
په ايمان سينګار ويښ افغان نسل ته پيغام
احمدشاه ابدالي جرګه
د ځوان افغان نسل ننګياليو خويندو وروڼو!
د افغانانو تاريخي قاتلان وپېژنئ
له خپل ناموس او مقدساتو څخه د دفاع په ليار کې د افغان ننګيالي ملت د ولس او خاورې غاصبانو پنجابي پوځ او بيروکراسۍ تر پښو لاندې ځمکه په تبۍ بدله کړئ
ليک: غلام محمد زرملوال
ځان به ويښ کړو هرې خوا ته ...... هرې خواته رقيبان دي
يو پر بل مو سره وژني ...... وايي خپل يو، غليمان دي
احمدشاه بابا
د افغانستان د تجزيې پلان:
اتمه برخه:
گڼ شمير څارونکي او مُبصرين پدې عقيده وو چې د افغانستان په اړه د "کارمل د پلوي پرچميانو او ستميانو د راتلونکي پروګرام" پر لور د کودتا هڅول شوى دا تور، چې د هغه د اثبات لپاره د اتبار وړ کوم شواهد نه وو، لومړى ګام و. ددې کودتا په تورد نيول شوو "خلقيانو" او "امينيانو" شمير د رژيم له خوا، او هم د فرانسې د خبري اژانس پر وينا، ١٢٧ تنه ښودل کيده. او نوموړى خبري اژانس د يوه شمير هغو نومپټو کسانو له خولې ".. چې نه غواړي ځانونه افشا کړي.." وايي چې د افغانستان د وسله والو ځواکونو ".. د هوايي دفاع د قوماندان، جنرال عبدالقادر اکا، او په قرغه کې د راکټو د لوا قوماندان، جنرال علي شاه، په ګډون پدې توطئه کې يوولس جنرالانو برخه لرله.." د ١٩٩٠ کال د جون پر ٤ نيټه په برتانيه کې د امريکا د خپرونو اطلاعاتي مرکز د پاکستان په لاهور کې "د نيشن" په نامه انګريزي ورځپاڼې په وينا وايي چې د هغو ١٢٧ کسانو له منځه چې د کودتا په دې تور نيول شوي وو، ٧٠ تنه يې بيرته خوشي شول. دا کسان د ډاکتر نجيب او د دفاع د وزير، شهنواز تڼي، ترمنځ ".. د شوروي د يوه پلاوي پر منځګړتوب خوشې شوي وو. د شوروي د پلاوي مشري په کابل کې د هغه هيواد سفيرکوله.."
له ډاکتر نجيب سره د شهنواز تڼي په مشرۍ د خلقيانو د توپيرونو د لرې کولو لپاره، شهنواز تڼي پنځه وړانديزونه کړي وو. هغه دا وو: په کودتا تورن ملګري بنديان دې يې خوشې کړي؛ د دفاع په وزارت کې دې لوړپوړي افسران د نجيب له خوا، نه، بلکې د ده په امر وټاکل شي؛ ټول مليشه ځواکونه دې د دفاع تر وزارت لاندې فعاليت وکړي؛ او د حاکم ګوند د پرچم او خلق فراکسيونونو ته دې په وسلوالو ځواکونو کې مساوي حق ورکړ شي.
له بند څخه د يو شمير بنديانو د خوشي شويو او د نورو د خوشي کيدو په اړه د ژمنو په نتيجه کې د تڼي او نجيب ترمنځ وسله وال ټکر د يوې مودې لپاره وځنډيد. په نتيجه کې يې نجيب د خپلې "روغې جوړې" د کړنلارې پرمخ بيولو ته دوام ورکړ. او پداسې حال کې چې د خلق- پرچم، او کارمليانو- نجيب ترمنځ مخالفت د ډاکټر نجيب د رژيم د کمزورۍ ټکى لا پر خپل ځاى پاتې و، د نوموړي په هکله په عمومي ډول نړيوال او هيوادني افکار د مثبت بدلون پر لور روان وو. له هيواد څخه د روسانو تر وتلو يوکال وروسته د "وطن ګوند" ګام پرګام تر ډيره کچه د کمونستي دګم له منګولو نه د خپل ځان په ايستلو بريالى او د احتياطي تعادُل لور ته يې مخ اړولى و. د هيواد په لويو ښارونو او لويو لارو کې نسبي ارامي وه. اغيزمن نا اعلان شوى اوربند، په تيره د هيواد په شمال کې د مجاهدينو له ځينو ډلو سره، پرځاى و. افغانستان پل پر پله د سولې او امنيت پر خوا ګامونه ايښودل.
د مارچ په ٥ نيټه "نيوز ويک" مجله د افغانانو د "خاموش اکثريت" تر سريزې لاندې په يوه مقاله کې د کابل ښار په منډيې کې د يوه بوټ پلورونکي له خولې د ډاکتر نجيب د ويناوو په هکله، چې په مکرره توګه به يې د "ډير و ماښامونو" پر مهال له کابل تلويزيون او راديو څخه کولې، وايي چې: ".. موږ په دې نه پوهيږو چې د نجيب الله په زړه کې به څه وي، خو په هغه څه چې پوهيږو، هغه دا دي چې هغه څه چې نوموړي وايي، د افغانانو په غوږونو ښه لګيږي. نوموړى له بيوزلانو سره مرسته کوي.."
پر خلاف يې د تنظيمونو لپاره ملاتړ په ملي او نړيواله کچه په کميدو و. دا ځکه چې پر جلال اباد له ناکامو شوو نورو "جګړېيزو موسمي" بريدونو نه وروسته هغوى پر ښارونو د "ړندو توغنديو" بريدونه له سره پيل کړي وو چې په نتيجه کې يې عام ولس ته ځاني او مالي تاوانونه اړول. له بلې خوا په ورو ورو د افغانستان د اولس ذهنونو ته دا خبره لويدله چې هيواد يې د سترې نړيوالې توطيې په جال کې بند و نو د هغوى له خوا پدې خبره ټينګار کول چې نجيب ته دې په يوه منځ مهاله اداره کې برخه ورنکړي، له اتباره په لويدو وه. "نيوز ويک" د مارچ دپنځمې په مقاله کې بل ځاى وايي چې د افغانستان "زياتره خلک په خپلو وينو کې لمبيږي" يواځې هغه څه چې اوس ددې هيواد خلک غواړي هغه "سوله ده" نو د نجيب الله ".. خبرې پر هغوى له دې کبله ښې لګيږي چې، د ياغيانو پر خلاف، لږ تر لږه هغه - که څه هم پر ژبه - سولې ته د خلکو پر تنده خبرې کوي.." مجله د کابل ښار په مونډيي کې د يوه هټيوال له خولې ليکي چې: ".. زما لپاره هيڅ يو ګوند د درناوي وړ نه دى ... زه سولې ته درناوى لرم او هر ګوند چې سوله راوړي زما د درناوي وړ دى.
په نړيواله کچه د ټولو هغو هيوادو عامو وګړو، چې د کمونيزم تر اسارت لاندې يې ژوند کاوه، په شوروي کې د ګورباچوف له "انقلاب" څخه وروسته د خپلو دولتونو پر نړولو لاس پورې کړى و. د ١٩٨٩ کال د دسامبر پر ٢٢ نيټه د رومانيا کمونست مشر، د رومانيا د ولس د يوه پاڅون په نتيجه کې ونيول شو او په ٢٤ نيټه د پاڅون کوونکو له خوا ووژل شو. نوموړى د کمونيزم د ماتيدلو لومړى قُرباني و. خو په داسې حال کې چې د نړيوال کمونيزم دړه په نسکوريدو وه، نجيب بيا هم پر خپل ځاى پاتې و او د خلکو د ملاتړ ترلاسه کولو لپاره يې کار کاوه. هيواد ته د سولې د راوستلو، د خپل قدرت د ټينګولو او يا لږ تر لږه د افغانستان په راتلونکي حکومت کې د خپل ځان او ډلې لپاره د ځاى موندلو پر لور، نوموړي له هيواد څخه بهر د تنظيمي ډلو له مشرانو، نامتو ځانګړو شخصيتونو او په هيواد کې د ننه له "موثرو" قوماندانانو سره تماسونه نيول. دا تماسونه چې له هيواد څخه د شوروي د ځواکونو له وتلو څخه د مخه پيل شوي وو، له هغه وروسته په لويه کچه او جدي توګه پرمخ بيول کيده. ډاکتر نجيب په دې هکله له بيلابيلو لارو او د يو ګڼ شمير منځګړو په مرسته، چې د هغوى له منځه د همايون شاه آصفى، وکيل نيک محمد او ډاکتر جليل شمس هڅې ځلنده وې، خورا جدي هڅې پيل کړې وې.
عبدالحميد مبارز د "حقايق و تحليل وقايع سياسى افغانستان -- ١٩٧٣- ١٩٩٩ " تر عنوان لاندې پخپل کتاب کې پردې اړه د همايون شاه آصفى له قوله مفصل بحث کړى دى. همايون شاه آصفى وايي کله چې ډاډه شوم چې د شوروي پوځونه له افغانستان څخه وځي او له هغه وروسته د نجيب د رژيم له "قطعى" نسکوريدو وروسته په هيواد کې د قدرت د خلا د منځ ته راتلو له کبله په تشويش کې شوم. له دې کبله پدې هڅه کې شوم چې يوڅه بايد وشي ترڅو قدرت په سولييزه توګه د نجيب له رژيم څخه مجاهدينو ته وليږدول شي. له دې نه د مخه ډاکتر جليل شمس د کابل له رژيم سره پر همدې فکر تماسونه نيولي وو. د ١٩٨٩ کال په دوبي کې کابل ته زما د سفر امکانات برابر شول. نجيب ختيز برلين ته يوه الوتکه، چې روسي عمله يې لرله، راواستوله. پدې سفر کې، چې زما له خوا برابر شوى و، ډاکتر شمس هم برخه لرله او له سيداسحق گيلاني څخه مو هم هيله وکړه چې راسره يوځاى شي. په کابل کې د دوو ورځو خبرو په اوږدو کې له مقابل لوري ډاکتر نجيب؛ د بهرنيو چارو وزير، عبدالوکيل؛ او د دولتي امنيت چارو وزير، يعقوبى، برخه لرله. له دې سره- سره چې دا سفر د دريو تنظيمونو: د پير گيلانى محاذ ملي؛ د صبغت الله مجددي جبهه نجات ملى؛ او د مولوي محمد نبى محمدي حرکت انقلاب اسلامى، سره په سلا شوى و، خو ظاهرشاه له هغه څخه هيڅ خبر نه و. مګر نجيب ".. د نورو دريو واړو تنظيمونو په پرتله له ظاهرشاه سره زما اړيکو ته ډير اهميت ورکاوه.."
همايون شاه آصفى وايي: ما نجيب ته وويل چې د هغو غلطيو له کبله چې تاسو کړې دي امکان نه لري چې د افغانستان د خلکو لپاره د منلو وړ وګرځئ او که هرڅومره هڅه وکړئ چې په واک کې پاتې شئ، د افغانستان وضع خراپيږي. که تاسو واقعاً د زړه له کومي هڅه وکړئ چې د افغانستان وضع له دې نوره هم ويجاړه نه شي او مجاهدينو ته په سولييزه توګه واک وليږدول شي، د افغانستان خلک ممکن تر يوه ځايه ستاسو له ګناهونو څخه تېر شي.
ډاکتر نجيب په ځواب کې وايي: موږ په بشپړه توګه خپلو اشتباهاتو ته متوجه يو. زموږ هڅه به اوس ټوله دا وي چې خپل اشتباهات او پايلې يې سمې کړو. تاسې پدې ټينګار کوئ چې قدرت مجاهدينو ته وليږدوئ. د مجاهدينو ټول تنظيمونه "بيله استثناء" له موږ سره په تماس کې دي، خو هر يو يې پردې زور اچوي چې "څوکۍ ماته راکړئ". موږ هم مجاهدين پيژنو او د هغوى په اړه پوره اطلاعات لرو. که هغوى په پيښور کې پر قدرت نه جوړيږي، نو په کابل کې به څنګه له يوه بل سره جوړ شي. زما لپاره د استعفا خبره دومره ګرانه نه ده، خو د افغانستان ستونزه زما له ګوښه کيدو او له سياسي ډګر څخه په لرې کيدو نه حليږي. موږ د څلور سوه زره تنو په شاوخوا سرتيري او معاش خواره مامورين لرو. د هغوى برخليک به څنګه کيږي؟ هغه څوک چې موږ فکر کوو چې د افغانستان د وحدت مرکز ګرځيدلاى شي، زموږ پرله پسې هلوځلو او پيغامونو ته منفي ځوابونه راکوي.
همايون شاه آصفي وايي چې زما او ډاکتر جليل شمس هڅه دا وه چې يو داسې فورمول پيدا کړو چې د هغه په توګه به ځواک په سولييزه توګه مجاهدينو ته وليږدول شي. او ددې فورمول غټ ټکي دا وو: په کابل کې دې يو حکومت جوړ شي چې مجاهدينو ته د منلو وړ وي، خو داسې حکومت دې د کابل او مجاهدينو ترمنځ د پله حيثيت ولري. ددې حکومت په يو کلنه دوره کې دې د مجاهدينو او کابل د واک د ليږدولو په اړه خبرې ادامه ولري. ډاکتر نجيب الله دې، چې په دې حکومت کې به په محدود صلاحيت کار کوي، د يوه کال له بشپړېدو د مخه استعفا وکړي او د موقت حکومت له خوا دې لويه جرګه راوغوښتل شي چې هغه به د يوه انتقالي حکومت جوړول تصويبوي او موقت حکومت به هغه ته قدرت ليږدوي. آصفي زياتوي چې د محمدي، گيلاني او مجددي درۍ جهادي تنظيمونه له دې فورمول سره موافق وو، خو داسې څرګنديدله چې نجيب په خپلو خبرو کې صادق نه و، بلکې غوښتل يې او هڅه يې کوله چې اصلي قدرت د ځان او خپل ګوند لپاره وساتي. ځکه چې نجيب پدې ډاډه و چې له افغانستان څخه د سره پوځ له وتلو وروسته هم ګورباچوف له نوموړي سره د مرستو پر ژمنه ولاړ و.
له تنظيمي مشرانو او نورو مخالفينو سره د ډاکتر نجيب د ليدنو کتنو په لړ کې، د صبغت الله مجددي له تنظيم سره هم په تورخم، پاريس او ژنيو کې څوڅو ځله تماسونه نيول شوي وو. د هغوى ترمنځ ليده کاته د مجددي د مرستيال، محمد گلاب ننګرهاري، سليمان لايق او د نجيب د اخشي، نيک محمد وکيل، له لارې سر ته رسيدل. او په همدې ډول د حکمتيار له اسلامي ګوند سره پټې خبرې روانې وې. په دې هکله عبدالحميد مبارز د "تحليل واقعات سياسى افغانستان – ١٩١٩- ١٩٩٦م" په ٤٨٥ مخ کې وايي چې د لومړي ځل لپاره د سرحدونو وزير، سليمان لايق؛ د وطن ګوند منشي، نجم الدين کاوياني؛ د مخابراتو وزير، محمد اسلم وطنجار؛ او د دولتي امنيت د وزير، غلام فاروق يعقوبى، په ګډون د کابل يوه پلاوي د فلسطين د ازادۍ سازمان د مشر، ياسر عرفات، په منځګړتوب د ١٩٩٠ کال د دسامبر د مياشتې په نيمايي کې په بغداد کې د فلسطين په سفارت کې وشوې. په دې خبرو کې د اسلامي ګوند له خوا د حکمتيار د سياسي چارو مرستيال، عبدالقدير کرياب؛ او د حکمتيار دوو زومانو، غيرت بهير؛ او همايون جرير برخه لرله.
له ډاکتر نجيب الله سره د خبرو په هکله د اسلامي ګوند مشر، گلبدين حکمتيار، د "پټې توطئې، بربنډې څيرې" په ٥٧ - ٥٩ مخونو کې ليکي چې: ".. د مختلفو چينلونو په ذريعه د نجيب شخصي پيغامونه راورسيدل. ولى خان د نشنل پارټۍ مشر په همدې سلسله کې زما د ليدلو لپاره کورته راغى او پدې يې ټينګار کولو چې له نجيب سره دده په وساطت مذاکرات پيل کړو. د ځينو قاصدانو او منځګړو په لاس ليږل شوي پيغامونه داسې وو چې ګواکې نجيب پدې راضي دى چې د يوه موقت حکومت لپاره له قدرت نه لاس واخلي ... له خپلې استعفا نه پينځه ورځې د مخه يې دا احوال راوليږه چې که تاسو له ائتلافي حکومت سره توافق ونکړ نو وبه ګورئ چې موږ قدرت چاته سپارو!! د نجيب له هيئتونو سره په بغداد او ليبيا کې ليدنې کتنې وشوې، زموږ له خوا کرياب او ډاکتر بهير او د دوى له خوا د بغداد په مذاکراتو کې يعقوبى، سليمان لايق، وطن جار او کاويانى نمايندگي کوله او د ترابلس په مذاکراتو کې سليمان لايق او کاويانى. پدې ټولو ليدنو کتنو او پيغامونو وړلو او راوړلو کې د دوى صرف يوه خبره وه. او هغه د حزب اسلامى او د دوى ترمنځ ائتلافي حکومت او طبعاً زمونږ هم يواځې يو ځواب وو او هغه دا چې: قدرت دې يوه موقت غيرائتلافي حکومت ته انتقال شي، بيا دې انتخابات تر سره شي او د وطن ګوند ټول غړي دې فقط د عمومي عفوى په امتياز اکتفا وکړي.."