داوطن مه بيلوی

 
امرالدين سرحد
 
داوطن مه بیلوي
داوطن مه ځوروي
دا د زمریووطن
دیوال یې مه ړنګوي
 «»«»«»
دا دی دټولو کنډر
پکې اوسی هریو ټبر
دیرغلګرو په ضد
تویې شوي ویني دسر
«»«»«»
دا دنیکونو کوردی
 خلک یې قوت اوزوردی
افغان ته ګران له زړه نه
دښمن ته دود اواوردی
«»«»«»
دلته شوي تویې ویني
تری دریابونه جوړشول
دښمن بارکړي کډي
په خپله ماته پوه شول
«»«»«»
دا دی دمینې وطن
دا دبابا دی مدفن
دامونیکو کټلې
 دښکلا ښکلی ګلشن
«»«»«»
 ساتل یې فرض ګڼومونږ
که هرڅه راشی خطر
پې پوه اوس هرافغان دی
خپله یې ساتی بهتر