سياسي کړکيچ په پاکستان کی: اصلی کهلاړيان

نعیم نسیم،کابل
مننه: بی بی سی فارسي
د پاکستان هیواد د فوځ-قضا او سیاستوالو په منځ کی ویشل شویدی. له یوه اړخ دقواوو ترمنځ لانجه او بل اړخ ته بیا د فساد ستونزه او بیا په دا بل پلو یی د میموګیټ موضوع هغه څه دي چی فکر کیږي،پاکستانی حکومت به له سقوط سره مخامخ کړي. په دی ټولو قضایاوو کی څوک دخیل دي او لوبه پر مخ وړي تاسو ته یی په لاندی ډول در پیژنو:
اصف علی زرداري،ولسمشر:

\"\"
زرداري ته د پاکستاني ولسمشر په حیث د یوجنجالی انسان په سترګه لیدل کیږي. زرداري په ۲۰۰۸ز کال کی چی ښځه یی تازه ترور شوی وه او ټاکنی په درشل کی وی چانس راوړ او د خلکو له ترحم څخه په ګټه اخیستنی ددغه هیواد ولسمشر وټاکل شو خو د واک له پیله تر اوسه له لانجو کونجو سره لاس او ګریوان دی.
امریکی هم پاکستان تر انتقاد لاندی راوستلی ځکه چی له ترهګری سره په روانه جګړه کی د زړه له کومی همکاري نه کوي چی په دی خبری سره د اسلام اباد او واشنګټن اړیکی لا خړی پړی شویدي.
په زرداري باندی په خپله پخوانی دنده کی هم د فساد تورونه وو. کله چی په ۲۰۰۹ز کال کی د د اِن ار او تر چتر لاندی سیاسیونو ټولی ګناه وی وبښل شوی؛ستره محکمه اوس بیا هڅه کوي چی هغه دوسیه پرانیزي د کومی له وجی چی زرداري ۸ کاله په زندا ن کی پاتی شویدی.
د زرداري محبوبیت ورځ په ورځ کمیږي.
دده تر مشری لاندی وروستنی لانجه د میموګیټ افشا وه چی په کی له امریکی سره د اسامه بن لادن په وژلو کی د شوی  مرستی له امله هیله شوی وه ترڅو د فوځي کودتاه مخه ونیسي. زرداري په دی پيښی کی د لاس لرلو څخه انکاري دی خو که د څیړنو په پای کی نوموړی پړ راووځي نو په هغه صورت کی بیا نو بیا به یی محکمه حتمي وي.
یوسف رضا ګیلاني، لومړی وزیر:
\"\"

 
ګیلاني ته د پاکستان په سیاست کی د یو چوپ او ارام شخص په سترګه کتل کیږي خو اوس مهال په پاکستاني فوځ سخت انتقادونه کوي. هغه د ۲۰۱۱ز په دیسمبر میاشت کی د خپل حکومت خلاف د فوځ د کودتا په اړه خبرداری ورکړ. د دده په دی خبرداریو کی اشاره پاکستاني اردو ته وه.
هغه دا هم وویل چی نه غواړي د\"دولت د ننه بل د ولت شتون ولري؛ باید دغه ټول ولسی جرګی ته ځوبګوی وي\" خو فوځ دغه تورونه رد کړل.
پس له څو ورځو د اردو مشران د میموګیټ په اړه د مدارکو د ټولولو په خاطر راغونډ کړل. نوموړي د فوځ په دی خبره چی \"د لومړي وزیر خبری به د ملک لپاره دردونکی پای ولري\" په غبرګون کی د دفاع وزیر مرستیال له دندی ګوښه کړ.
بله خوا ستری محکمی اعلان وکړ چی لومړی وزیر به د لوړپوړو چارواکو چی په هغو کی ولسمشر زرداري هم راځي د فساد دوسیو په سپړلو کی د نه همکاری په تور صلب صلاحیت کړي.
جنرال اشفاق کیاني، لوی درستیز:

\"\"
کیاني د پاکستان په تاریخ کی په ډیرو سختو شیبو کی واک ترلاسه کړیدی. د خپلی دندی په مودی کی له بیلابیلو ننګونو سره چی په هغه کی د بن لادن وژل، په هیواد کی بیلابیل ترورونه، په ملکی ځایونو باندی د بی پیلوټه الوتکو بمباری چی زیاتره مهال په کی عوام قربانی شویدي.
ده د میموګیټ د مسلی څارل هم په غاړه اخیستي او په دی فکر دی چی دا هرڅه د فوځ خلاف یوه توطیه ده. بله خوا بیا لومړی وزیر په ده د اساسي قانون د نقض تور لګوي.
د پاکستان فوځ تراوسه پوری په دری کودتاوو لاس پوری کړیدی. او دغه شکونه اوس هم پر ځای دي چی یوه بله کودتاه په لاره ده.
دسیاسي چارو کار پوهان په دی ګومان دي چی فوځ به له ډیر واړه فرصته هم د ځان په ګټه کار واخلي.
اوس مهال فوځ له اسلام پالو سره په مقابله بوخت دی.
پرویز مشرف، پخوانی ولسمشر:

\"\"
پخوانی ولسمشر پس له هغه چی په ۲۰۰۸ز کال کی له دندی ګوښه شو په خپل سر په تبعید کی شپی سبا کوي. خو نوموړی اوس هم د پاکستان په سیاست کی مهم او ارزښتناک رول لري. نوموړي د جنوري په لومړیو کی اعلان وکړ چی په راتلونکو اونیو کی به پاکستان ته ستنیږي او په خپلو طرفدارانو یی غږ کړیدی چی ډیر ټول ټاکنو ته ځان تیار کړي.
دده په دی خبری سره د قضایی اورګانونو ځينو غړو اعلان کړی چی څنګه نوموړی هیواد ته ستون شي نو بی نظیر بوټو ته د پوره او په ښه توګه د امنیت په نه برابرولو سره به ونیول شي. میرمن بوټو د ۲۰۰۷ز کال کی ترور شوله.
فوځ دده راستنیدو ته د شک په سترګه ګوري. که څه هم خبریالان په دی باور دي چی فوځي حکومت او فوځ د هغه د حکومت پرمهال ډیر زیات د خلکو د نفرت سبب ګرځیدلی او لری به وي چی خلک ورڅخه ملاتړ وکړي.
 
نواز شریف، د اپوزیسیون له مشرانو څخه:

\"\"
نواز شریف د لومړي وزیر په پوست باندی دوه ځلی پاتی شویدی. بله خوا د پاکستان په پنجاب کی چی دنفوس له پلوه ډکه او پُرنفوس سیمه بلل کیږي پراخ سیاسي نفوذ لري. نوموړی په پاکستان کی د دویم لوی ګوند مسلم لیګ مشري هم په غاړه لري. زیاتره په دی باور دي که چیری له زرداري سره یی د ښځی مرګ یاري نه وای کړی نو ده به حتماً د ۲۰۰۸ز کال ټاکنی ګټلی.
د شریف منتقدین په دی فکر دي چی شریف د خلکو له ګوند سره په مخالفت کی پاتی راغلی دی او شکست یی خوړلی دی. خو خبریالان په دی فکر دي چی شریف یوه سنجولی لوبه په لار اچولی دی او د موزون وخت په لټه کی دی.
دا نواز شریف وو چی د ستری محکمی توجو یی د میموګیټ خواته راجلب کړه. د میموګیټ مسله یی \"خیانت وبلله\" او زرداري یی په دی تورن کړ چی له حسین حقانی سره یی په پټه ګوتی سره پټی کړیدي.
عمران خان، د انصاف ګوند مشر:

\"\"
د کریکټ پخوانی اتل د انصاف ګوند مشري په غاړه لري او تر اوسه پوری کوم ښکاره لاس ته راوړنه نه لري. په دی تیرو اونیو کی چی د ملت د متوسط پاړکي ترمنځ کیناست نو د خپل محبوبیت اندازه یی ولګوله.
بله خوا عمران خان په دی توانیدلی دی چی د ځينو هغو سیاستوالو ملاتړ خپل کړي چی له خپلو ګوندونو او ډلو څخه خفه دي چی ددوی په ملتیا به وکولای شي د هغو تورونو مخه ونیسي چی عمران خان په بی تجربه ګی ګرموي.
عمران خان په هیواد کی فساد ختمولو ته ځان ژمن ګڼي او له منځه به یی وړي. خبریالان په دی ګومان دي چی له عوامي ملاتړ څخه تر ټاکنو ګټلو پوری اوږده لاره پراته دی. خو عمومي نظر دادی چی ده د فوځیانو ترمنځ ملاتړ ترلاسه کړیدی.
 
 
 
 
محمد افتخار چوهدري، قاضی القضات:

\"\"
د ستری محکمی ریس له حکومت سره د مخالفت په وجه یوه نوموتی څيره ده. چوهدری یو له هغو قاضیانو څخه وو چی د پرویز مشرف د حکومت تخته یی په ۲۰۰۷ ز کال کی واړه وله.
چوهدري په کال ۲۰۰۹ز کال کی بیرته په خپلی دندی ولګول شو. خلک ده ته د قانون د پلی کیدو د ستر اتل او د حکومت په مقابل کی سرسخت مخالف په سترګه کتل کیږي. خو ځینو بل پلو قاضی په دی تورن کړی چی د قضیو او دوسیو په باره کی انتخابي برخورد کوي.
د پاکستان ستری محکمی تل له کودتاوو ملاتړ کړیدی او هغوی ته یی مشروعیت بخښلی دی. بله خوا ځینی په دی باور دي چی قاضي د دولت د فساد  قضیو په اړه د دوسیو په پرانیزلو کی تیز ښکاري نسبتاً د استخباراتو په اړه.
محکمه اوس مهال دولت د میموګیټ او د فساد په دوسیو کی دولت څاري چی څومره همکار دی. همدا خبره ده چی فوځ ځان غاړی ته کړی او محکمی ته ګوري چی څه کوي.
 
جنرال احمد شجاع پاشاه، د آی ایس آی ریس:

\"\"
د ۲۰۱۱ز په می کی چی کله اسامه بن لادن په پاکستان کی د امریکایی ځواکونو لخوا له منځه ویوړل شو نو پاشاه تر سخت فشار لاندی راغی او دی ته مجبور شو چی له دندی لاس په سر شي. زیاتره په دی باور دي چی هیڅ امکان نه لري چی دده سازمان به د اسامه بن لادن د ځای ځایګي په اړه مالومات نه درلودل.
څو واری دده په تشکیلاتو له ترهګرو سره د اړیکو په درلودلو تور لګیدلی دی. د میمو ګیټ له افشا څخه څو اونی وروسته پاشاه لندن ته لاړ ترڅو له پاک-امریکایی سوداګر منصور اعجاز سره وګوري. منصور اعجاز هغه کس وو چی له میمو ګیټ څخه یی پرده پورته کړه.
په دی سفر کی پاشاه وکولای شول چی محکمی ته کافی اندازه معلومات ور برابر کړي خو د دولت لخوا په ده تور ولګید چی لندن ته یی د فوځ په امر سفر کړی نه د دولت په امر چی په دی کار سره نوموړی له اساسی قانون څخه په سرغړونه تورن شو.
ټول په دی باور دي چی زرداري له خپل د اطلاعاتو له مشر څخه سخت بی زاره دی خو نه غواړي چی له هغه سره په ستونزو کی هو ولویږي. د پاشاه د وظیفی پای ته ډیر وخت نه دی پاتی او داوړه ډلی غواړي چی په چوپه یی خبره همداسی خلاصه شي.  
 
nnwriter@yahoo.com