احمد بداوي : د تېلو د يوه بېلر بيه به  200 ډالرو ته ورسيږي

د ماليزيا ولسمشر احمد بداوي په کوالالمپور کې ويلي ، چې کېدای شي د تېلو د يوه بېلر بيه د راتلونکې کال تر پايه 200 ډالرو ته ورسيږي . د ه د ډي ـ 8 پر اسلامي هېوادونو غږ کړی ، چې پر خپلو لګښتونو کې له سپما کار واخلي او د تېلو د ګرانۍ له ناوړه پايلو څخه خپل ولسونه وساتي .