د جدي شپږمه او افغان ملت

رفيع الله زيار
د جدي په شپږمه نېټه، چې کله د روسي ځواکونو د پوره قوت سره افغانستان ته راغلل، نو له هغې وروسته په هېواد کې د مداخلې لپاره ګاونډيو هېوادونو او همدارنګه نورو هغو هېوادونو ته، چې د اسيا په زړه يعنې په افغانستان کې ډېرې ګټې خوندي وې د مداخلې لاره هواره کړه او همدارنګه د ګاونډيو هېوادونو استخبارتي کړيو زموږ په هېواد کې دې ته لاس رسى پيدا کړ، تر څو دلته له بېلابېلو لارو خپل تبليغاتو ته لار هواره کړي او په دې هېواد کې د ځان لپاره داسې لارې ګودرې پيدا کړي، چې له مخې يې د خپلو هېوادونو لپاره شومې ګټې تر  لاسه کړي.
همداسې وشول، په افغانستان کې افغانان د جګړو او تېريو له لاسه دې ته مجبور شول، چې خپل پلارنى کلى او ټاتوبى پرېږدي او پر ځاى يې نورو هېوادونو ته په داسې حال کې کډه شي، چې ښځې او ماشومان يې نه يوازې په پښو کې چپل او بوټ نه لري، بلکې په ډېرو ځايونو کې زموږ د خويندو پر سرونو پوړني هم موجود نه ول او د غرونو ازغنې او پرښه لرونکې لارې يې د شپې په تيارو کې ددې لپاره ووهلې، چې له دې هېواد نه د خپل سر او اولاد د خوندي کولو لپاره نورو هېوادونو ته لاړ شي.
دوى، چې کله نورو هېوادونو ته لاړل، نو هلته يې په داسې يوه حالت کې ژوند غوره کړ، چې د کور پر ځاى يې سر پټونى خيمه او حطا په ډېرو کېمپونو کې يې د سر پنا ځايونو هم موجود نه وو او دوى خپل هغه نازک اولادونه، چې په خپل هېواد کې يې د زېړې غوا غوړويو نه بل څه نه ورکول، نن يې دلته پردي هېواد په سپېره دښته، سره ګرمۍ او د شنه اسمان تر چت لاندې اچولي وو، چې رنګونه يې لمر سوي وو او هغه ګلالۍ څېرې، چې دوى درلودې نن د تور څادر په څېر وې.
د همدې روسي ځواکونو د مداخلې او خونخوارې جګړې له لاسه زموږ خويندي او وروڼه د سختې لوږې او تندي سره مخامخ شول او بالاخره د کار او روزګار د نه پيدا کولو له امله دې ته مجبور شول، تر څو د خپلو اولادونو د ساتلو او روزلو لپاره په ښارونو او کوڅو کې په سوال لاس پورې کړي او له همدې لارې اولادونو ته روزي پيدا کړي.د سوال کولو تر څنګ به زموږ په خويندو پسې ډېر وخت د نورو هېوادونو اوسېدونکو په دوى پسې په داسې حال کې ستغې سپورې ويلې، چې د دوى له زړونو به سرې وينې څڅېدې او له سوال کولو به ورته بله لار پاتې نه وه.
له لس کلنې درنې جګړې وروسته، چې کله په هېواد کې روسان ووتل او موجود نظام او منظمه اردو هم له منځه لاړه، نو په دې سره ډېرى افغانان خوشحال وو، چې پر موږ دې ستونزې او مشکل تېر شوي وي، خو چې اوس په هېواد کې يو داسې نظام رامنځته شي، تر څو وکولاى شي د افغانانو پر زخمونو او ټپونو درمل کېږدي او دوى ته په رښتيا سره خدمت وکړى شي.خو برعکس داسې ونه شول لکه څنګه مې چې وړاندې وويل: نورو هېوادونو دلته خپلې شومې ګټې درلودې، نو دوى يې پرېنښودل، چې دلته نه يوازې دولت رامنځته کړي، بلکې په دوى کې يې داسې کار وکړ، چې تر څو کلونو پورې يې په خپلو منځو کې داسې خونړۍ جګړه وکړه، چې يوازې په پلازمېنه کابل کې يې تر ٦٠٠٠ زرو زيات کسان ووژل او په روغتونو کې د ټپيانو د درملنې لپاره ځاى نه و او چا به چې روغتون ته ټپي وروړ، نو د روغتون مسوولينو به دروازه پسې رابند کړه او دوى ته به يې وويل: نور موږ دلته د ټپيانو د درملنې لپاره ځاى نه لرو.
هغو افغانانو، چې دوى ته يې يو څه هيلې لرلې هم د خاورو سره خاورې شوې، ډېرو يې چې دا بد حالت وليد، نو بېرته يې په ګاونډيو هېوادونو کې پاتې کېدل ښه ووبلل او هېواد ته رانغلل او اوس هم موږ او تاسو وينو او اورو، چې د همدې روانې جګړې له امله په نورو هېوادونو کې پر پرتو افغان کډوالو څومره تکليفونه او مشکلات تيريږي او په دې نږدې وختونو کې ايران يو ځل بيا نيت لري، تر څو په دې ساړه ژمي کې افغان ګډوال هېواد ته په داسې حال کې راوشړي، چې دلته اوسنى دولت د زياتو ستونزو سره مخامخ دى او له بلې خوا دلته د ژمي موسم دى، نو په دې ګډوالو کې داسې خلک ډېر دي، چې دلته په خپل هېواد کې د سر پنا ځاى نه لري، که چېرې دوى بيا په لېرو سيمو کې ژوند کوي، نو هلته د امنيت ستونزه موجوده ده او دوى نه شي کولاى، چې هلته خپل پر مخ يوسي.
نو هر افغان د جدي شپږمه ددې لامل بولي، چې په هېواد کې يې جګړه رامنځته کړه او دلته تر ميليونونو زيات انسانان د مرګ اژدها خولې ته واچول شول، همدارنګه روانې جګړې تر ميليونونو پورې معيوبين، ګونډې او ياتيمان راته پرېښودل، چې تر اوسه پورې يې افغانستان او افغان ملت تشه احساسوي.نو ددې حالت نه به اخر کله راوځو او کله به ددې بد حالت سره مبارزه کوو او دا يوازې په دې نه کيږي، چې هم زه لاس تر زنې کښېنم او هم نور وروڼه.موږ ددې حلاتو سره بايد د يو او بل د تخريب پر ځاى اوس داسې مبارزه وکړو، تر څو دا خلک او کړېدلى ولس نور له دې بد او کرغېړن حالت نه وژغورو او پر ځاى يې د دوى لپاره خوشحالي او نېکمرغي راوړو، همدارنګه دا هېواد د تل لپاره نور د بل له اختياجې څخه د تل لپاره خلاص کړو او د بيا ځل لپاره يې پرېنږدو، چې دلته د بېګناه افغانانو ويني په لښتيو او ويالو کې وبهيږي.