دوه مولوي صاحبان

حفيظ الله غښتلی
 
په وجود غوښن او تخته، ونه يې منځنۍ، ږيره يې شنه خو د سپينو ونډه يې ډېره برېښنده، لونګۍ يې يو رنګ او خېل نه په سروله، دوبی به يې واسکټ اغوست او پر اوږه به يې څادر اچولی و او منی به يې له ګرمو جامو سره په پټو کې ځان پېچلی و. سرخرويه ښکارېده. دی به تل په بايسکل مدرسې ته راته، بايسکل به يې د ونې سيوري ته ودراوه او په بڼ کې تر چوترې لاندې جوړې شوې ادارې ته به لاړ او بيا به له هغه ځايه يوه ټولګي ته تلو چې هلته به يې درسي ساعت و.
دغه شخص مولوی صاحب محمد وصيل نومېده چې د تفسير د تدريس پر مهال به يې خپل تکيه کلام وار وار کاراوه او ويل به يې: پوه شوې، ښه پوه شوې. بيا به يې درس ته ادامه ورکړه. دا تکيه کلام به يې له ښه شد او مد سره په لوړ غږ وايه. دغه تکيه کلام به په غولي ناست کسان متوجه کول. مولوي صاحب نه کېناست. ده به لومړی له يوه زده کوونکي هيله کوله چې تلاوت وکړي او بيا به يې د همغو ايتونو تفسير کاوه. د درس ځای يوه ورځ هم نه ترې غلطېده. کله به يې چې د کوم ايت د شان نزول خبره پيل کړه نو داسې به يې تشريح کوله چې په اسانۍ به يې د انسان په مغزو کې ځای وموند.
 
***
 
کړس شو، جېټ الوتکو يو ناڅاپه ډېرې ټېټې راکوزې شوې، د خطر رنګ ووهل شو، زده کوونکيو ته وويل شول چې تيت شی او په سترنجيو يو ځای او غونډ کښېنني. الوتکو دوه درې دوره وکړې، کوم بم يې و نه غورځاوه. مولوي محمد وصيل هڅه وکوله چې د زده کوونکيو له ذهنه وهم لري کړي، نو يې ورته وويل: راځئ اوس خو الوتکې لاړې، يو ګړۍ ورزش وکړو او تيږه واچوو. زده کوونکيو تيږې اچولې، مولوي صاحب ته نوبت ورغی، تيږه يې راواخېسته، په اوږه يې هورې دورې کوله، دغه وخت لطف الله چې له موږ يو ټولګی مخکې و، پر مولوی صاحب وصيل يې غږ کړ: مولوی صاحب ګوره چې انقلاق نه وکړې.
مولوي صاحب له خندا شين شو، تيږه ترې ولوېده، او لطف ته يې کړل: خوار شې. له د مولوي صاحب له دې خبرې سره لطف الله منډه کړه.
 
***
 
ړنګۍ ـ توره ـ لنډه ږيره يې وه، کورتې به يې اغوستې وه، کله کله به يې توره لونګۍ پر سروله، خو ډېری وخت به يې سپينه لونګي پر سره وه، چپن يې هم اغوسته، پاک ګرځېده، تور بوټان به يې تل رنګ کړي وو. ټيټه ونه يې درلوده، سترګې به يې تورولې، موږ ته يې د فقه او عقايد درس راکاوه. وروسته يې بيا يوازې د فقې تدريس کاوه. دی جدی سړی و، کله کله به يې غوسه هم کوله، خو غوسه يې نه پايېدله او لنډمهاله به وه. دی مولوي عبدالصبور فرقاني نومېده.
د پلاستکي سترنجي په يوه کونج به کېناست مخې ته به يې څادر غونډ منډ کېښود، کتاب به يې پرې وغوړاوه او بيا به يې په تدريس شروع وکړه. سره له دې چې مولوي صاحب فرقاني جدي سړی و، خو د تدريس پر مهال به يې فضا داسې جوړوله چې زده کوونکي ځان په تکليف احساس نه کړي او له ده څخه په اسانۍ پوښتنې وکړي.
 
***
 
د غويې کودتا شوې وه، اړودوړ پيل شوی و، خلک کوچېدلي وو، بې ځايه شوي وو، زندانونو ته اچول شوي وو، ښوونځي بند شوي وو يا اور ورته اچول شوی و. په دې لړ کې د وردګ ولايت د چک ولسوالۍ بمبمي لېسه هم وسوځول شوه او نور لومړني ښوونځي بند شو.
 
***
د سيمې مولوي صاحبان، مخور، مشران، ملکان، خانان په کور ناست حکومتي مامورين په يوه ټغر جرګه شول، ښوونځی يې د مدرسې په نامه پرانيست خو نصاب يې د ښوونځيو و. د تدريس چارې مولوي صاحبانو او د سوځول شوي ښوونځي ښوونکيو پر مخ بيولې. په مولوي صاحبانو کې مولوي محمد وصيل او مولوي عبدالصبور فرقاني لويه ونډه درلوده. ښوونکو او مولويانو د تدريس په مقابل کې له چا د مالي امتياز هيله نه درلوده. ښوونخيو د کروندې د کار تر څنګ  او مولويانو د امامت تر څنګ په ښوونځي کې تدريس کاوه او په کليو بانډو د دې لپاره ګرځېدل چې والدين او اوليا ښوونځيو ته د خپلو اولادونو د لېږلو لپاره وهڅوي، کله به چې له هلکانو او ځوانانو سره مخ کېدل هغوی به يې دې ته تشويقول چې ښوونځي ته ورشي.
 
***
مولوي صاحبانو هېڅ غيرحاضري نه کوله، نه يوازې دا چې غيرحاضري يې نه کوله، بلکې پر وخت به راتلل او هېڅ به نه ناوخته کېدل. معمولاً له داسې ښوونکيو سره زده کوونکي په تکليف وي، خو له دغو مولوي صاحبانو او د مدرسې د نورو ښوونکيو سره زده کوونکي ځکه نه وو په تکليف چې ماحول او چاپېريال يې داسې جوړ کړ ی و چې د ښوونکي راتګ ته سترګې په لار وي.
 
***
 
 
 
دا په چک ولسوالۍ کې د مولوي صاحبانو او د هغوې له ډلې څخه د ارواښاد مولوي محمد وصيل او ارواښاد مولوي عبدالصبور فرقاني نقش او رول و چې له قومي مشر، ملک، خان، په کور ناست د دولتي مامور سره يې اوږه په اوږه او ګډه د خپل وطن او خلکو خدمت کاوه.
دغو دوو مولوي صاحبانو په دې وروستيو کې له دې نړۍ سترګې پتې کړې. انا لله و انا اليه راجعون.
 
***
د دې مولوي صاحبانو تر څنګ يو ښوونکي چې هغه هم اوس له دې نړې سترګې پټې کړي رحيم الله نومېده، رحيم الله له رنګ تور و، توره يې ږيره وه، توره کورتۍ به يې غوښتې وه، کله به يې توره لونګي پر سروله او کله سپينه. د زده کوونکيو تر منځ معلم رحيم الله په تور معلم يادېده. په شوق او مينه به يې په لوړ غږ درس ورکاوه، ونې ته په يې توره تخته تکيه کړې وه او په سپين تباشير په يې کرښې پرې کاږلې. لاسونه به يې په تباشير سپېره وه.
 
***
دغو استادانو په سيمه کې خلکو ته لوی خدمت کړی. د يادو مولوي صاحبانو وينا ده چې موږ بايد د نورې دنيا سره ځانونه سيال کړو او د علم په ګاڼه باندې ځانونه اراسته او ښايښته کړو.  ارواښاد مولوي محمد وصيل او ارواښاد مولوي عبدالصبور فرقاني ته په منطقه کې ټول خلک لاس په دعا دي، دوی د تعليم په ډګر او په سيمه کې د اتفاق، يووالي، زغم او تحمل په اړه کار کړی او خلک يې دې ته تشويق کول چې په سوله او ارامۍ کې ژوند وکړي.
اروا يې ښاده، ياد يې تل.