په جرمني کې دوه رنګه غبرګوني وروڼه وزېږېدل

د جولای په يولسمه په جرمني کې له يوې جرمنۍ جوړې څخه دوه رنګه غبرګوني زامن وزېږېدل . ډاکتران په دې ډېر اريان دي ، چې د يوه پلار او مور له نطفې څخه دوه داسې زامن وزېږېدل ، چې يو يې تور پوستکی او تورې سترګې او بل يې سپين پوستکی او آبي سترګې لري . د غبرګونو وروڼو پلار ستېفان ګېرت جرمنی او مور يې فلورنس آډو ګېرت د ګانا ده . داډول پېښې په نادراتو کې راځي .