سره بانجان د ايډز او زيړي په درملنه کې مرسته کولی شي

يوشمېر امريکايي څېړونکي دې پايلې ته رسېدلي ، چې د سرو بانجانو خوراک کولی شي د يو شمېر ناروغيو لکه ايډز او هېپاتيت بي ( زيړي ) په درملنه کې مرسته وکړي . ډاکتر ( فټ پسټ ) په نيويارک کې وايی ، چې اوس بايد له سرو بانجانو څخه د درملو او واکسينونو د جوړولو لپاره هڅې پيل شي او که دا کار بريالی شي ، نو دنوموړو درملو بيه به هم ډېره ارزانه وي .