سندرغاړی رسول باچا په حق ورسيد

داود جبارخیل
دپښتو ژبې پيژندل شوی سندرغاړی رسول باچا بیګا شپه د اسلام اباد په پمز روغتون کې په حق ورسيد. د ده عمر پنځه پنځوس کاله و. دده تعلق د خیبر پښتونخوا د بنو سیمې د ( ککي پیرخیل کلي ) سره و او دتیرو شلو کلونو راهیسې یې د پښتو موسیقۍ خدمت کولونوموړي د تیرې یوې میاشتې راهیسې د ورپېښې ناروغي له امله داسلام اباد په پمز روغتون کې داخل کړی شوی و بیګا شپه د اسلام اباد په پمز روغتون کې سا ورکړه ‍‍‍ کرمې ته مه ځه په ما ګرانه خطرې خطرې دي. داد رسول باچا دمشهورو سندرو څخه یوه ده