د افغانستان د تجزيې پلان (نهمه برخه):

  
 په ايمان سينګار ويښ افغان نسل ته پيغام

احمدشاه ابدالي جرګه
 
د ځوان افغان نسل ننګياليو خويندو وروڼو!
 
 
د افغانانو تاريخي قاتلان وپېژنئ
 
له خپل ناموس او مقدساتو څخه د دفاع په ليار کې د افغان ننګيالي ملت له خاورې، پښتونخوا، څخه تجاوز ګر پنجابي پوځ وشړئ- تر پښو لاندې يې ځمکه په تبۍ بدله کړئ
   
 
ليک: غلام محمد زرملوال
 
 
ځان به ويښ کړو هرې خوا ته ......  هرې خواته رقيبان دي
يو پر بل مو سره وژني ......  وايي خپل يو، غليمان دي
احمدشاه بابا
                        
 ما (ليکوال) د حکمتيار د اسلامي ګوند؛ د پير ګيلاني د محاذ ملي؛ د مرحوم نصرالله منصور د حرکت انقلابى اسلامي او ډاکتر نجيب الله ترمنځ نا مخامخ او مخامخ تماسونه له نږدې څارل او په يوه شمير کې مې يې نږدې برخه لرله.  د ټولو ډلو او ګوندونو بنسټيزه ستونزه دا وه چې د بهرنيو حکومتونو او استخباراتي دستګاوو له ويرې يې هغه څه چې په ذهن کې وو، په ډاګه کولاى نه شول.  له نجيب سره خبرې کول يې "سياسي ځان وژنې"  بلل. ډاکټر عبدالغفور روان فرهادى، چې په خپله د پردې شاته توطئو کې يې تر ډيره حده لاس لاره او د ستميانو ملګرى و، له بي بي سي سره په يوه مرکه کې وايي: "مجاهدين له يوې لويې ستونځې سره مخامخ وو. په حقيقت کې مجاهدينو هم، لکه د ثور د انقلاب د زمانې پر څير چې د خلق او پرچم ترمنځ پردې سخته سيالي روانه  وه چې هر يوه يې غوښتل ځان د شوروي اتحاد ښه دوست ثابت کړي، [پرديو ته ځان نږدې ثابتاوه].  موږ يوه پړاو ته رسيږو- البته زه له امريکا څخه د راولپنډۍ شورى ته تللى وم- او هلته ماته څرګنده شوه چې مجاهدين هم په داسې مسابقه کې وو ...  وضع تردې کچه توپاني شوې وه چې فکر کوم که چا اعلان کړى واى چې موږ چمتو يو له نجيب سره مصالحه وکړو، نو په خپله يې سياسي ځان وژنه کوله.."
 
واقعيت هم همداسې و چې د تنظيمونو مشرانو خپل سياسي ژوند او مالي ګټې د افغانستان او افغانانو تر ژوند، چې په وينو او اوښکو کې لمبيدل، لوړ بلل.  او دا يواځې تنظيمي مشران نه وو، بلکې په اروپا، امريکا او د نړۍ په نورو هيوادونو کې پراته نور ځانګړي افغانان هم چې ددې احتمال لپاره، که حتى وړوکى هم و، چې کيداى شي په راتلونکې کې  پر افغانستان د حکومت کولو چانس ته يې کوم خطر مخامخ نه شي، پر همداسې لارو روان وو.  په خپله روان فرهادي هم له نجيب سره خبرې کول له کې جې بي سره خبرې کول بلل.
 
د عامو افغانانو او يو ګڼ شمير وطنپالو ځواکونوپر اند هيواد ته د محمد ظاهر شاه راستنيدل به دې اوږدې غميزې ته د پاى ټکى ايښودلاى واى.  خو دا پلان، لکه څنګه چې اټکل کيده، د پاکستان د حکومت د فشار له کبله د نورو تنظيمونو له خوا رد شو. د افغانستان پخوانى پاچا په هيواد کې د روانو ستونزو "اصلي عامل" وبللى شو، لويه جرګه هم په کلکه وغندلى، او "يک عنعنه قبايلي مربوط به يک قوم خاص" وبللاى شوه.
 
ترکومه چې ما (ليکوال) ته معلومات دى، له نجيب سره د اسلامي ګوند خبرې په هر پړاو کې د اسلامي ګوند د سخت دريځ او د دواړو خواوو ترمنځ پر يوه بل باندې د بې باورۍ له کبله پر هماغه لومړيو شيبو کې ناکاميدلې.   حکمتيار د ډاکتر نجيب  پر "بى قيد او شرط تسليميدو" ټينګار کاوه، او نجيب د حزب اسلامي مشر د پاکستان "لاسپوڅى" باله او د يوه ائتلافي حکومت پر جوړولو يې زور اچاوه.  او پردې سربيره د غوره پام  وړ ټکى دا و  چې د کابل او مجاهدينو ترمنځ د خبرو بريا به،  پداسې حال کې چې د کابل په پلاوي کې تل دنجم الدين کاوياني په څير يو غړى موجود و، له معجزې نه کمه نه واى؛  ځکه چې کاويانى د ببرک کارمل او ستميانو د ډلې خورا نامتو سرکښ غړى او د افغانستان د تجزيې  په پټه توطيه کې يې ځانګړى لاس لاره.   نوموړي ددې غونډو د محتوياتو راپور، ممکن د روسانو په ګډون، د پرچم- ستم هغو ځواکونه ته رساوه چې د ډاکتر نجيب الله د پرځولو لپاره  په پلان جوړولو بوخت وو.
 
که څه هم چې داسې خبرو او تماسونو له هغه څخه وروسته هم دوام وکړ، خو ټول بيګټې ثابت شول.   پدې اړه  عبدالحميد مبارز ليکي چې: ".. د وروستي ځل لپاره داسې تماس د يوه پلاوي چې د بهرنيو چارو وزير، عبدالوکيل؛  او د دولتي امنيت د چارو وزير، يعقوبى،  پکې برخه لرله  نيول شوى و.  په همدې توګه  کاويانى هم د جهاد له ځينو استازو سره په ١٩٩٢ کال کې د نجيب له نسکوريدو د مخه ليدنه کړې وه.  همايون شاه آصفى  وايې  چې  په  هغه کتنه کې چې د ده او د افغانستان د خلق ديموکراتيک ګوند د منشي، نجم الدين کاويانى، ترمنځ په پاريس ښار کې په يوه کافي کې تر سره شوې وه، کاوياني ته يې جوته کړه چې په قدرت کې د نجيب  د شته والي په  صورت کې امکان نه لري سوله  منځ ته راشي.  او کاوياني يې په ځواب کې ويلي وو چې د نجيب لرې کول د دوى لپاره کومه ستونزه نه ده.."[1]
 
  د ١٩٩٠ کال د مارچ د مياشتې په ٦ نيټه د افغانستان د دفاع وزير، شاهنواز تڼى، د ډاکټر نجيب پرضد په پوځي کودتا لاس پورې کړ.   کودتا د غرمې پر يوه بجه او ١٥ دقيقو په "يوه خورا ويرونکې چاودنه" پيل، او د هوايي ځواکونو جنګي الوتکو په کابل ښار کې پر پوځي او دولتي ودانيو د بمونو غورځول پيل کړل.  د کابل په ګارنيزيون کې يو شمير پوځي واحدونو، په تيره بيا هوايي قواوو، پدې کودتا کې غوره نخش لاره.  د کابل ښار مرکز، د حکومت د وزارتونو ودانۍ او د جمهوري رياست ماڼۍ د پاڅون عمده هدفونه وو. که څه هم د اولسي خلکو ژوند او مال ته دروند تاوان واړول شو، خو کودتا ډير ژر په څو ګړيو کې شنډه شوه.  د کودتا شنډيدل ددې واقعيت ښکارندوى وو چې، له يوې خوا ممکن د نجيب لورى پر بشپړه توګه له هغې خبر درلود.
 
د کودتا له ماتې وروسته  شهنواز تڼى او ورسره څو ملاتړي جنرالان يې د پره چنار او جمرود له لارې په يوه هيلوکوپتر او يوه ترانسپورتي الوتکه کې پيښور ته وتښتيدل او يو ګڼ شمير نور يې، چې په مخامخ توګه يې په کودتا کې لاس لاره او يا ورسره د زړه سوي شک پرې کيده، اعدام او يا د جيل د تمبو شاته واستول شول.  ايا د شهنواز تڼي دا عمل قصدي او له بهر څخه خړوبيده،  او يا له  بې پايه ناهيليو او محروميت څخه زيږيدلى يو عمل و،  لا په جوته توګه څرګنده نه ده.  د يو شمير سرچينو له خولې تڼي بريد نه  و پيل کړى،  بلکې پدې کار يې په  دفاع وزارت کې د نوموړي پر دفتر باندې د نجيب له خوا د بريد په مقابل کې د خپلې دفاع لپاره لاس پورې کړى و.  په وطن ګوند کې د خلقيانو په  استازۍ، تڼي د نجيب  پر اداره نيوکې او يو لړ شکايتونه لرل.  نوموړى يې پدې تورناوه چې په  حاکم ګوند کې پر قدرت د پرچم ډلې، او په تيره بيا د کارمل پلويانو، "د شوروي اتحاد په مرسته خيټه اچولې وه".   ډاکټر نجيب په وطن ګوند او پوځ کې د خلقيانو په تصفيه او شړلو لاس پورې کړى و.  له همدې کبله وو چې د کودتا دا اور، چې لوخړو يې لا له ډيره پخوا د کابل اسمان خړپړ کړى و، په لمبو شو. دې اور ته د ډاکټر نجيب الله پر شاوخوا د راټول شوو کارمليانو له لوري لمن وهل کيده چې هدف يې د نجيب  ملاتړ شنډول او ملا ماتول وو.  او پدې کې بريالي هم شول.
 
په دې اړه چې نجيب پر تڼي بريد پيل او يا تڼي دا کار کړى و، په خپل وار شهنواز تڼى له بي بي سي سره د يوې مرکې په ترڅ کې وايي چې: ".. د نجيب رژيم او د نجيب حکومت پر خپلو پښو نه و ولاړ او پر بهرنيانو ډاډه و.  د همدې دليل پر بنسټ و چې د افغانستان ديموکراتيک ګوند او د افغانستان د خلکو لپاره د منلو وړنه و.  کومه سياسي ليار يې چې ټاکلې وه،  ګوند، اردو او د افغانستان خلکو نه خوښوله.  همدا ډول د افغانستان د اردو جوړښت يې له منځه يووړ او هغه يې په خاديستي، قومي او مليشايي جوړښت او خپل ځاني ګارد بدل کړ.  د اردو ټول مادي او معنوي امتيازات يې دغو شخصي، قومي او مليشايي جوړښتونو او تشکيلاتو ته ورکړل.   په پاى کې موږ مجبور شوو چې د نجيب په مقابل کې پاڅون وکړو.."[2] د ياولووړ ده چې په دولتي امنيت کې حساس مقامونه د کارمل- ستم د ډلې په ولکه کې وو.  د يوه او بل پرضد د نجيب او تڼي هڅول او له دې لارې د هغوى کاواکه کول د ستميانو په ګټه پاى کيدل.
 
د دې ناکامې کودتا په نتيجه کې، چې په پاى کې يې يو ګڼ شمير بيدفاع ښاريان ووژل شول، د وطن ګوند پرچمي اړخ ستميانو ته په زړه پورې  موکه په لاس ورغله چې له خپلو ليکو څخه د دوى د مخالفينو او په تيره د پښتنو پر وروستۍ تصفيه لاس پورې کړي.  د "شکنجه گاه کابل" تر نامه لاندې کتاب په ٨٦ مخ کې د غلام جيلاني پيلوټ له خولې  ويل کيږي چې: ".. دا کودتا د خاديستانولپاره ښه پلمه وه.  دکودتا له ماتې نه  وروسته يې د اردو د نورو ټوليو يو شمير  وطنپال  او  مسلمان  پيلوټان،  افسران  او سربازان  پدې ماجرا کې په ګډون تورن کړل او له هغه وروسته  پدې لټه کې شول چې د هغو کسانو د نيولو لپاره، چې له دوى سره يې ضديت  لاره، اسناد او يادښتونه ولټوي.."[3]
 
د شهنواز تڼي د کودتا په هکله د څه ناڅه نورو تنظيمي ډلوغبرګون  منفي و.  ددې غبرګون لپاره بيلابيل لاملونه موجود وو.  دا  کودتا، لدې کبله  چې د "گلبدين حکمتيار له خوا هڅول شوې وه"، له يوې خوا د افغانستان د "منځلارو" تنظيمونو لپاره د منلو وړ نه وه.  په ټوليزه توګه - له دې سره- سره چې پرې تورلګيده چې د خپلو څوکيو او مقام لپاره يې دا کار کاوه -  هغوى پدې عقيده وو چې د جنګ له لارې په هيواد کې سوله نه شوه راتلاى.  او له بلې خوا د هغو تنظيمي ځواکونو لپاره  خو يې، چې د ببرک کارمل له ستمي کړيو سره يې اړيکې لرلې او پردې  مهال  په افغانستان کې د ننه او بهر په خپلو "معاملو او سازشونو" کې ډير پرمخ تللي وو، د منلو سوال نه پيدا کيده.
 
پدې اړه جنرال نبى عظيمي، چې د ګڼ شمير منابعو پر اساس د ډاکتر نجيب پرضد د دوستم- ستم توطئې په سر کسانو کې يې ځاى لاره، د "اردو او سياست" په ٤٢٣ مخ کې وايي چې: ".. هغه چا چې تڼى يې د يوه  سرسخت کمونست په توګه پيژاند، حکمتيار يې تر شديد انتقاد لاندې ونيو او دا پروسه يې له "جهاد" سره خيانت تلقي کړه ... ددې کسانو په سرکې د حکمتيار تر ټولو سخت رقيب، احمدشاه مسعود و.."
 
د اسلامي ګوند مشر، گلبدين حکمتيار، د "پټې توطئې، بربنډې څيرې" په ٦٤ او ٦٥ مخونو کې پدې اړه په تفصيل سره ليکلي او وايي چې: ".. مونږ د[نجيب - تڼي ترمنځ د]  تصادم له پيل سره سم خپل ملاتړ اعلان کړ او له ټولو مجاهدينو نه مو وغوښتل چې د نجيب د حکومت د پرځولو لپاره لدې فُرصت نه اعظمي استفاده وکړي او د هغو ځواکونو مرسته وکړي چې د نجيب پر خلاف راپورته شوي وو.  د تنظيمونو يوه مشر[مجددي] له بي بي سي سره په خپلې يوې مرکې کې نه يواځې ددې اقدام مخالفت وکړ، بلکې ويې ويل: ان شاالله د نجيب ځواکونه د برلاسي په حالت کې دي.." 
 
او پردې سربيره،  حکمتيار زياتوي، چې:  ".. د پاکستان  آى اِس آى نه غوښتل چې دا اقدام کامياب شي، شايد د نوموړې ادارې د مخالفت دوه اساسي وجهې په ګوته کړى شو: (لومړى) - د اقدام په هکله يې مخکې راپورونه، نه درلودل او په ناڅاپي ډول له يوې سترې پيښې سره مخامخ کيدل، دې کار د پاکستان د لوړو مقاماتو په وړاندې، ددې ادارې د هغه وخت د مسئولينو بى کفايتي په ګوته کوله، نو ځکه يې له مونږ نه د غچ اخستلو په خاطرددې اقدام د ناکامولو هڅه  وکړه. او (دويم) - دوى او امريکايان په ګډه دې ته نتيجې ته رسيدلي وو چې پدې ترتيب  او د دې اقدام په نتيجه کې د کابل رژيم نسکوريدل دوى ته ګټور کار ندي.
 
حکمتيار وايي چې: ".. زه بايد دا ټکى واضح کړم چې موږ ددې اقدام په وخت کې د قوي نشراتو لپاره يو پنځه کيلوواټه MW  ترانسفارمر په بهر کې اخستى وو او د پاکستان له لارې مو داخل ته انتقالولو، خو آى اِس آى د هغه له سپارلو نه ډډه وکړه ... آى اِس آى شهنواز تڼى د خپلو ملګرو سره، په هماغه حساسو شيبو کې  چې جګړه روانه وه، په اسلام اباد کې، په مخفي ځاى کې، تر نظارت لاندې وساتو او دده رابطه يې له موږ سره قطع کړه، چې کله اقدام کاملاً شنډ شو، جګړه پاى ته ورسيده او نجيب په اوضاع مسلط شو، هغه ته يې اجازه ورکړه چې له ما سره وګوري!!"[4]
 
 

[1]   چنين تماس براى بار آخرين بين هيئتى مرکب از وکيل وزير امور خارجه و يعقوبى وزير امنيت دولتى و هم بين کاويانى و برخى از نمايندگان جهادى در سال ١٩٩٢ قبل از سقوط رژيم نجيب صورت گرفت که در ملاقاتى که بين همايون شاه آصفى و نجم الدين کاويانى منشۍ حزب ديموکراتيک خلق در يک کافى در شهر پاريس صورت گرفت همايون شاه آصفى براى کاويانى صريحاً گفت که با وجود نجيب در قدرت امکان ندارد حل سياسى صورت بگيرد، کاويانى در جواب مى گويد که برکنارى نجيب براى حزب کدام پرابلم نمى باشد. "تحليل وافعات سياسى افغانستان- ١٩١٩-١٩٩٦م"، عبدالحميد مبارز، ص ٤٨٨
[2]  ظاهر طنين، "افغانستان در قرن بيستم" – ٣٤٢ مخ
[3]   اين کودتا بهانه نهايت خوب براى خاديست ها بود. چنانچه بعد از شکست کودتا يک تعداد از پيلوتان مسلمان و وطن دوست و يک عده از افسران و سربازان ساير قطعات اردو را درين ماجرا شريک دانستند و بعداً در صدد آن شدند تا اسناد و يادداشت هاى براى گرفتارى افراد و اشخاصى که با ايشان ضديت داشتند تدارک نمايند.."
[4]  "پټې توطئې، بربنډې څيرې"، گلبدين حکمتيار، ٦٤- ٦٥ مخونه