بی خونده خبری(۴۱):تور تم دی تور ماښام!!!

وسيم سجاد،کابل
ډیسمبر۲۰۱۱،۲۷

 

له نن څخه ۳۲ کاله مخکی سرو په وطن حمله وکړه او د انګریز د وخت یتیمان چی اوس پلارونه او یا هم نیکونه شوي وو؛ څه نا څه د ژوند په خوند پوی شوي وو یی یو ځل بیا جنګ ته را دعوت کړل.


کارمل په روسي غول پیکر ټانک سپور هیواد ته ننوت او د ترکي او امین لخوا را منځ ته شوی سیستم یی وپرځاوه.
سلطان علی کشتمند چی خلکو شیطان علی ریشخند باله لومړی وزیر شو. ملی پخلاینه اعلان شوه خو واک د بادار په لاس کی وو.
پاکستان وار له مخه ربانی مرحوم، کمکیان مسعود او حکمتیار لا د وخته ټرین کړي وو.
کمونیست په خپل خره سپور وو او د بل یی نه اوریدله. اذان،لمونځ،خدای ،کتاب او... یی توره ارتجاع بلله.
عجیبی نخری او قضیی روانی وی. دوی ۳۰،۰۰۰ انقلابیان د اوښتون لپاره بس بلل. ځوانان یی د مغزي شستشوی لپاره مسکو ته لیږل. ترڅو په انقلابی روحیه وروزل شي ترڅو له انقلابه دفاع وکړي.
میترا،کترینا او څه او څه نومونه عام شول. شراب به د شوروي د سلامتیا لپاره پورته کیدل او جشنونه!!!
کارمل هغه افغان نه باله چی په افغان-شوروي دوستي یی باور نه درلود. او هغو ته چی په زړه کی یی هم دا ډول محبت ته بد کتل له ګونده یی د وتلو غوښتنه کوله.
خو بیا دده مینه له شوروی زیاته له اناهیتا راتب زاد سره وه. کارمل چی اصل و نسب یی اوس هم د پوښتنی او ګرویږنی وړ دی غوښتل چی د خپل واک د پایښت لپاره نور د شوروي هره غوښتنه او هره کړنه ومني او تایید کړي.
په ولایتونو کی جهاد روان وو او تر ټولو ډیر بمونه په مونږ وریدل. جهاد له ځدراڼو او کونړونو پیل شو خو اوس د جهاد او مقاومت ډنډوره او کریډیټ پنجشیر اخلي ځکه چی مونږ د سر سړی نه لرو!!!
د شوروي خلاف نړیوال مطبوعات ښه ګرم وو او زمونږ مقاومت د نړی د ترحم وړ ګرځیدلی وو او د دی لپاره یی عربان هم بسیج کړي وو. عبدالله عزام له فلسطین څخه،افغان جهاد ډیر مقدم او قیمتي باله. هر هغه څه روا وو چی دښمن یی کمزوری کاوه!!! هغه که حتی د جومات ړنګول هم وو.
مجاهدین هم په غور کی وو او خپل جهاد یی د بدر او احد له غزاوو سره مقایسه کاوه. دومره په اسلام کی ړانده شوي وو چی خپل جهاد یی له صدر اسلام څخه لوړ ګاڼه. د حکمتیار د نوم اخیستلو سره به دی، که امیر او ورور نه ویل نو په تزکیی د شک پیدا کیده.


حکمتیار وو،دربار وو او ټاون وو. فرهنګی کمیټی وی او د وزارتونو پرکټیسونه روان وو. د ډاکټر عبدالله د نن ورځی ایتلافونه او منډی ترړی چی ګورم نو هماغه وخت را یادیږي.
اسلامی ګوند وو، جمعیت وو او دواړو ته یو بل کافر ښکاریدل. اتحاد و شو چی حرکت او اتحاد یی رامنځ ته کړل. چی دی ایتلاف دوه نوری څیری هم رامنځ ته کړی چی یو یی د هغه وخت ببر غلام رسول او اوسنی اصلاح شوی سیاف استاد وو او بل مرحوم محمدی محمد نبي!!! محمد نبی چیری هغه مهال په کوټه کی خوار پړکی ملا امام وو چی بیا تری رهبر جوړ شو او دا دی اوس یی ځوی د خلکو په روایت له خانم نغمی سره پیار لري!!!
سپینه شګه وه او د سیاف استاد خټین جومات وو.
سیاف عمر ثانی وو او حکمتیار د صدیق په نقش قدم روان وو. د علی شجاعت په حکمتیار کی او د عثمان د پسونو سخاوت په سیاف کی ځلیدل.
جهاد وو، ډالر وو، ریال او درهم وو. عربان وو او د پاکستاني ملایانو فتواوی وی. وهابیزم ته تبلیغ وو او...
ولی خان وو، ببرک ولی بهایی،بهایی وو او...
ګورنر هاوسونه او سفرونه وو. ورسک وو، چراټ وو، صده او پاړا چنار وو. تری منګل وو او خړ ډنډ وو.
د حکمتیار اطلاعات وو او کبر وو.
شعارونه وو:روس مو ۱۵ ټوټی کړ او امریکا به ۵۲ ټوټی کوو!!!(ان شاالله)!!! دغه دویمه ماته ګپ ښکاریده خو زه څه خبر وم چی حکمتیار صیب دومره لرلیدونکی دی!!!
د وخت مشهوری او نامی ترانی وی چی تور تم دی تور ماښام دی، شپږمه ورځ د جدي. درومی حنظله(رض)،پاتی کیږي نن غزا کوي؛ څومره بهترین دی چی رسوالله(ص) یی جنازه کوي!!!
دغه ترانی د هر ماشوم او هر مکتبی په خولی وی!!!
زما له ماما سره کوم مجاهد وو. کومه ورځ یی له مجاهده پوښتلي وو چی هلکه څو سورتونه دی زده دي، دده ځواب وو دری: الف: قل هوالله(چی هری ښځی او هر نر زده دی) ب: انا اعطینا ج: درومی حنظله
دوی جهاد کاوه خو اسلام یی نه پيژانده او نه هم دوی دغه مسلی ته اړتیا لیدله. تکړه قوماندان هغه وو چی د شهیدانو څلی یی د چنګیزیانو غوندی له نورو اوچت وای او په دی به یی بیا په پیښور کی مسابقی او مناظری کولی. هر عملیات باید د فتوحاتو پرځای شهیدان ډیر لرلی.
دغه ډول کیسی په کمونیستانو کی هم وی!!! کمونیستان هم شنه وو!!! هغوی هم د مجاهدینو غوندی کمونیزم نه پیژنده!!! هسی یی اوریدلی وو!!!
روسان راغلل او لاړل. دغه دی یو ځل بیا تاریخ تکراریږي. شنه سترګي راغلل او ځي به خو د چا چی مور بوره شوه،الله دی ورته صبر ورکړي، که د چا زامن د خاورو لاندی شول حساب به ابله نړی کی کوو ځکه دلته خو څوک مونږ ته ځان حساب ده نه بولي.
او نه را ته په اهمیت قایل دي!!! له روسانو راتګ سره مونږ د رهبرانو له پلورلیزم سره مخامخ وو او په وتو کی مونږ بیا کس نه درلود!!! او همدا پیښه لکه د شنو سترګو په وتلو سره هم تکرار شي!!!
بس کسیکه مُرد،مُرد؛بُرد،بُرد و خورد، خورد!!! د لته اوس لانجه په دی ده چی روسان چا راوستل؟ امین که کارمل!!! پرون هغه دی جناب علمي هم ویل چی خانمش یک روز ګفت که روس ها من را نمی کشه و این دلیل میشه که امین روس ها را دعوت کرده!!!
نو که پورته خبره تحلیل شي او وڅیړل شي نو منطقی بنسټ به یی څومره قوي او غښتلی وي!!!
نړی اووه عجایب لري خو که د افغانستان هیواد هم پری ور ګډ شي نو اتمه عجیبه به وي!!! ځکه خاینین معاف شول!!! مجاهد د کمونیست ورور شو او د میری ځوی په کی طالب جان راووت!!! یو ځل بیا وایم چی مرګ په ملت!!! مرګ په ملت!!! مرګ په ملت!!!
 
leekwal@yahoo.com