سوال .

سپاره دخپل آس قيضه کش کړه د شا و خوا پرتو انسانانو ککريوته يې وکتل په شونډو يې يوډول فاتحانه موسکاخوره شوه . دانسانانو له پرتو تنو وينو دارې وهلې اوکريږويې آسمان په سراخيستى وو. دسپاره په سترګوکې دنفرت اور په لمبووو  اوپه زړه کې يې دانتقام چاړې تاويدې .سپاره د خپل لښکرمخ دښار بلې برخې   کړل .له دې سره په ښارکې بيا کريږې شوې خو دسپاره دلښکريانو دخوښۍچيغو ځمکه لړزوله سپوردخپل لښکر په منځ کې په ډير وياړ ښکته پورته ګرځېده دانسانانو له وژنويې خونداخيست اوپه سروسترګوکې به يې شېبه په شېبه داورلمبې په پورته کېدوشوې . دسپاره لښکرستړى شو دټولومټې له ډيرو وژنو سستې شوې . خودسپاره په سترګو کې لاهم دنفرت اوربلېده دښاردپاتې کسان ژونديې نه شوزغملاي لښکرته يې بيادوژنوامروکړسپوردټولوترمخ روان وو خوناڅاپه يې دښارپه ولاړوخلکو  کې په چاسترګې ولګېدې دسترګو کتو پرې داسې اغېزه وکړه لکه ده چې په خپل دښمن توره  ورښکته کوله . ځاي په ځاي ودرېده په بدن کې يې يوډول  سستې احساس کړه مخامخ سترګې له حياښکته شوې خوسپورپه يوډول متزل زل حالت کې ولاړوو. داسې لکه په بدن کې يې چې ساه نه وي  له آسه ښکته شولښکريې ټول حيران دريان ولاړ وو .ټولو د ده سترګو ته کتل دوي هماغه مشر  چې له غوسې به يې ددوي په وجودړلزه راتله   په داسې  ډول ليده لکه په اورچې چااوبه اچولې وي .  سپورپه مړوګامودهماغه سترګوپه لوري وړاندروان شو   توره يې له لاسه ولوېده دخلکوپه منځ کې يوې سترګورې نجلى ځان شاته کړخو د لښکرمشر په ډيره عاجزۍ ورته کتل اوپه سترګوکې يې يوسوال په څپو وو.
 
مجيب الرحمن احساس