بی خونده خبری(۴۴ّ): رحمت=غضب

وسیم سجاد،کابل
جنوري۲۰۱۲،۱۴
\"په داسی ملک کی اوسیږم چی رحمت په کی غضب فکر کیږي.\" دغه جمله می هغه وخت د فیس بوک په سټس کی ولیکله کله می چی د یو چا لخوا د کابل د واوری په اړه په فیس بوک کی ولوستل.
په دفتر کی ناست وم؛ مدیر ویل چی په یو ځانګړی موضوع ورته کار وکړم؛ له ځان سره می سهار له کور ښه اوږد رین کوټ هم راوړی وو. مطمین وم چی واوره به کیږي خو دومره وشوله چی ما یی ګومان هم نه کاوه.
د دفتر- خونی د ګازي بخاری سلنډر ګاز هم یخ شوی وو. یو واری می زړه شو چی څه شی ګرم ورکیږدم او ځان شادګل کړم خو بیا می ویل چی د هیواد وال د جومات د مولا ټوکه را باندی ونه شي. هغه او چڼی یی په جومات کی وو. ښه یخه شپه وه. واوره هم پوره شوی وه. مولا شپی لکه میتیازو راویښ کړی وو له دی سره یی په فکر کی هم ورګرځیدلي وو چی راځه دغه ګازي بخاری به غنیمت وګڼم تږ ګټه به تری پورته کړم. خو چی لګوله یی نه لګیدله. وروسته وریاد شوي وو چی ګاز یخ وهلی. جامد شویدی!!! نو ښه ورښکاره شوی وه چی په ډبی یی کیږدي او نرم یی کړي. د ګاز نرمیدل نه وو سم انفجار وو. مولا او چڼی یی دواړه ابدی نړی سره وصل کړل.
نن ښه رومانټیک ورځ وه. رومانټیک مانا عشقي!!! خو دغه کابلیان عجیبه خلک دي!!! سیکس ته عشق وایی. جلکی به یی هوټل ته بولي وي؛ ټوله ورځ به یی لوبی ورسره کړی وي؛ شونډی به یی ښی ور رودلی وي؛ په انار دانو به یی هم لاسونه ګرم کړی وي خو چی پوښتنه تری وکړی نو وایی به چی له خپلی ګرل فرینډ سره می عشق وواهه. عجیبه!!! که عشق دا وي نو بیا سیکس څه دی؟
نن یی ښه خوند کاوه چی سړي سره ګرل فرینډ‌ وي؛ له ځان سره یی د باغ ناران په سایډ واک روانه کړی وي؛ هغی هم په چپ لاس خپل اوربوز نیمه تړلی وي؛ او یا یی هم لاس درته په تخرګ منډلی وي او پوښتنی تری کوی چی څه پخوی؟څنګه یی پخوی؟ د کالیو رنګ دی کوم ډول خوښیږي؟ کوم ډول واسکټ اغوندی؟!!!
کابل کی بیا ګرل فرینډ دا ډول نه وي؛ سایډ واک نِشته!!! پارک نِشته!!! پارک ونی نه لري چی کونج ته یی کړی!!! دلته به یا هوټل ته ځی او یا به یی موټر کی ګرځوی.
د کالیو رنګ پرځای یی باید د پتلون درنګ او سایز پوښتنه وکړی!!! د سنډلو پرځایی باید د موزو او یا هم د لانګ بوټ وپوښتی او بس!!! مخ خوهو هسی نه پټوي.
خو دغه رومانټیکه ورځ دلته نشی لمانځلی ځکه چی نه ځای شته او نه هم ماحول برابر دی. غضب می خو ځکه وویل چی نه اور شته او نه هم کور.نه یار شته او نه هم دیار. نه رزق شته او نه هم  څښاک!!!
نه لرګي شته او نه هم سَوَکي!!! نه ګاز شته او نه هم بور!!! زه د ارګ په څو کیلومیتری کی اوسیږم خو برق نه لرم!!! ځکه چی د خرو یعنی ډیموکراټانو حکومت دی!!! بودیجه نشي مصرفولی؛ برق نشي مصرفولی!!! اوبه له پاکستان او ایرنه نشي ستنولی؛ ګاز نشي کنټرولولی او... د تعجب خبره خو داده چی زمونږ د بجلی د پایو کیبل کش شوی؛ د میتر صندوقونه لګیدلي خو یواز میتر پاتی دی او په سبا،بله ورځ کی هر څه پاتی دي. اول د سترعید رخصتی وه؛ بیا ورپسی دغه دی ژمی شو او دا به بیا که الله(ج) غوښتل نو د پسرلي په شاوخوا کی که وشول نو خوښ  به هم مونږ وو.
رحمت=غضب ځکه چی نن شپه باید واوری له بامه وغورځوو. رحمت=غضب ځکه چی د هرشي قیمتونه یو په دوه کیږي ځکه چی ازاد بازار دی!!!
رحمت=غضب ځکه چی مریضیږو. د روغتیا اغلی وزیره فرمایی چی ګرمی جامی واغوندی؛ سبزیانی وخوری ا....
ما له نیا لکه چی اوریدلی می وو چی ظاهرشاه بابا وو او که کوم بل یو. په وطن کی د وچکالی او قحطی په اړه یی لور و که لمسی تری پوښتلي وو چی بابا دغه خلک ولی را ټول دي؟ د بابا ځواب یی وو چی د خوراک څه نه لري!!! لمسی ورڅخه پوښتلي وو چی کلچی ولی نه خوري؟ که کیسه رښتیا نه وي نو غاړه د راوی بنده خو یوه خبره جوته ده هغه دا چی تاریخ تکراریږي. دغه ده د بادشاه لمسی!!! بیا اوس په بل رنګ او جامه کی دغه خبره تکرار کړه. د روغتیا د عامی روغتیا  فارغ التحصیله وزیره هم همدا خبره کوي چی خلک دی سبزیانی وخوري!!! خو د سبزی لپاره چی پیسی نه وي نو بیا؟ وایی غوښه وخوری خو غوښه خو له تا سره دی وزیر صاب!!!
جومات مو لرګی نه لري!!! کوڅه خامه ده؛ ها بله خبره چی نن شپه به د سپیو ښه جشن جوړ وي؛ ښه مست شويدي نو الله(ج) دی د پیاده مل شي چی څنګه به ځان تری خلاصوي!!!
که ماغوندی یو چاته په اتفاق شول نو بیا خو نوره هم مستیږي ځکه چی د منډی نه یم!!!
خو په یاد ولری چی په دی شپو کی له خپلی ښځی سره جنګ جګړه ونه کړی. د کوزو پختنو خبره چی هر څه ډیر ټکټپولي(محتاطانه) کنټرول کړی. مهمه نه ده که کومه ستوغه یی وویله ځکه د خپلو په منځ کی دوه مړي څه مانا لري!!!
په موټر کی ناست وم، سرک ته می لیدل؛ موټر ورور،ورو روان وو. پوره بیروبار وو او یا هم د هزاره برادری په خبره چی خوب شلوغ بود. ما له ځان سره اخیستی لیکنی چی په دفتر کی می ونشوای لوستی، په لاس کی نیولی وی؛لوستل می پای ته رسیدلي وو. زه په ریډینګ یا هم قرأت کی ماشاالله بد نه یم. په یوه سه راهی کی می یوه د تور ټکري ښځه ولیده چی په واوره کی ناسته وه. ښه غونجه ناسته وه!!! څه شی تاوده یی هم نه وو اغوستي. نو دلته می تندي ته ټک ورکړ چی پشتون ۳۰۰ سال حکومت کرده؛ نو چی کرده دغه یی دمور حال دی. پُلِ ارتن سره می یوه چادري داره ولیده، نږدی وه چی وغورځيږي. واړه بوټان یی په پښو وو. ماشوم یی په غیږ کی وو.
له دی سره می په فکر کی راغلل چی په کلي کی به څه حال وي چی ښار داسی وي؟ هوری زمونږ خویندی میندی ګړي په سر اوبه له چینی راوړي. واوره ده. پلاستیکی بوټ به یی اغوستی وي. څنګه به تګ کوي؟
کوټی مو څکیږي. کوټه را ړنګه نه شي. پُل مو اوبه وی نه سي. دلته می په فکر کی راغلل چی دغه خلک به فاروق وردګ څه پیژني؟ دوی به احدي څه پیژني؟ دوی به ملا عمر څه پیژني؟ شَنَاخَت خو په چوپړ سره منځ ته راځي. دوی ماته څه کړي چی ویی پیژنم؟
خلک به خلیلی پیژني چی په هر طوفان او وریځ کی له خلکو سره دریدلی!!!
مونږ ته ژمی یوازی او یوازی یوه ګټه لري هغه دا چی
 د اشرارو،طالبانو، غلو لاری ډ‌ب وي. خو دی ډب کیدو پسی یوه بله خبره را یاد شوه هغه دا چی باید دوی ته په جومات کی ډوډی وروړو. بړستن ورکړو،خونه ورته ګرمه کړو. په دی خبرو پسی غلام رسول سیاف را یاد شو. نسواري احمدزی احمد شاه را یاد شو؛ چکړي را یاد شو!!!
په دغو دریوو کی یو پاپ په تلویزون کی د خیر و شر خبری کوي. په صدقی ورکولو باندی زور راوړي خو خبره داده چی دوی څومره مرسته په پروان-۲ کی له اوسیدونکو هلمندیانو سره کړی؟ څومره مرسته یی د قمبر څلور لاري له مهاجرینو سره کړی؟
هلکه د پلار پیسی مو خو نه دي؛ زمونږ پیسی دي په مونږ یی بیرته وویشی خو خبره هماغه ده چی چرګه چی څومره غټيږي،...تنګیږي. هلکه که هغه سود هم پر مونږ وویشی نو ژوند به مو ښه شي.
نو اخر کی به د خبرو نتیجه بندي وکړم هغه دا چی که وشي هم غضب دی او که و هم نشي هم غضب دی!!! مولایان حضرات وایی چی د الله(ج) دوستان په سختیو کی وي!!!
سبا به سرکونه بند وي؛ مزدور ته به کار نه وي؛ تور توتان به خوري؛ ماشومان به ژاړي. ډوډی به غواړي که څه پیدا نه شول نه خود کُشی حتمي دی او هغه هم د قمیت په مقابل کی!!! څومره خوند کا!!! مرګ په پيسو چی هم دنیا شي او هم عقبی!!! ښار والی والا به نن شپه څومره ښیری کوي ځکه چی سبا به بیا نلکی بندی وي!!!
leekwal@yahoo.com