بی خونده خبری(۳۹):لو،سيک اينډ دهوکه!!!

 وسیم سجاد،کابل
ډسمبر۲۰۱۱،۲۴
کله چی زه وایم سیکس له لومړنیو اړتیاوو څخه دی نو زیاتره راباندی خاندي. کله چی خیټه ډکه وي،کور خپل وي، خونه ګرمه وي او معاش رارسیږي نو یواځینی شی چی بیا ورته اړتیا پیښیږي هغه بیا سیکس دی.
جومات کی ملا به په پوست سپینو هلکانو او جینکو ته په ورانه ټپ ورکاوه او ویل به یی چی درس دی نه دی زده. په مخ خو ملایان حتمي وار کوي او کیدای شي چی دلیل یی هم په پوست مخ لاس وهل وي. زمونږ عربي استاد به په کوناټو هلکان وهل!!!
سیکس هرڅوک خوښوي خو څوک یی وایي او څوک یی زړه کی ساتي چی بیا یی بخار دننه  زړه ور خوړینه وي.
اصف ننګ خو په"فرښتی په دوزخی رول کی" سیکس، په ښه شدو مد سره څيړلی دی. اصف ننګ هم د حکمتیار له چوکرو څخه حسابیږي خو بس دا ښکلي،ښکلي وفادار نه وي!!!
زما عنوان د هندي سینما د د یو وتلي فیلم له نوم څخه اخیستل شوی چی بنرجی ډایرکټ کړی، ایکتاکپور او شوبا کپور تولید کړی دی. راج کمار یاداو،شروتی او یوبل کس ورکی ستاری دي، په اوی لکي،لکی اوی سندری پیل کیږي.
مارشال عجیب چیز دی چی یو واری اشتها راشي نو بیا نه ګوري چی څه پیښیږي او څه انجام لري؛ سر به خوروي چی درسره یم خو چی بیا یی وکړی نو له خولی یی لاړی روانی وي او بیا به درته وایی زه درسره نه یم.
دغی لانجی خو د نړیوال وجهی صندوق مشر ستراس کان په غم واړوه. شی،شی ورڅخه لاړ او ولسمشري،ولسمشري. هم یی بانک له لاسه ورکړ، هم یی ټول ټاکنی. هم له دندی ګوښه شو او هم له ګونده ووت.

د ملی ایتلاف مشر هم له مریم نجفی سره په ورته غضب اوښتی وو خو بلا وو برکت یی نه!!! حتی لا تراوسه ډیر خلک پری خبر نه دي چی پیښه څه ډول وه او څه شی وو. ځکه نه ډاکټر تکړه اپوزیسیون مشر دی او نه یی هغه څوک چی له ده سره جبهه ګیري کوي د کار خلک دي. کنه له دی معاملی څخه و ډاکټر ته بلا لویه کیسه جوړیده. ښکلی کیسی پری لیکل کیدی، تصویر یی  رسنیو هم په خپله ګټه نشرولی شو. هم به ثواب وو او هم به خرما!!!
خو د مچ غوندی به لاسونه وموښم او وبه وایم چی ای هی!!!
د اسراییلو پخوانی ولسمشر موشی کټسو په خپلی سکرتری باندی د حملی له وجی ۷ کاله زندان ته لاړ. نه پوهیږم چی اسراییلو له موشي سره ولی داسی کار وکړ؟ سکرتری ته ددویمی ښځی په سترګه هم کتل کیږي. نو بیا ولی موشي زندانیږي؟ اوس مهال سکرتری نوم بدل شوی؛اوس ورته شخصی مرستیال ویل کیږي—پرسونل اسسټنټ!!!
اصف ننګ بیا دوه ساتلي دي. یو عزیز او بله ییی یوه جلکی ده. اصف نیم چه مولا دی چی په دی کار سره یی  خپل ماضی ساتلی او هم یی ځان له مډرنیزم سره یوځای کړیدی.

برلسکوني خو د ښکلو جینکو لپاره ښکلی تعمیر په کرایی نیولی وو. له مراکشی جلکی سره یی لین دین وو. څو واری ولسی جرګی په دی اړه کش کړ خو روغ ووت.
د سیکس داسی یوی معاملی بیل کلنټن ساری ته را کش کړی وو. مونیکا لیونسکی به د هیچا له یاده ونه وځي!!!
برلسکونی لږ بی کبره وو؛ کلاس او شان ته یی نه لیدل خو خپل ځان یی سړوه. ربي ډانسره وه خو ده ورسره پخی اړیکی لرلی او لور یی تری وزیږوله!!!
د سیکس یوی بلی معاملی خو د امریکی د کانګرس دوه غړي  له خپلو چوکیو و استعفی ته مجبور کړل. یو وو او بل انتونی وینر. دغه اخري یی  بل کار نه کاوه یواځی یی د مارشال!!! عکسونه چاته په موبایل لیږلي وو.
د سیکس مقدماتی ګامونو ته عشق ویل کیږي. لکه د کمونیزم سوشلیزم!!!
څوک بیا له دی ګامه مخکی تلی شي او څوک بیا ناکام شي. زمونږ قذافی هم له کوڼډی رایس سره مخکی لاړ نشو تللی. د توری ببو زخم یی له ځان سره قبر ته ویوړ.
هغو سیمو کی چی مخالف جنس نه وي نو بیا خلک هلکانو ته مخ کوي. په کلیو کی د جینکو پرځای له هلکانو سره انډیوالي!!! ته ډیر مخ کوي. دا چی کله پښتانه شاعران د سرو شونډو او یا هم د زلفو خبری کوي نو دماغ می ورته خراب شي چی هلکه تا خو ټول عمر له هلکانو سره عشق(بچه بازي)!!! کړی نه له جینکو سره نو بیا یی څنګه ته تعریفوی. واقعاً نابغه یاست!!!
ملایان هم د جینکو پرځای له هلکانو سره ډیر محبت لري ځکه چی جینی طالبه نه لري. د ملایانو د دا ډول کیسی ډیری زیاتی دي. بس سړی به څه وایي دوی هم زړه لري!!! د هلکانو او تنکیو ماشومانو یوی معاملی پاپ سندرغاړی مایکل جکسن هم تر محاکمی کش کړی وو.
رومن کاتولیکی کلیسا هم ورته معامله لرله. عیسوي ملایان پرخپلو شاګردانو ورختلي وو!!! چی لانجه یی پاپ بینیډیکټ بخښنی ته اړ ویسته!!!
کله،کله بیا خلک نه له جینکو سره سیکس کوي او نه هم له هلکانو سره!!! خپل ځاني سیکس ته ترجیح ورکوي چی په دی اړه تاسو هم او زه هم خپلی تجربی لرم!!!
دغه ډول یی ډیر زیانمن دی. خو په اړه یی نه ملایان خبری کوي او نه هم معلمان!!! خو ځينی روانشناسان دغه ډول کړنه د خودي-سیکس ښه مثال بولي چی ښځی هم تر ۲۰٪ ورته مخه کوي.
د مسلمان تر ټولو لویه کمزوري ښځه ده. مسلمان هیڅکله ښځی ته نشي ټینګیدای. مولوی خالص بابا په زړ بوډی کی هغه مهال چی په پاړاچنار کی وو، له پیغلی سره ګوړه ماته کړه. د پیغلی ورور ته یی بیا هغه مهال بلا وسلی ورکړی وی او د څو نفرو مجاهدینو مشر یی هم په لاس کی ورکړی وه.
رباني هم له خپلی هغی څخه ډیر ډاریده!!! بابایی ملت همایون،ظل الله شاه عبدالظاهر له ملکی حمیرا پرته د کوم زرمتی فرقه مشر له لور سره پټاسه خوړلی وه خو بیا وروسته حمیرا زور وره شوه.
په پخوانیو کی حبیب الله امیر هم بلا سړی وو. سل یی لرلی. د شپی لپاره یی ټولی د ډنډ غاړی ته را ټولولی او یوه یی تری اوچته وله. هغه هم په دی ډول په هیواد کی ملی مشارکت ساته لکه چی اوسنی هغه یی ساتي خو دی بیا له هلکانو دا ډول کار اخلي او هغه هم له پخو هلکانو!!!
 داسی ویل کیږي چی ډیر سیکسی خلک لایق او تکړه وي. شکسپیر هومو سکشول وو. تاسو وګوری چی نن په انګریز کی څومره غټ نوم لري.
د ولسمشر پخوانی ویاند وحید جان به خو تاسو نه وي هیر کړی. هغه هم ویل کیږي چی دهلکانو مریضي درلوده. په خپل وخت کی یی څومره کش درلوده!!!
د کلیو پراختیا وزارت جارو هم وایی مریض وو او د پوهنتون پرمهال یی خپل پټی شین ساتلی وو. کیدای شي چی کله مجبوري سړی دی ډول پیښو ته وهڅوي. ده به هم په اسلام اباد کی مصارفات لرل. څه یی کړي وای. مجبور وو!!!
د امریکی له یرغل سره ډیر خلک کون... شول. د دفتري هلکانو لپ ټاپونه که وګوری نو کمپیوټرونه یی درو شیانو ډک وي:
الف: د مدیریت،محاسبی او ... نوټونه چی ډونلوډه وي یی خو وایي نه. دلته دغه خبره صدق کوي چی احمق مالومات ټولوي او هوښیار یی غوره کوي. دوی دی ته نه ګوري چی څومره خت د لوستلو لپاره لري!!! خو بس را غورځوی یی، فولډری ورته جوړوه او بس!!!
ب: سندری او فیلمونه!!! سندری هم داسی نه چی مانا او مفهوم ولري بلکی چی سواتی او پنجابی کو... پکی تاویږي او بس!!!
ج: سیکس، دغه دوستان چی په باندنیو هیوادونو کی اوسیږي نو پوی به وي چی سیکسي ویډیو ګانی په ډیر لوړ قیمت سره په باندنی نړی کی خرڅيږي ځکه چی د سیکس ویډیو جوړونکو ته د اکشن پرمهال په سانیو او دقیقو پیسی ورکول کیږي خو دلته په افغانستان کی لپ ټاپونه تری ډک دي او هغه هم مفت!!! نو چی داسی ده نه بیا خو هغه دی اسامه مرحوم هم کتل!!! اصف ننګ هم د سیکس ویډیو د کتلو اجازه ورکړی او کولای شی کتاب یی"فرښتی په دوزخي رول" کی وګوری!!! ده ظالم به وردګ صاب ته څومره دا ډول ورانی مشوری ورکړی وي!!! توبه الله(ج) توبه!!!
کال وړاندی پاکستانیان، په انټرنیټ کی د لوڅو ویډیو ګانو او انځورونو په لټون کی اول شوي وو خو حرامیان بیا مونږ ته اسلامي اخلاق ښیي!!!
 په کابل کی د هلک،جینی،مشر او کشر د ټولو بحث پر جینکو دی. په ټکسي کی به یو سړي له ټکسي سر راویستلی وي او ورپسی ګوري به!!!
زه هم دا ډول یوه خاطره لرم!!! سهار مهال چی لا ۷ بجی نه وی شوی یوه دفتر ته ترڅو په وخت ور ورسیږم روان وم. ټکسي می ونیوله!!! ټکسي هم پاکستانی الټو وه او ښه نوی وه!!!  په فرنټ سیټ کی یی ناست وم چی یوه ښکلی جلکی می ولیده!!! ښکلی به وه او که نه وه خو برجسته پُرزی یی ښی راویستلی وی او همداسی می اورمیږ ورپسی کوږ کړ!!! ټکسي والا په اوږی ټپ راکړ او راته کړه یی"موټر ورپسی ور وګرځوم!!!" سخت یی په خندا کړم!!!
د دیموکراسی لس کاله تیر شول خو مونږ ساړه نشولو!!! د جګړی مو له دیرشو کلونو ډیر عمر شوو خو مونږ لا تراوسه انتقام اخلو!!! په اسلام وژل کوو خو لمونځ مو لا تراوسه زده نه دی!!! اسلام لا تراوسه نه پیژنو!!! عجیبه معما ده چی حل ورته موندلی نشو!!! دا ځل خو د پوهنتونونو استادان یی هم په حل کی ناکام شول!!!
خبری به کوو چی زړه مو تنګ نه شي!!! په کمونیستانو کی پرچمیانو هم سیکس ته کار ویلی وو!!! او په مجاهدینو کی د رباني ګوند غړي په دی مقابله کی اول وو او دي!!! دوی سیکس ته پوره کار وایي. یو واری چی دوی کوم مقام ته ورسیږي نو بیا له هرڅه یی ډیره توجو سیکس ته وي!!!
پیران او حضرتان هم سیکس ته په بده سترګه نه ګوري!!! کله،کله بیا ځینی نور پیدا کیږي چی کور ناستی ښځی ته د زړی میښی په سترګه ګوري او په غوجل کی یی له ځان سره تړل نه خوښوي لکه د پاکستان شیخ رشید!!!
هر څه چی وو او دي!!! جینکو او هلکانو ته د هوشیار باش مشوره ورکوم!!! ښه خبره به داوي چی واده ته مخه کړي او که ډیر/ی ګرم/ی و/و/ی،دویم دی وکړي؛دریم دی وکړي او بیا څلورم!!! څومره چی سړی ښه سیکس ولري، په هماغه اندازه سیکس ذهنی سکوت منځ ته راوړي. کله چی بیا ذهن ارام وي، سړی ابتکار ته مخه کوي او ابتکار بیا د ښه والي سبب ګرځي!!!
leekwal@yahoo.com