ازادي مومبارکه!

 
احمدشاه ابدالي جرګه


«چې حق راشي، باطل پناه کېږي»

ليک:  غلام محمد زرملوال


د ازاد او خپلواک افغانستان لومړۍ جمعه ده. له اوږدو کلونو، سړو اوسيليو، تړمو اوښکو او د  زړه په تل کې پټوپرتو ارمانونو افغان ننګيالى ملت خپل بلاخره خپل مقدس هدف ته ورساوه. د  دري ژبې متل دى چې واى صبر تلخ است، ليکن بر شيرين دارد. د افغان  ملت خاوره – له امو تر طبعي سيستان او مارګلې پورې پښتونخوا-افغانستان – ازاده او خپلواکه شوه. له دې سره هغه علت ته د پاى ټکى کيښودل شو چې معلول يې د پرله پسې او نه شليدونکي افغان ملت قتل او تباه کول وو.    

په خپل وار د پنجاب لپاره هم دا يو سترغنيمت و. په اتومي وسلو سمبال، له اقتصادي، کلتوري او تاريخي لحاظه پياوړى پنجاب هم اوس کولاى شي چې له هر رقيب سره شخړه لري، هغه په هر ډول او وسيله چې کولاى شي، تهديد او وننګوي. خو هيله ده چې نور د افغان ملت په ټاټوبي کې له هر ډول لاسوهنې څخه ډډه وکړي. د افغان ملت خاوره، پښتونخوا، ازاده ده. اوس د دې خاورې د تر اتيا مليون زياتو خاوندانو و ظيفه ده چې د خپل تاريخي هيواد بنسټونه پاخه کړي، ستنې يې ټينګې او نړيوالو ته وښيي چې پښتونخوا به لکه د خپل بشپړ تاريخ په بهير کې د امن اوعدم تشدد فلسفې هيواد وي او د ګرد بشريت لپاره به د خدمت مصدر وګرځي.

ازادي مومبارکه!