
د افغانستان حکومت، چې زياتره برخه يې د شمال ټلوالې په ﻻس کې ده، په قطر کې د امريکا او طالبانو تر منځ له مذاکراتو سخت په اندېښنه کې دي. په دغه مذاکراتو کې د شمال ټلوالو غړو ته ځای نه دی ورکړل شوی او دوی ويره لري، چې واک او ځواک به يې له ﻻسه ووځي او ژوند ته يې هم ګواښ دی.
همدا اوس د شمال ټلوالې زياتره غړي که څه هم د نوي ايتلافونو په جوړولو پيل کړی خو په دې پوهيږي، چې د امريکا او يا نورو بهرنيانو له مرستې پرته، طالبانو ته نشي ټينګيدی. د همدغې ويرې له امله، د شمال ټلوالې زياتو مافيايي کړيو په دې پيل کړی، چې بهر ته خپلې پانګې انتقال کړي او د امن ځای په لټه کې دي.د امريکا او طالبانو تر منځ تر خبرو وروسته به حاﻻت نوره هم روښانه شي.
د دغو خبرو پايلې بايدمخکې تر هغې په ډاګه شي، چې په امريکا کې د جمهوري رياست ټاکنې تر سره کيږي، ځکه دا پرېکړې او وروسته انکشافات به امريکا کې د ټاکنو پر بهير اغيز ولري.