مظلومې چيغې

راشه چې څه غمونه سره شریک کړو
د  قندهار  یادونه  سره شریک  کړو
د شين اسمان تر لاندې د شنو فصلونو
هغه   تېر   وختونه    سره شریک کړو
زما  د  ماشومې  لورکۍ  خوږه  پښتو
اوس يې تش سوچونه سره شریک کړو
سپېره  مخ  يم  د چورلکو  په   نڅا  کې
بس  خړ پړ  رنګونه    سره شریک کړو
تا  چې  تل  ستاينه   د  ګودر    کوله
لوټ شوی خيالونه سره شریک کړو
نه اوری د مظلوم فریاد ټول کاڼه دي
څو    پاتې    غږونه    سره شریک کړو
د احمدزي مقصد پښتون وښول دی
د   وروری   لفظونه    سره شریک کړو
جاويد احمدزی
   19/03/2012