژن غندي، بلکې همداسې
د بې ګنا وګړو . د همدې پر بنسټ افغانان بايد دغه پنجابي تاړاک په کلکه وغندي .
پنجابيانو چې لمړی يې د بنګله ديش ولس له هره پلوه
ښه وځپه او تر خپله وسه يې د بنګله ديشي ولس پر عزت او ناموس تېری وکړ، بيا يې
افغانستان ته اور ورته کړ او دا دی له پينځه دېرش کلن ناورين سره يې لاس او ګرېوان کړ. خو افغان ملت يوازېنی ځپل شوی ملت
نه دی، بلکې پنجابيانو دغه ستر غضب له ډېره وخته په بلوڅانو هم نازل کړی دی .
افغانان چې اوس هم د پنجابي ابليسانو په توطئو کې
ټينګ راګير او په اور کې يې وريت او لولپه دي، بايد له بلوڅلو مظلومانو سره يو ځای
اوښکې تويې کړي . افغان کونډې او بورې بايد له بلوڅو خويندو ميندو سره خپلې سلګۍ
او آهونه شريک او بايد د بلوڅلو خوږ (درد) احساس کړي . افغانان بايد له بلوڅو مظلومانو سره نه يوازې خپله يوه مړۍ ډوډۍ شريکه کړي، بلکې
همداسې خپله توره او چاړه، خپل کارتوس او ټوپک، ځکه چې که افغانان د ځان لپاره
خپلواکي او سوکالي خوښي، بايد چې خپلو مظلومو او محکومو مسلمانو بلوڅو وروڼو ته
هم سوکالي او يو ډاډمن انساني ژوند خوښ
کړي .
افغانان د خپلو بلوڅو وروڼو د روانې بدمرغۍ او د
پنجابي د تاړاک د پایته رسولو په موخه بايد لاريونونه وکړي، جرګې جوړې کړي او بايد
ژر تر ژره په داسې لارو چارو غور وکړي چې چېرته او څنګه له بلوڅو مظلومانو وروڼو
سره مرسته وکولای شي چې دوی هم له خپلو انساني، اسلامي او حقه حقوقو څخه برخمن شي
او وکړای شي چې په خپل کور، کلي او ټولنه کې له بې عزتۍ او هر ډول پنجابي يرغل څخه
په امن او امان سره ژوند وکړای شي .