غزل

له دعــادې رڼاګانې اوســــــــحرڅڅــــــــــــــــــڅېده
ماځولۍ ورته نـــــــــيولې وه چې لــــــــمرڅـــــڅېده
ستاخبرې اندېښنې وې چې  له زړه مې تاوېدې
نن بېګـــــــادې له خــــــپرونه محــــــــــــــــــشرڅڅېده
نن مې زړه کې ستاغمونه مېلـــــمانه ووڅه خواږه و
نن مې زړه له خپل وجودځيــــــــــــــــــــــنې بهرڅڅېده
ستاوعدې چې دامکان اودعــــدم ترمنځ ټکرشوې
حوصلوته مې دهوډپه شانتــــــــــــــــــــــــــــې غرڅڅېده
زه دخپلې مجبـــــــــــــــــــــورۍ په دايره کې راايساريم
ستاښـــــــــــکلانه جادوګـــــــــــــــــرې مازديګرڅڅېده
مجيب الرحمن احساس