بی خونده خبری(۴۲): سيما بی بی ثمر او...به شر!!!

وسیم سجاد،کابل
جنوري۲۰۱۲،۰۱
سیما بی بی د کرزي په ټیم کی یو له هغو کسانو څخه ده چی له متحد افغانستان څخه و هزارستان او غرجستان ته ډیره متعهده او ورسره متفقه ده. د جاغوري لور اوس مهال د افغانستان د به شر!!! د حقوقو د کمیسون مشرۍ په دویمه دوره ده. او دریمی ته یی کمپاین په لاره دی.
څه موده وړاندی ولسمشر د ټول ټاکنو د کمیسون کمشنران د خپلی هغی پخوانی کینی له وجی چی د ټاکنو پرمهال یی ورسره ګوته کړی وه لری کړل. له دی سره یی په حقوق به شر!!! هم نظر ولګید. یو مولا، یو حکیم او یو چلي یی لری کړل.
بیا د لته د مدني ټولنو یوی ګډی جرګه ګی ولسمشر دی ته وهڅاوه چی له یوی مخی په حقوق به شر!!! ولټیږي.
دا بره تور خطونه په مقدمی کی درسره واخلی. اوس به راشو سیما بی بی ته!




\"\"
سیما ثمر:
سیما اوس خپل دویم نوم د دری په هغه اصلاحی شکل یعنی سمر لیکي. سمر ببو د غزني په هغه ولسوالی کی زیږیدلی چی اوس مهال په پارلمان کی څه نا څه ۱۱ وکیلان لري—جاغوري.
د غزنی ټول ښوونځي یوی خواته او د جاغوري بلی خواته!!!
سمر په کابل پوهنتون کی ډاکټري لوستی او د کرزي د شایسته سالاری!!! له وجی پری لومړی د ښځو چارو وزارت او بیا د حقوق به شر!!! کمیسون ولوریدل.
که کوم بل څوک په دی ډول علمی پس منظر و دی مقام ته رسیدلی وای نو تاسو به جاغوري خیلو درسنیو شور او زوږ لیده!!!
په وطن کی د اړ دوړ له کبله،سمر د پاکستان کوټی ته لاړه. په مِشن روغتون کی یی په دنده پیل وکړ او بیا وروسته یی شهدا اداره منځ ته راوړه.
د شهدا اداری مشري یی د دویم میړه پر غاړه ده. د دغی اداری خدمات یوازی او یوازی د هزاره برادری لپاره دي او بس!!! د دی امکان شته چی شهدا اداره به له حکومته هم څه نا څه پیسی میسی د خدمت په خاطر اخلي.
اوس مهال چی د فنډونو د کمیدو او د ترو زامنو د وتو اوزی دي، نو بی بی سمر له شهدا اداری سره د دایمی ملاتړ په خاطر په بامیانو کی یو هوټل تعمیر کړیدی.

 
\"\"
د هوټل نوم دی نوربند قلا. نوربند په هزاره ګي کی ښکلی ته ویل کیږي. او د یو راوي په روایت چی د لور نوم یی نوربند دی!
نور بند هوټل ۲۸ د اوسیدو خونی لري چی د اطاق په سر ۶۰ ډالره چارجوي هغه هم که یو نفره وي. څه نا څه ۵٪ مراعت هم کوي. هوټل په بامیانو غوندی ځای کی سرینا دی. ښه ښکلی او مجهز خو لږ مدیریتی مشکل لري. د هوټل ناظر یوسف هم د جاغوریو دی. په کندهاري لهجه په پشتو روانی خبری کوي. قند سړی دی او ځان ټینګ حزبی معرفی کوي. د د دی هوټل مدیریت،اشپزي، حفاظت ټول د جاغوري خیلو په لاس کی دی.
له ما سره خو یی ښه رویه کړی او ورڅخه منندوی یم!!!
ما په بی خونده خبرو کی غوښتل چی یو عنوان\"په ننګرهار کی کاري موقع\" په نامه مطرح کړم خو بیا رانه همداسی پاتی شو.
که تاسو هغه د چا خبره لوی ننګرهار!!! ته تشریف ویسی نو پُر امن ځای به یوازی او یوازی سپین غر دولتی هوټل وي چی نه په کی نظافت شته او نه هم په کی مدیریت او نه هم په کی سړیتوب!!!
لوی ننګرهار کی د پښتنو ډیر ښاغلي او غښتلي خدمتګاران اوسیږي خو هیڅکله یی په دی اړه د کوم هوټل چی عصری وي او د خلکو د توجو د جلب کیدو سبب شي نه جوړ شو او نه یی هم دومره زر هیله په کار ده. دلته یو هوټل کوم، قدیر جوړ کړی وو خو هغه د ودونو لپاره وو چی بیا ورڅخه د کوم برید په پلمه د ابد لپاره وتړل شو.
دا چی دغه جناب له سرخروده لری دغه ځمکه، او هغه هم په دومره مهم ځای کی څنګه لاس ته راوړی، پوښتنی لا پرځای دي!!!
خو خفه نشی چی د جناب هوټل بند شو او پیسی یی عبث لاړی!!! نه داسی نه ده، حکومت به حتمی ورته میاشتنی کرایه سره له... جمع تشکري ورکوي!!!
نوربند هم د دغه تیر ۲۰۱۱ په جریان کی اباد شوی او زه یی ښه ابتکار بولم!!! که تاسو هم غواړی چی ټولنی ته خدمت وکړی، نو ښه به وي چی داسی دایمی حمایت ورته پیدا کړی!!!
نوربند میاشتنی ۱.۵ ملیون افغانیو څخه تر ۲ملیون افغانیو پوری عاید لري او دغه پیسی بیا په بامیان او جاغوریو کی جوړو شوو اشیانو
ته چینل کیږي.
د جاغوري لور!!!

\"\"
 
ځینی مهال، اغلی ثمر د هزاره برادری ترمنځ د پيدا شوو شخړو د حل لپاره د یوی مشری او یا هم د \"جاغوري لور\" رول ادا کوي!!! او تر ټولو لوی رول یی د ضحاک، د بامیان د ولایتی شورا د ریس او بامیان والۍ سهرابی ترمنځ د پیدا شوي کړکیچ حلول وو.
کولای شم ووایم چی ثمر په هزاره برادری کی یوه مطرحه مشره او اغیزناکه څیره ده!!! چی مونږ یی بیا د پښتنو او تاجکو ترمنځ بدیل نشو لیدلی.
د ثمر کارنامی:
ثمر د حقوق به شر!!! په دی اوږده موده کی څو کارنامی لرلی چی عبارت دي له:
الف: د حقوق به شر!!! د ځينو مادو او په اړه یی د عام پوهاوي په خاطر د ۱۲،۵۰۰زرو ډالرو/میاشت په ارزښت له ۸ صبح سره د تړون لاسلیکول. که دا خبره لږه و شاربو نو نو لږ کوچ راویستلی شو:
الف اول: ددی تړون په اړه ولی دولتی ورځپاڼی لکه هیواد،انیس او اصلاح غوره نه کړای شوی؟
الف دویم: ۸ صبح د جنایتکارو اخبار دی نو ولی بیا داسی اخبار غوره شو چی له جنایتکارو سره یی د نظریاتو په خپراوي کی مرسته کوي؟
الف دریم: او بیا ددومره وړوکی اعلان لپاره ولی دومره اوچت قیمت؟
بله کارنامه یی \"ب\":
د حقوق به شر!!! په زیاترو پوستونو د جاغوری د هزاره ګانو تعینول، زه تاسو ته دلته یوه احصایه وړاندی کوم:
د مامورینو ټاکل د ولایتونو په حساب:
ا.غزني: ۱۱۱
۲.کابل ۸۷
۳.هرات۵۳
۴.ننګرهار۳۶
۵.بلخ ۳۶
۶.بامیان۳۲
د مامورینو انتخاب د ملیتونو په حساب:
۱.تاجک:۱۸۹
۲.پښتون:۱۷۵
۳.هزاره:۱۷۰
۴.سادات:۴۷
۵.ازبک:۳۱
۶.قزلباش:۱۰
که تاسو په دی کی د هزاره برادري شمیر ته متوجی شی، نو لاندی شمیره به لاس ته راشي:
نو دوی کیږي ټولټال۲۲۷ چی په دی حساب کی قرلباش او سادات هم په دوی ورګډ شويدي. داسی کوم نر پښتون شته چی په داسی مستقل ریاست کی یی دومره پښتانه په دندو ګمارلي وي؟ ځواب به مو حتما نه وي!!! نو بیا پښتو او پښتنو ته خدمت ولی غ...،غ... کوی؟
دریمه کارنامه یی\"ج\": له کاتب انسټیټیوټ سره د ۲۳،۱۱۵ ډالرو په ارزښت تړون: دغه تړون د کاتب په نوم له هزاره پوهنتون سره لاسلیک شوی ترڅو حقوق به شر!!! ته دری جلده کتابونه چی ۳۵،۵۰ او پاوبالا سل ورقی کیږي ولیکي. د لته مالومه نه ده چی په دی کتابونو کی له کوم فهرست کار اخیستل شوی او کوم محتویات په کی ځای پر ځای شویدي. ښکاره ده چی په دی کتابونو کی به مرجع او ماخذ یا ماوو وي، یا به لینن وي او یا به ژان ژاک رسو وي. او دا خبره هم ځکه کوم چی د سیما ټيف(طیف) دا ډول دی. د لته بیا هم هماغه د شی،شی لاړ او دین، دین!!! ځکه هم پیسی ضایع شولی او هم کتابونه درد به خور  نه دي!!!
بیا هم ځینی برنی پوښتنی باید مطرح شي چی ایا کاتب پوهنتون په دی اړه ډیره تجربه لري یا هم دغه د کابل پوهنتون ګرګبلي؟!!!
څلورمه کارنامه یی هم\"له اشیانو ملاتړ\" او هغه هم په غزني او بامیان کی!!!
از ما میترسید!!!
کرزي لخوا په لری کړل شوو کمشنرانو کی یو د پخواني وزیر ځوی حکیم فهیم دی! او بل په کی کوم مولا دی او دریم هم چلي!!!
دغه چلي نادر نادري دی چی دو رګه دی. په انګریزی کی چی سپی دو رګه شي هغه ته مینګل ویل کیږي.
دغه نادري هم دی ته ورته یو دی. مور یی د لغمان او پلار یی دنورستان او یا هم دی ته ورته ترکیب دی. دغه جِناب له بی بی سی سره په مرکه کی ویلي وو چی مونږ یی ځکه لری کړو چی مونږ یو راپور برابر کړی وو او دغه راپور د چارواکو په کو... اور بل کړی دی نو ځکه!!!
کله چی یفتلی د دفاع وزارت د ۴۲ ملیونو ډالرو دوا او یا ورته تجهیزاتو د ورکیدو او یا پټیدو له وجی ګوښه کړای شو نو ویل یی چی مسایل قومی مطرح بود!!!
حکومت چی کله بیا صالح لری کړ،نو جِناب ویل چی فشار پاکستان بود!!!
حزبی همایون جریر چی په ټاکنو کی ماتی وخوړه نو ویل یی که از ما میترسید!!!
نو اوس خبره داده چی ولی میترسید؟ شما کدام کمال داشتید که حکومت از نبوغ تان میترسید؟!!!
دا څه ډول راپور وو چی په لسو کلونو کی ایله په ایله اوس مهال یی اغیز پیدا کړ؟
کمیسون او اړتیا یی؟
د به شر!!! حقوقو کمیسون ته نه کومه اړتیا شته او نه یی خلا کولای شي چی ستونزی رامنځ ته کړي!!! ځکه دلته خو د مجددی حکومت کمونیستانو ته عامه عفوه اعلان کړی او بیا وروسته د کرزي لومړني پارلمان ګرد سره معاف کړل. کمونیست له مجاهد سره اختصار شو او طالب طاقه پاتی شو!!! بیا طالب،امریکا او حکومتی چارواکی باید سره یو ځای حساب شي!!! او په فرصت کی محاکمی ته کش کړای شي!!! دا چی د سولی خبری روانی دي، نو مطمین یم چی طالب به هم معاف شي او خبره خلاصه. مور د مړ شوي،حلال شوي بوره شه!!!
نو په دی صورت کی اوس مهال کوم کمیسون او یا هم پری پیسی لګول یوازی په بیت المال له بوج څخه پرته بل شی نشم بللی.
کیدای شي چی ځینی خلک زما له بره نظر سره موافق نه وي او دوی به وایی چی کمیسون د ناظر په حیث ښه دی!!! خو د څه لپاره؟
کمیسون د امریکی په کومه بمباری غږ اوچت کړی؟
کمیسون او یا یی هم کار کونکو په کونړ کی د ماشومانو په قتل کوم خواخوږی ښودلی او یا یی هم کوم لاریون په لار اچولی؟
کمیسون په هسکه مینه،کندهار کی په ودونو کومه بمباری غندلی؟
کمیسون په ښځو باندی د تیری په مخنیوي کی څه کړيدي؟
او بلا دی ته ورته نوره پوښتنی؟؟؟
نو اوس ولسمشر او په درجنو مشاورین یی پوی شه چی پریږدي یی او که له منځه یی وړي. خو د سیما لپاره د تشویش خبره ځکه نشته چی که له دی ځایه لری شي نو د ښځو چارو وزارت هسی هم خانه خالی دی. کولای شي هلته یی معرفی کړي او یا یی هم د ټول ټاکنو کمیسون مشری ته یی ور وپیژني!!!
leekwal@yahoo.com