مذهب څه ته ويل کيږي؟

 مولوي عصمت الله عزام
الحمدلله وحده والصلاة والسلام علی من لانبي بعده امابعد:
له يوڅه وخت راهيسې يوه ‌ډله داسې پيداشوې ده چي شپه اوورځ دمذهب په خلاف خبرې کوي اوخلکوته داسې باور ورکوي چي داڅلورمذهبه دقرآن اوحديث سره په ټکرکي دي،په قرآن اوحديث باندې عمل نه کوي اوټول مذهبيان مشرکين يامبتدعين دي اويوازې دوی (سلفيان) پرحق دي اورښتيني مسلمانان دي . ددوی يودوه حوالې ليکم دبېلگې په توگه مشهور غير مقلد (سلفی) ابوالشکور عبدالقادر حصاروي  ليکي:
حق مذهب اهل حديث(بې مذهبي)دی اونورټول درواغجن اوجهنميان دي،نوپراهلحديثو(بې مذهبوسلفيانو)واجب دي،چي له دغو ټولو گمراهوډلوڅخه ځان وساتي (سياحة الجنان ص:۴)
همد اراز نوموړی ليکوال ليکي:دحنفي مقلدينو (دامام صاحب دمذهبيانو) دواړه ډلي:ديوبنديان اوبرېلويان بې شکه گمراه دي او د اهلحديثوپه څېر مسلمانان نه دي (سياحة الجنان ص:۵)
همدا راز نوموړی ليکي چي دامام صاحب مذهبيان ټول مشرکان اوبدعتيان دي
(سياحة الجنان ۵)
همداراز ددوی نورليکوالان لکه طالب الرحمان ، زبيرعليزئی،محمدجوناگړي،ابويزيد،اونورهم   همدغسې خبرې کوي
    دوی چي دامام صاحب رحمه الله دمذهب اومذهبيانوسره څومره کرکه لري،دهغې بيانول مشکل دی .
       دوی وايي چي دغوڅلوروامامانوته هيڅ اړتيانشته،هرسړی کولای شي چي پخپله په قرآن اوحديث باندې عمل وکړي،که څوک په عربي نه پوهيږي هغه دې دترجمې والاقرآن کريم اوبخاري شريف پيداکړي اومسئلې دې ترې راوباسي  په داسې حال کي چي ددوی دغه خبرې بلکل غلطې دي ځکه مذهبونه خودقرآن اوحديث تشريح اووضاحت کوي،بېل شی نه دی. په قرآن اوحديث باندې دامامانوله رهبرۍ پرته عمل کول شونی نه دی اوهرسړی نشي کولای چي په قرآن اوحديث عمل وکړي ځکه په احاديثوکي منسوخ هم شته،موضوع(له ځانه جوړشوي)هم شته،ضعيف اوکمزوري هم شته. .ددغوحديثونومعلومول د هرچاکارنه دی . نوله دې  امله علماءوايي چي په څلورومذهبونوکي ديوه پابندي کول واجب اوضروري دي . ځکه قرآن اوحديث ددرياب (سمندر)په څېردی،په درياب کي ډول ډول ملغلرې اوقېمتي غمي شته،خوپه دې هرڅوک پوهېږي چي هرڅوک ملغلرې اوغميان له درياب څخه نشي راايستلای بلکې يوازې هغه څوک يې راايستلای شي دچاچي لامبوزده وي،که دچالامبونه وي او ووايي چي زه غمي پخپله راباسم اوپخپله په درياب کي غوټه کيږم،نومعلومه خبره ده چي هغه سړی نه غميان اوملغلري راايستلای شي اونه به پخپله راووزي .
           نوهمداراز په قرآن اوحديث کي هره مسئله  شته ليکن راايستل يې دهرچاکارنه دی اونه يې هرڅوک معلومولی  شي،ددې لپاره ديوه داسې ماهرشخص تابعداري ضروري ده چي هغه په دين کي مهارت ولري اوددين
په رموزوپوه وي لکه دا څلورامامان،په ځانگړې توگه حضرت امام اعظم صاحب رحمة الله عليه .
           مطلب مې دادی چي داڅلورمذهبونه دقرآن اوحديث تشريح ده او مسائل يې له قرآن اوحديث څخه راايستل شوې دي. نوڅوک چي غواړي  په قرآن اوحديث باندې عمل وکړي نوهغه دې پرمذهب باندې عمل وکړي امام الهندحضرت شاه ولي الله دهلوي رحمه الله ليکي:
ان في الاخذبهذه المذاهب الاربعة مصلحة کبيرة وفي الاعراض عنها مفسدة کبيرة(عقدالجيدص۳۶)د دغوڅلورومذهبونوپه اخيستلوکي لوی مصلحت دی اوپه مخ اړولوکي ترې لوی فساددی .  همدارازنوموړی امام مرحوم ليکي:ولمااندرست المذاهب الحقة الاهذه الاربعة کان اتباعها اتباعًاللسوادالاعظم و الخروج عنهاخروجاعن
السوادالاعظم(عقدالجيدص۳۸)
)کله چي له دغو څلورو مذهبونوپرته نورحق مذهبونه ختم شول ، نوددغوتابعداري دسواداعظم تابعداري ده اوله دغوڅخه وتل له سواداعظم څخه وتل دي)
)سواداعظم هغه ډله ده دکومې دپلوۍ دکولوچي پيغمبرصلی الله عليه وسلم امت ته امرکړی دی) 
وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله وصحبه اجمعين