د افغانستان د تجزيې پلان (لسمه برخه):

 په ايمان سينګار ويښ افغان نسل ته پيغام
 

احمدشاه ابدالي جرګه

د ځوان افغان نسل ننګياليو خويندو وروڼو!


د افغانانو تاريخي قاتلان وپېژنئ

له خپل ناموس او مقدساتو څخه د دفاع په ليار کې د افغان ننګيالي ملت له خاورې، پښتونخوا، څخه تجاوز ګر پنجابي پوځ وشړئ- تر پښو لاندې يې ځمکه په تبۍ بدله کړئ
  

ليک: غلام محمد زرملوال


ځان به ويښ کړو هرې خوا ته ......  هرې خواته رقيبان دي
يو پر بل مو سره وژني ......  وايي خپل يو، غليمان دي
احمدشاه بابا
                                                  

د افغانستان د تجزيې پلان:


لسمه برخه:

خو د حکمتيار د ادعا پر خلاف د امريکا غږ راديو د "واشنګټن    پوست"  ورځپاڼې د يوه اوږده راپور څخه په اخستنه  وايي چې: ".. د پاکستان لوى درستيز، ميرزا اسلم بيګ؛ او د آى اِس آى مشر، کالو، له هغه وروسته چې له بينظير بوټهو سره يې وکتل، د مارچ پر ٨ نيټه پيښور ته لاړل چې له گلبدين حکمتيار او شهنواز تڼي سره وګوري.  دوى هڅه  وکړه چې هغه نور شپږ تنظيمونه دې ته وهڅوي چې له حکمتيار سره يوځاى شي.."# احمدرشيد له پيښور څخه د انګريزي ژبې "انډيپينډينټ" ورځباڼې ته د ١٩٩٠ کال د مارچ پر ١٩ نيټه ليکي چې: ".. د چريکانو ګڼ شمير مشران نه غواړي  د مجاهدينو د بنسټ پال مشر، گلبدين حکمتيار او ډګر جنرال شهنواز تڼي مشرتوب ومني  چې دوه اونۍ د  مخه  په کابل کې په يوه  ناکامه کودتا لاس پورې کړ.."

د شهنواز تڼي د کودتا په هکله يو دريم نظر هم د غور وړ دى.  دا نظر په خپله د خلق ګوند د لوړ پوړيو غړيو له خوا، چې  په  هيواد کې د ننه د شوروي د اشغال په ټوله  موده او له هغه نه وروسته په قضاياوو کې شامل  وو،  وايي چې د نجيب پرضد نه يواځې د تڼي کودتا، بلکې له هغه نه د مخه او وروسته ټول دسايس له کارمل او ستميانو سره يوځاى د "ماسکو محافظه کارانو" له خوا طرح او پر لار اچول شوي وو.  که څه هم چې د افغانستان د وضع ګڼ شمير څارونکي پاکستان ته د شهنواز تڼي او نورو ملګرو جنرالانو تيښته د حکمتيار له اسلامي ګوند سره د هغوى د تړاو جوت ثبوت ګڼي، خو فقير محمد ودان  په "دشنه هاى سرخ چې " تر نامه  لاندې کتاب کې ليکي چې: ".. د جنرال تڼي مقاومت د هغو عسکري صاحب منصبانو د خوشي کولو لپاره له حزب سلامي سره د اړيکو په تور بنديان شوي وو، يواځنى مورد و چې له حزب اسلامي سره د جنرال تڼي اړيکو ته يې اشاره لرله،  خو نور ټول شواهد ددې ښکارندوى وو چې کودتاچيانو په کابل کې د شوروي له سفارت اوپه  هغه سفارت کې له پوځي کړيو سره اړيکې لرل او د دې نظر لپاره ګڼ شواهد د کودتا په بهير کې څرګند شول." #
پروفيسور محمود ګارييف (قارييف)، چې په پوځي چارو کې د ډاکتر نجيب الله سرسلاکار و، د "افغانستان پس از بازگشت سپاهيان شوروي"  په ٧٩ مخ کې وايي چې کودتا ته د شهنواز تڼي تيارى نيول ".. پرله پسې د امنيتي ارګانونو له خوا څارل کيده.  نجيب الله د هغوى له پروګرام څخه څه ناڅه خبر و ...  زه پدې خبره هيڅ نه پوهيدم چې ولې ولس مشر نه غوښتل چې له سولييزو لارو د کودتا مخه ونيسي، بلکې په اګاهانه توګه يې هغه هڅوله.   ښايي نوموړي غوښتل دا امکان تر لاسه کاندي چې خپل سياسي حريفان له پوځي لاري له پښو وغورځوي ... له همدې کبله وو چې په کابل کې د شوروي د سفارت يو شمير پوځيانو او ديپلوماتانو داسې اټکل کاوه  چې ددې کودتا سيناريو په  ماسکو کې د کې جي بي له خوا جوړه شوې وه.."

فقيرمحمد  ودان يوځل بيا په ٦٤ مخ کې د نيازمحمد مومند له خولې، چې ځان يې د کودتاچيانو "سياسي مشر" بالۀ،  وايي  چې: ".. آقاى نيازمحمد مومند بعداً اين مسئله را در پشاور بارها توضيح نموده  و گفته اند که ... ما در گذشته و هم بعد از پناه آوردن به پاکستان، با حکمتيار تفاهم نداشتيم و نداريم.." او له همدې کبله ده چې د يو شمير څيړونکو په اند د افغانانو په اړه د پاکستان او روسانو د "سرمشرانو په کچه"  مسايل مطرح وو او پر "سازشونو" لاس پورې شوى و.

دا به وخت او تاريخ  په ډاګه کوي چې ددې ټولو ادعاوو له منځه  به کومه يوه رښتيونې وه، خو د تڼي د کودتا پرضد غبرګونونه څه ناڅه له ټولو اړخونو څخه منفي وو.  هيواد ته د سولې د راستنيدو بهير يې ټکنى کړ او پردې خوا ټولې روانې هڅې په اوبو لاهو شوې.  د افغانستان پخواني پاچا، محمدظاهرشاه، هم چې تر هماغه دمه چمتو شوى و چې د يوې مهالنۍ ادارې مشري پر غاړه واخلي، له روم څخه په يوه وينا کې د سولې په "پروسه" کې د نوموړي د ونډې اخستلو په هکله د نجيب وړانديز رد کړ او ويې ويل چې: " .. د کمونستانو لپاره په افغانستان کې ځاى نشته ... د خلق ديموکراتيک ګوند يو نامشروع  رژيم دى هغوى ته بايد په يوه منځ مهال حکومت، حتى په خورا لومړنيو پړاوونو کې هم،  ځاى ورنکړ شي.."
د نجيب پرخلاف د حکمتيار-  تڼي کودتا د پرنګي او امريکا لپاره، لکه څنګه چې شواهد ښيي او حکمتيار هم په خپل کتاب کې څيړلي، د منلو وړ نه  وه.   دا ځکه چې امريکا ټينګه  ملا تړلې وه  چې په افغانستان کې نه يواځې د کمونيزم جرړې له بيخه وباسي،  بلکې لکه چې په وار وار مخکې ويل شوي د يوه اسلامي "بنسټپال" حکومت د پر پښو دريدو امکان هم د تل لپاره پاى ته ورسوي.  او دا کار يې، بيله دې چې د افغانانو د ميندو او بچو  وژنه او ژوبلونه او د افغانستان پر تباهۍ زړه وسوځوي، د وسلې او پوځي ځواک  پر زور سرته رسول غوښتل.  له همدې کبله يې قوماندانانو ته  د هيواد پر ښارونو د نوي بريد کولو لپاره  د وسلو او ګوليو پر استولو پيل کړى و.  د ١٩٩٠ کال د اپريل په سر کې له  واورو ويليدو سره سم د نوې جګړې لپاره  د تياري نيولو خبرې بيا پيل شوې وې.  لويديزې خپرونې، په عمومي توګه، په همدې اند وې چې زموږ په هيواد کې ١١ کلنه اوږده جګړه نوي خونړي پړاو ته پر ننوتو وه.  ددې کال د پسرلي په  سر  کې انګريزي ژبې معتبرې ورځپاڼې، "انډيپينډينټ"، ته په يوه راپور کې احمد رشيد وايي چې: ".. د يوه متوقع پسرلني بريد لپاره ختيز افغانستان ته اوس د وسلو او ګوليو ليږدول په خورا زور پيل شوي دي.  ډير څارونکي شک لري  چې دا بريد به د نورو  زرګونو  اولسي وګړيو له  وژنې پرته بل څه ګټه وکړي؛ دا هغه هيواد دى چې د جګړې له پيله تر اوسه پورې يې مخکې له مخه  يونيم مليون کسان وژل شوي او د نفوسو دريمه برخه يې په بهر کې د تبعيد ژوند تيروي.."#

احمد رشيد وايي چې امريکا په عمدي توګه په پيښور کې پر جهادي تنظيمونو سترګې پټې کړې وې او پدې هيله يې قوماندانانو ته مخامخ  وسلې او ګولۍ ورکولې چې  وهڅيږي، لويې لارې وتړي  او پر لويو ښارونو بريد پيل کړي.  د "انډيپينډينټ" ورځپاڼې ته په خپله مقاله کې، احمد رشيد، ليکي چې: ".. د خوست او جلال اباد ښارونو په څنډو کې د مجاهدينو قوماندانانو ته خورا  زيات  شمير  وسلي  ور روانې دي ...  د پيښور په پوځي هوايي ډګر کې ټوله شپه الوتکې ښکته کيږي  او پورته  کيږي چې پکې د مجاهدينو لپاره د امريکا او سعودي وسلې راځي،  او بيا په سلګونو لاريو کې جبهې ته ليږدول کيږي.."#

پردې سربيره په افغانستان کې د ننه ځواکونو د هڅولو او ځاى پرڅاى کولو لپاره هم هڅې ګړندۍ شوې وې. د راتلونکي نظام د جوړولو لپاره په نويو بديلونو کار کيده. او په همدې لړۍ کې وو چې د شهنواز تڼي او حکمتيار دکودتا په نتيجه کې چې د امريکا له خوا د تنظيمي قوماندانانو د شورا نظريه راپورته شوه.   ستيو کُول د "پيريانو جګړې" په ٢١٥ مخ کې ليکي: "[پيټر] تامسن او د امريکا په بهرنيو چارو وزارت کې نورو هڅه وکړه چې شهزاده تُرکي الفيصل پردې قانع کړي چې د سعودي او امريکا دواړو ګټې پدې کې وې چې له اسلام پالو څخه،  چې دده او پاکستان د استخباراتو له خوا يې ملاتړ کيده،  ځان لرې کړي.  تامسن له سعودي څخه د پيسو غوښتنه کوله چې دده د بديل، يانې د آى اِس آى له چوکاټ څخه بهرد مستقلو قوماندانانو د شورا په پښو درولوکې ورسره مرسته  وکړي.  پدې شورى کې به مسعود وتلى نخش ولري.  په واشنګټن کې تامسن د مسعود يوه استازي او د سعودي له سفير، شهزاده بندر، سره د غونډې لپاره لار هواره کړه ... تُرکي په هغه پسرلي کې دې غوښتنې ته په هماغه ډول ځواب ووايه لکه چې څنګه يې سعودي استخبارات په دوديزه توګه داسې سريښنده شخړو ته  ځواب وايي: [هغه دا چې] د بانک چيکونو کتابچه يې له جيبه راويستله او دواړو خواوې يې لوبولې.  تُرکي [الفيصل] په مليونونو ډالره ورکړل چې د تامسن د قوماندانانو د نوي نوښت ملاتړ وکړي.." ستيوکُول زياتوي: "مسعود په دې اړه چې په راتلونکي کابل حکومت کې غټ رول ولري خپله جاه طلبي نه پټوله.  ده په شمال کې د خپلو شوراګانو لپاره د خپلواکۍ هيله من و.  خو په افغانستان کې د پښتنو پر سيمو د مخامخ حکومت کولو هيله يې نه لرله، دى پوهيده چې دا د هغه لپاره ناعملي وه.  دا خبره چې مسعود به څومره دې ته چمتو و چې له پښتنو مشرانو سره مذاکره وکړي، څرګنده نه ده ... يو شى يقيني و: [هغه دا چې] که حکمتيار په پلازمينه کابل کې قدرت نيولى واى،  نو دا به د مسعود لپاره په هيڅ ډول د منلو وړ نه واى.."#

نو پدې ډول که له يوه لوري "له اسلامپالو څخه د ځان لرې کولو" په موخه "مستقلو قوماندانانو" ته  مخامخ  وسلې او پيسې ور وانې وي او د هغو د په پښو درولو لپاره "مجاهدينو ته د امريکا د سفير، پيټر ټامسن، د "قوماندانانو شورى" نوښت تر لاس لاندې و، له بله لوري د آى اِس آى تر څار لاندې  تنظيمي ډلو په منځ کې هم پر سياسي اړخونو شخړه روانه  وه.  د تنظيمي "عبوري حکومت" په ليکو کې، چې په عمل کې يې وجود نه لاره، بيا هم د تامسن په اشاره يو لړ بدلونونه راوستل شول. د چين خبري اژانس، سينهوا، د اپريل پر ٢ نيټه په يوه راپور کې وايي چې د مجاهدينو په ".. منځ مهال حکومت کې د بدلون راوستلو پر مهال برهان الدين رباني د بهرنيو چارو د وزير په توګه وټاکل شو ... [په حکومت کې ] ددې بدلون تر شا مجاهدينو ته د امريکا د سفير، پيټر تامسن، لا س و.."  او په انګريزي ژبي پاکستانۍ ورځپاڼه، "مسلم"، کې ددې بدلون په اړه ويل کيدل چې: ".. د حرکت انقلاب اسلامي مشر [نصرالله منصور]؛ وقاد او موذن  هغوى ته پرله پسې د قبايلو چارو په وزارت؛ د صبغت الله مجددي د سلاکار او د سياف د سلاکار په توګه د مقامونو ورکولو وړانديزونه نه دي منلي.."  واقعيت دا و چې د "منځ مهال حکومت له دې بدلون"  څخه يواځنۍ موخه  دا وه چې برهان الدين رباني  د بهرنيو چارو د وزير په توګه د افغانستان په ډرامه کې د  ډيرې نږدې راتلونکې  د وروستۍ لوبې (اکټ) لوبولو ته چمتو کړي.