زه يوکلن شوم!!!

 

وسیم سجاد،کابل
ډیسمبر۲۰۱۱،۲۷
لیکل زما ارام دی. سیی دی چی زه ډیر پیسه دوست کس یم خو د دی باوجود هغه څه چی می کله نا کله څه، چی ډیر ځله می د ارام سبب ګرځي خپل لیکل می دي.
له خپریدو څخه وروسته یی بیا، بیا لولم. خوند تری اخلم. په خپل کار ویاړم. او په دی خوښ وم چی کار په دی ویاړي چی ما ترسره کړیدی.
ما تل هڅه کړی چی په خپله خوښه او خپل انداز الفاظ او کلیمات استعمال کړم. د قالبونو، سبکونو له چوکاټ او فریمه یی دباندی وساتم.
زه خوښیږم چی کله ګورم خلک می په لیکلو تبصری کوي، لیکل کوي او یا هم برښنا لیک رالیږي. زه یی مثبت او منفی اړخ ته نه ګورم. دا راته مهمه ده چی یو چا خو هغه دی لوستلي او خپل غبرګون یی څرګند کړی.
زه هم د عربی پسرلی یو نیالګی یم چی نیال شوی یم. زما د قلم رنګ د تونسی ځوان وینه ده چی تردی دمه یی ماته دم بخښلی. سیی ده چی نن سبا به خلک د عربی پسرلي په اړه ډول، ډول تبصری کوي خو هر څه چی وو، د هرچا توطیه چی وه  او هر څه چی دي لوی دیکتاتوران یی را وپرځول. او کوم چی بیا ونه پرځید د خدای(ج) توری ته برابر شول.
ګیله:
زما لیکنی به افغان سایټونو نه خپرولی ځکه زه دغو سایټوالو نه پیژندم. زه کوم مشهور لیکوال نه وم. په ځلونو می لیکنی لیږلي او نه دي خپری شوی. زه باوري یم چی داسی پیښی به له نورو کسانو سره هم ترسره شوی وي. خو نه پوهیږم چی ددوی معیار څه دی؟ دوی څه ورکوي چی لیکنه نه خپروي؟ دلته که رفیع نه یی، شپون نه یی، ... نه یی نو لیکوال او قلموال هم نه یی. نه دی څوک غږ اوري او نه دی څوک په خبره یقین کوي. خو هیله ده، امید دی چی دغه کلتور به په اینده کی سر خوري.  
ګرانو لوستونکو می په لیکنو د تبصری پرمهال څه او څه نه دي لیکلي. څوک می خوښوي. څوک می رده وي. او څوک بیا کنځا کوي. څوک می نذیر بشارت بولي او څوک می بیا شهرت ننګیال!!! خو زه یو هم نه یم!!! خو ددوی د لیکلو اغیز را باندی شته او زه یی منم!!!
یو چا د پاکستان د جلال اباد د قونسلګری موظف کس بللی وم او بل چا بیا د کوم بل استخباراتی چینل سره را ته د ګوړی لین جنګولی وو. خو ما ویل کاش!!! نن سبا په حلالو نه کور اخیستلی شی او نه هم اور بلولی شی!!! ددواړو لپاره لازمي دی چی څه نا څه فساد ته مخه کړی!!! نن فساد په وطن کی دومره خپور دی چی بیخی له معنویاتو شمارل کیږي. او نوی ارزښت دی چی منښت یی موندلی دی!!!
که څوک قلم ته رزق وایی نو فکر کوم چی په غلطه دي. ډاکټر که ډنګر وي، ملا که غټ وي او لیکوال که موړ وي نو شک ور باندی لازمي دی.  ځکه ډاکټر باید صحت مند وي او په افغانستان کی د صحتمندی تعریف چاغوالی او مڼدل والی دی. ملا باید له خدای(ج) په ترس او هراس کی له نورو مخکی وي. او لیکوال بیا د چا چمچه نه وي. په دی دریوو کی، دغه اخري دوه، که حکومت غواړي چی له شره یی په امان پاتی شي باید ښه یی ‍وساتي. خو فکر کوم دلته لیکوالان هم د ډبل عبدالله د ایتلافونو غوندی دي.
دلته لیکوال تر هغی یو څوک خاین بولي چی کتاب یی نه وي ورته چاپ کړی. کله چی کتاب یی ورته چاپ کړ نو خیانت یی له مالی کمک سره خلاص په خلاص شي. او موضوع حل!!!
په دی صورت کی بیا احسان الله کامه وال فرهنګ پال او پښتو پال شي!!! که مخکی یی څومره هم ننبایی کړی وي!!! فدایی بیا خبریال او قلموال او دین پال شي که څومره هم په ولایت کی بی کفایته او د فساد اصلي جرړه وي.
د لته لیکوال یوه ذلیله طبقه ده. دوی ته د چټیاټو په سترګه کتل کیږي. نه اثر لري او نه هم کش!!! د لته د لیکوال له ماغزو د چرګی ... ډیر ارزښت لري!!! د لته د یو کارتن هګیو قیمت ۳۶۰ افغانی دی خو د یو اوچت او ستر لیکوال تخلیق او کتابت بیا په سل افغانی هم خلک قیمت بولي نو په خپله فکر وکړی چی د چرګی کو... د لیکوال له مغزو قیمته ونه ارزول شوه؟!!!
د لته به لیکوالي د زړه په وینو کوی او کنځلی به هم په سړه سینه اوری او زغمی به یی!!! د لیکوالانو د تشویق لپاره یوازی او یوازی څه چی د دوی زړه یی نیولی هغه ددوی خپل تشویق او ترغیب دی لکه د شاروالی مزدوران!!!
شاروالی مزدور د نالیو ګنده ګي په خپلو لاسونو اخلي او ښار پاکوي خو په مقابل کی څه او څومره معاش ورکول کیږي؟ نو ستا ځواب به هم دا وي چی هیڅ!!! که لوستونکیه ، تاته ۱،۰۰۰ ډالره معاش هم درکړل شي نو دا کار به ونه کړی ځکه ته بیا خپل ځان ته شخصیت قایل یی، قوم لری، غیرت لری او .... خو بیا د شاروالی د مالټه يي رنګ کالیو والا هم همدا کار کوي او ته بیا په دی قار یی چی دوی خپله دنده په ښه ډول سرته نه رسوي!!!
هر سړی پیدا دی خپل کار لره کنه!!!
لیکوالان هم همدی ته ورته پدیدی دي!!! اهل کتاب تل په دی شکایت کوي چی پښتو ته کار نه دی شوی او یا هم نه کیږي!!!
نو ګرانو!!! حکومت خو د پښتون په لاس کی دی!!! وزیران هم ستاسو ماشاالله زیات دي!!! هغه څوک چی ته ورباندی افتخار کوی او طالب جان نومیږي هم ستا تره ځوی دی خو دوی ټول اول تا تر پښو لاندی کوي ځکه په تا کی څه شته نه!!! ستا رایه ورته اهمیت نه لري!!!  او ...
ګپ به لګوو چی خپه نشی!!! تاسو کله هم په پښتو کتاب روپی ورکړي؟!!! کوم لیکوال ته مو تشویقی ایمیل کړی چی کور مو اباد په دی ښه کتاب!!! او یا له دی لیکنی مو مننه!!! نو فکر کوم چی ځواب به مو نه وي!!!
زما د لیکنو یو کال وشو خو هغه سایټ واله چی زه ورته لیکل کوم هم کوم مننمیل را ونه لیږه. فکر کوم د لته، په دی ټولنه کی یوازی او یوازی مجازات شته او هغه هم اشد مجازات!!! د مکافاتو نوم به نه اخلی ځکه چی وایی کیدای شي د معاش د لوړیدو غوښتنه وکړي!!!
نو بیا څنګه توقع لری چی څوک دی در ته کار وکړي!!! لیکوال به هله لیکل وکړي چی قام د لوستلو کلتور ولري!!! کله چی د لوستلو کلتور نه وي نو بیا لیکل او چاته؟؟؟ پاړسک خو نن سبا ستا ادبیات هم تروریستي بولي!!!  
راځم یوی بلی خبری ته چی په دی کال کی زما لیکنو زما په فکر کش درلود!!! کوم سایټ ته چی لیکل کوم، نه پوهیږم هغه به په سایټ کی د لوستل شوو او ډیرو لوستل شوو لیکنو کومه احصایه وړاندی کړي او کنه!!! خو بیا هم ما ته چی ایمیلونه شوي او یا هم په سایټ کی کمنټونه ورکړل شوي ځینی لیکنی می ډیری اوچتی تلل شویدي.
خو بیا ځینو داسی مشوری هم راکړي چی له بی خونده خبرو تیر شم. څه علمي لیکل وکړم چی د خلکو په درد وخوري!!! دوی به ځکه دغه خبره کړی وي چی دوی به په هغه څه چی زه یی لیکم پوهیږي او لا به ‌ډیر پوهیږي!!! دا ځل می زړه دی، که کومه خودکش دهماکه کی قرباني نشوم!!!، علمی لیکل به هم کوم!!! او ښه خوندور به یی کوم!!! زه به هلته هم ځان ثابتوم چی داسی یی هم لیکلی شم!!!
ولی د ځان په اړه؟
خود ګوید ماته ارزښت لري نه عطار ګوید. ځکه نن سبا اول عطار ستا په اړه څه وایی نه او که وایی یی درواغ وایی. په کینی یی وایی. نو ښه داده چی په خپله یی ووایی. زمونږ د پوهنتون پروفیسور ډاکټر محمدانورحسن به د خپل ځان صفت په خپله کاوه.
ما نه غوښتل چی لیکل وکړم او یا هم وخت په دی تیر کړم ځکه وخت پری ډیر لګیږي او ګټه یی په هیڅ حساب ده. که کوم اخبار ته لیکل کوی چی څه نا څه روپی هم ورکوي نو باید ۱۵ واسطی ورته پیدا کړی او بیا به یو څو ازمایشي لیکنی کوی او بالاخره که خوښه یی وه نو مني دي او کنه خبره لاړه.
تاسو به می هم خود خوا بولی چی ولی می د ځان ډیر صفت کړی!!! خو ګرانه که غواړی چی بدلون راولی او سنت مات کړی نو ابتکار به کوی او دا زه ابتکار کوم او تاته لار خلاصوم چی د خپل ځان په اړه ولیکه چی و پیژندل شی. ترڅو چی ته ځان ونه پیژنی نو خدای نشی پیژندلی.
 پښتانه لیکوالو، یو وخت چی به یی کتاب لیکه، تر هغه چی زما یادیږي. اوس می له لیکوالانو سره دومره راشه درشه نشته!!! نو دوی به یوی بلی مشهوری سټی ته مخکی له چاپه وړه او هغه ته به یی ویل چی یو څه پری ولیکه او ښه!!! پری ولیکه. ګوته و نه کړی، انتقاد ونه کړی او څه او څه!!! او کیدای شوای چی دا ډول کار به د کتاب په خرڅلاو باندی هم اثر درلود!!!
زما نیګړتیاوی:
زه په دی "یا" ګانو کی ستونزه لرم. غواړم چی په دی اړه له چا سره کینم او تری زده یی کړم. بله ستونزه می کیدای شي دا وي چی په ځينو خود ساخته رهبرانو لکه لګیږم. کیدای شي دا می ستونزه وي. خو هڅه به وکړم چی په راتلونکی کال کی له دی مرضه ځان وباسم. خو خبره دا ده چیزی که در دیګ است در کاسه... کله،کله باید ووایم چی په دغو یی باید ولیکم نو دوی لیډران نه بلکی لډران دي!!!
په زور راغلي او له ۲۰۱۴ وروسته د تیښتی لپاره ځای لټوي. پاتی به زه وم او هغه څوک چی اوس یی دفاع کوي.
په یاد ولری دغه رهبران له خلکو د پاکستانی ساتهی او یا هم انګزیزی کنډوم غوندی کار اخلي. کله چی ګټه تری پورته کړي نو غورځوي یی.. مخکی له دی چی وغورځول شي نو باید خلک هم خپل ټاکلي هدف ځان ورسوي.
زه کیدای شي نوری ستونزی هم ولرم او کیدای شي چی زه ورته نه وم متوجی شوی. که په دی لیکنه کی د هغوی یاد نه وي شوی نو له تاسو هیله کوم چی راته ویی لیکی او ورته متوجی می کړی!!! ځکه د یو کلن زما غوندی کس خبری او لیکنی باید له دی اوچتی نه وي!!! ځکه چی بیا به د هغو پخو او زما غوندی خامو ترمنځ توپیر څه وي!!!
مننه:
له یوه ډاکټر څخه مننه چی اوس مهال یی زه د اخلاقو تر اغیز لاندی یم او هیله ده چی ډاکټر به نه بدلیږي. او له یو بل مولا څخه مننه چی په ډیر چل یی زما پته پیدا کړه او زه یی بیا د روهی قراردادي کړم.
تر بل کال بیا!!!
leekwal@yahoo.com