ظالمې ولې،ولې!

په   ټول  عمر  مې  ژړوې  ظالمې ولې،ولې؟په سور انګار مې سوځوې ظالمې ولې،ولې؟چې يو ساعت مې بې له تا د زړګي کرار نشتهدهجران په درد مې کړوې ظالمې ولې،ولې؟خوا  له  مې  راشه  وفا  وکړه  ای  نګاره    زماد جفا  په  تېغ  مې  وژنې  ظالمې ولې،ولې؟تورې سترګې زما د یار عجبيه ښايسته ديپه  باڼو  مې     حلالوې        ظالمې ولې،ولې؟ستا د دیدن په تمه ناست يم تل پر دې لاره!په  رقيب  مې  ازاروې   ظالمې ولې،ولې؟راشه  نګاره  چې  مرم  له  ډېره  غمه     ستاپه  غمو  مې  اخته  کوې  ظالمې ولې،ولې؟احمدزی چې وژني په خپل لاسونه يې ښخ وهد رقيب په لاس مې ښخوې ظالمې ولې،ولې؟جاويد احمدزی