
جبارد افغان ولس لپاره د سعودی مرستندویه کميټی په
پاكستان كي په افغان ګډوالو او پاکستاني بې
وزله کورنيو باندي کمپلې وويشلى.
دغه ١٢٩٧کمپلې د بشاور بورډ په عثمانيه ماډل سکول كي په ٤٣٨ كورنيو باندی وويشل شوې، د دغه مرستو د ويشلو په
وخت كي د افغانانو لپاره د سعودي مرستندوي ټولني SRCA د پيښور د دفتر
د عاجلو مرستو د څانګې مشر استاد محمودالحق احدي ګډون لرلو.
ښاغلی استاذ
محمود الحق احدي د خپلې اداري په نمايندګۍ وويل چي دغه مرستي د
هاغه مرستو لړۍ ده كومي چي د خادم الحرمين الشريفين په غوښتنه او لارښوونه
د سعودي عربستان ولس د پاکستان د مسلمان ولس او هلته ميشتو افغانانو لپاره رالېږلي
دي او زياته يي كړه چي دسعودي حكومت اوSRCA
به په مختلفو څانګو كي دافغانانو سره خپلي مرستي
وغزوي او هيڅ راز مرسته به ترې ونه سپموي .