هجرت

زمونږ پر ښار د غمونو طوفان راغی
پر خلکو سخت دبمونو باران راغیهرې  خواته  د  ژړا  او   ماتم     غږ  و ډېرو  جنازو  ته  ژړا  د اسمان  راغیخوار ولس ته زندګي شوه ډېره سختهګيله وه د دو په سترګو کې له بختهکډې  بار   شوې   له   وطنه د خوارانود بېګناه      او    غريبو         مظلومانوپاکستان کې مېشته شو تشو ډاګو کېسره لمر لاندې استوګن شو خېمو کېزرغون کړه په محنت دوی خالي دشتونهابادکړۀ په کې ډېر ښه ښه لوکس کورونهله  ناکامه  نورو  کډې  کړې   ايران   ته خپل ګاونډي نيږدې هېواد همزبان تهپه خوارۍ او زحمت پيسې ګټلې دویزر رنګه سپکې سپورې اورېدلې دویپاتې  نور  ځان  ورساوه   اورپا     ته د ماشين او انسان جوړ دغه غوغا تهزړونو کې د دوی لوی لوی ارمانونه وبې   خبر   د  دغه   ښار   له   قانونه   ودلته شپه او ورځ غم دی بېغمي نشتهد مهاجرو   سره   د چا  ياري      نشتهدا څراغان ښار دا جګ جګ بلډنګونهزندان  دی  د  پردیو   دغه    کورونهزما په کار نه دي دا عصري ښارونهقسم دی ياديږي مې د وطن غرونهزړه زما نور تنګ شو دغه کورونو کې هره شپه وطن مې راځي په خوبونو کې
جاويد احمدزی - بلجيم