بی خونده خبری(۴۳): سوداګر+لوفر=سیاستوال

\"\"


وسیم سجاد،کابل
جنوري۲۰۱۲،۰۹
وه نه وه یوه ورځ وه. معمار،ډاکټر او سیاستوال چیری په ګډه برابر شوي وو. دغه ډاکټر چی ددوی ترمنځ تیز او تعلیم یافته وو نو یوه پوښتنه یی مطرح کړه: په دی نړی کی څوک اول پیدا شويدي؟
ډاکتر د پوښتنی له مطرح کولو سره بیا هم پوک ګري وکړه او ویی ویل چی زه/مونږ!!!
معمار ورته وویل چی هغه څنګه؟
ده ویل چی تاسو ښه پوهیږی چی بی بی حوا د ادم(ع) له چپی پوښتی پیدا شوی. نو کله چی هغه بی بی پیدا کیده نو اپریشن ته اړتیاوه او کنه؟ دواړو وویل:هو!
ډاکټر وویل نو هغه اپریشن ډاکټر ترسره کړیدی.
معمار وویل چی نه! دا خو نه درسره منم!
ادم(ع) پخپله له یوی ګډوډی جوړ شویدی! خټه جوړه شوه، برابره شوه، او پخه شوه. او دغه ټول کار ما ترسره کړ.
د معمار له خبرو وروسته سیاستوال حرامی توب وکړ او دلومړي ځل لپاره یی د خبرو کولو اجازه یی واخیسته او په خبرو یی پیل وکړ: تاسو ټولو ښی خبری وکړی! خو ګوری معمار صاب یوی خبری ته اشاره وکړه هغه دا چی ادام(ع) له ګډوډی منځ ته راغلی دی نو دا خبره په خپله په دی شاهدي ورکوي چی مونږ اول پیدا شوي یو.
داکټر وویل څنګه؟
سیاستوال وویل: ځکه چی ګډوډي مونږ جوړه وو.
ټوکه خوندوره او کنه خو خبره همداسی ده. دغه ارموني بحران هم جوړه وي او هم یی له منځه وړي او بیا وایي چه تکړه مشر د ستونزو پرمهال معلومیږي.
په امریکی کی بی کاري هم سیاستوالو منځ ته راوړه او بیا په دغی روانی اونی کی دوی د ۲۰۰،۰۰۰ زرو دندو اعلان وکړ. نو خبره داده چی هلکه دغه دندی مو اوس ولی د دندو پرمهال اعلان کړی؟ مخکی چیری وی؟
دا بری خبری په مقدمی کی درسره واخلی. راځو عنوان ته!
سیاستوال له سوداګره او لوفره جوړ دی. لوفر هم بدمعاش،لوچک او بداخلاقه او رذیل ته ویل کیږي. او بله خوا په پخواني یونان کی د غلو او سوداګرو د پرستش مَلَکه هم په ګډه هرمز وه.
سیاستوال او سوداګر+لوفر د یو بل تکمیلوونکی دي. یا هم خیټه او شا (ظهر او بطن) دي. دریواړه یو له بله نشي بیلیدای. یا که په بل عبارت یی ووایو سیاستوال په سوداګر او لوفر دریږي. که دغه دواړه تری لری کړی نو ګویا چی بیا سیاستوال فلج دی او دریدی نشي او نه هم تللی شي ځکه چی پښی ورسره نشته!!!
زمونږ شاوخوا، د لته دننه په هیواد کی او هوری بیا په اروپا او امریکا کی که تاسو مطالعه لری نو همدا ډول وضع ده. هر سیاستوال او هره سیاسی پارټی د سوداګر ټپ،ټپ په شاه خوري.
راځم چی دغه خپلی خبری په څو مثالونو سره واضح کړم:
دلته په امریکی کی د کوچ ورونه(ډیویډ ایچ کوچ او بل ورور یی) داوباما د حکومت خلاف دي او اوس مهال له ټي پارټی ملاتړ کوي؛ جورج سوروز هغه کس دی چی د انګلستان بانک یی مات کړ او یواځینۍ د ژوند هیله یی وه چی د امریکی پخواني ولسمشر بوش ته چی هر ډول وي ماتی ورکړي.
نو په همدی خاطر یی په ۲۰۰۸ز کال کی  له اوباما ملاتړ وکړ ترڅو بري ته یی ورسوي. بل په کی وارن بپیټ دی. څلورم جیپری کټزنبرګ هغه څوک دی چی د اوباما د ۲۰۱۲ز کال ټاکنیز کمپاین لپاره یی غټ مقدار پیسی بیلی کړیدي د اوپن سیکریټ لخوا چی یوه څیړه نیزه ډله ده کڼزنبرګ یی د هغو کسانو په لست کی چی سیاسی ډونران بلل کیږي په سر کی راغلی. پنځم ای جیرالډ پیرینچو هغه کس دی چی د اوپن سیکریټ د سیاسي ډونرانو په قطار کی دویم راغلی دی. ده د ۲۰۰۸ز کال په ټاکنو کی جان مک کین ته ۵ لکه ‌ډالر ورکړي وو ترڅو خپل کمپاین مخکی بوزي. جورج کیسر، هغه څوک دی چی په ۲۰۰۸ز کال کی یی د اوباما کمپاین کی غټه مرسته کړی وه. او بل هورډ سکلټز دی.دی هم په حکومت خپل ځانګړی اغیز لري.  
 
په پاکستان کی
بی نظیری باید د افتاب احمد شیرپاو له ورور سره  واده کړی وای—حیات شیرپاو. خو زرداري تری ویوړه ځکه چی زرداري د جاګیردار ځوی وو او دوخت بدمعاش وو او دی هم. هغسی یو بدمعاش چی خپل اسونه یی په الوتکه کی له یوه ځایه و بل ځای ته انتقالول، هغه څوک چی په خپلو اسانو یی د مڼو جوس څښه!!! که پښتون حیات شیرپاو له بی بی مرحومی سره واده کړی وای نو اوس به د هیواد پښتون ولسمشر وای خو حیات شیرپاوو یی وواژّه.
دا مهال چی په پاکستان کی د میمو کومه معامله روانه ده هغه هم د یو سوداګر منصور اعجاز له وجی دی. او دغه دلالي کولای شي چی د زورداري حکومت ته د پای ټکی کیږدي.
که په خیبر پختونخواه کی له نشنل پارټۍ سره د بلور سوداګرو پیسی او بدمعاشي نه وي نو نشنلیانو سره نه څوک باچاخان مني او نه هم ورسره پښتو!!!
دغه څو ورځی مخکی ځینو د خان شهید ورځ په کابل کی ولمانځله او تجلیل یی کړه. خان شهید څخه محمود اچکزی پاتی دی. محمود خان هم په کوټی کی د لوفرانو ډلی ټپلی لري او پارټي چلوي.
سیاستوال د ټاکنیز کمپاین لپاره پیسو ته اړتیا لري او پیسی باید سوداګر ورکړي؛ سیاستوال له خپلی مخی څخه د خنډونو په لری کولو کی له لوفرانو کار اخلي ځکه بل څوک دغه کار نه کوي.
حکمتیار هم ورته کارونو ته زرداد قوماندان ساتلی وو. او کرزی صاب هم ورته ستراتیژي مخ ته بیایي. فهیم لالا یی له ځان سره ساتلی دی. له ولسمشر سره بل کس په کندهار کی ولي جان وو خو له لاسه یی ورکړ. دغه دوه نفره په لوفرانو کی راتلی شي خو په سوداګرو کی ورسره غضنفر بانک مالکان دي چی اوس مهال یی خور د بانوانو!!! وزارت سمبالوي؛ هی په لوفرانو کی له کرزي سره شیرخان فرنود هم لست کولی  شو.
 اوس هم په اسلامي حزب کی د داود عابدي او د عبدالله زامنو خبره له نورو ډیره چلیږي او ارزښت ورکول کیږي هغه ځکه چی عابدي سوداګر دی او د عبدالله زامن ملیونران!!!
خو دغه زما خبری په افغانستان کی لږی سرچپه راخیژي!!! دلته سیاستوال له سوداګر او لوفر څخه نه وي جوړ شوی!!! دلته سیاستوال په خپله هم لوفر وي او هم سوداګر. دغو افغان سیاستوالو بیخي په دی وطن کی له پایڅی راویستلی.
دلته سیاستوال په سیاست کی د خره ځوی یعنی کوټی وي ځکه نه پری پوهیږي!!! په سوداګری کی ټایکون وي او لوفری کی بیخي نو ضمیر ایکس دی هر قیمت اخیستلی شي.
هغه چی وایي د هر کامیاب سړي شاته ښځه وي(هغه ځکه چی ښځی هیڅکله ناکام سړي نه خوښوي) دلته هم د هر کامیاب سړي شاته د سوداګر او لوفرلاس وي.
که په پاکستان او بنګله دیش کی د سیاستوالو شاته داود ابراهیم نه وي نو شپه به یی ترخه وي. که په امریکی کی د جان ایف کینیډي شاته د یهودي سوداګر لاس نه وای نو هیڅکله به د امریکی د ځوان ولسمشرانو په کټګوری کی نه وای راغلی.
او په دی راز مولینا فضل الرحمان له نورو ټولو ډیر ښه پوهیږي. ده خو حتی خپله لور ددی لپاره چی ګوند ته یی مالي ملاتړ حاصل وي د سوداګر ځوی ته ورکړه.
همدا سوداګر دي چی مصري ګوندونه چلوي. د عدالت ګوند شاته د مصر نوموتی سوداګر هاشم الخزندر او د نوي ګوند شاته نبیل دیابیز ولاړ دي.
خو کله چی دغه ګوندونه بیا واک ته ورسیږي نو بیا ټولی وړی او لویی پروژی ددوی دي. دغه د افغان پارلمان غړي هم دا کارونه کوي. تاسو وګوری چی د پارلمان د وکیل معاش زما له معاش څخه کم دی خو کور او اور یی زما  څخه۱۰۰ چنده وي.
او یا هم دغه دوی ډلی سوداګر او لوفران خپل کاندیدان پارلمان او یا حکومتی پوستونو ته لیږي ترڅو ددوی بقا دایمي وي او کار اوځان یی له زیان څخه بچ پاتی شي چی عملاً یی تاسو په چورستان کی په خپلو سر سترګو ګوری. فاروق جان وردګ په پارلمان کی شیرولي جان لري او والی ګلاب هم منګل لري. یاسیني هم د خپلو قاچاقو لپاره په خپله هوری تشریف لري او بیا شمالي ټلواله خو په هیڅ ځای کی بیله څوکه نه دی. اوس مهال خو دوی په جرمني کی له خپلو امریکایی لوبیستانو سره په ناسته کی دي.
سوداګر او حکومتي سروالان د تړونونو د لاس ته راوړلو او خپلو حکومتي مسودو د پاسولو لپاره لابي کوي او هغه هم د ثبت شوو لابیستانو له لاری په کار اچوي. هر سوداګر چی ډیری روپی په ټاکنیز کمپاین کی ورکوي هغومره ښه او غوړ تړونونه لاس ته راوړلی شي. که بیا څوک د غیر ثبت شوو لابیستانو له لاری مخ ته ځي نو د ډاکټر فای په سرنوشت اخته کیږي او زندانیږي. پای هم د پاکستان د دلالی ښکار شو!!!
نو که تاسو هم غواړی چی سیاستوال درته سپي،سپي شي او هر څه دی په اشاری سره وناڅي نو یا لوفر شه او یا هم سوداګر!!!
تاسو په کی څه وایاست؟
leekwal@yahoo.com