
په ايمان سينګار ويښ افغان نسل ته پيغام
احمدشاه ابدالي جرګه
د ځوان افغان نسل ننګياليو خويندو وروڼو!
د افغانانو تاريخي قاتلان وپېژنئ
له خپل ناموس او مقدساتو څخه د دفاع په ليار کې د افغان ننګيالي ملت د ولس او خاورې غاصبانو پنجابي پوځ او بيروکراسۍ تر پښو لاندې ځمکه په تبۍ بدله کړئ
ليک: غلام محمد زرملوال
ځان به ويښ کړو هرې خوا ته ...... هرې خواته رقيبان دي
يو پر بل مو سره وژني ...... وايي خپل يو، غليمان دي
احمدشاه بابا
د افغانستان د تجزيې پلان:
اوومه برخه
د ١٩٨٩ زيږديز کال د دسامبر په ٣١ نيټه ډاکټر نجيب الله د شوروي د مشر، ګورباچوف، په سلا د \"خلق ديموکراتيک ګوند\" په جوړښت او اساسنامه کې يو لړ بنسټيز بدلونونه اعلان کړل. د ګوند نوم يې بدل کړ او پرځاى يې د \"وطن ګوند\" نوم پرې کيښود. په کرملين کې د \"پروسترويکا- روڼتيا\" پر پله د پله ايښودلو په ترڅ کې په دې بدلونونو کې د کمونيزم د ديکتاتورۍ يو شمير غوره او دوديزې ستنې نړول شوې وې: په نړيوال سياست کې د اساسي بدلونونو راوړلو پر اړتيا تر ټينګار وروسته، پر هيواد باندې \"حاکم ګوند\" ته وويل شول چې د \"کمونيزم له وچې دايرې څخه بهر\" خپل نړيوال تماسونه زيات کاندي او پدې توګه په هيواد کې د سولې پروسه ګړندۍ کړي. د \"خلق ديموکراتيک\" ګوند په ادعا پدې وخت کې نوموړي ګوند دوه سوه زره غړي لرل، چې مشرتوب يې يوې شپاړس کسيزې کړنلار جوړوونکې سياسي بيورو او يوسل اته کسيزې مرکزي کميټې کاوه. ډاکټر نجيب د ګوند پر \"برياليتوبونو!\" او ناکاميو وغږيده او په هغه کې پر \"فرکسيون بازۍ\" يې سختې نيوکې وکړې. هغو چاته د يوه اخطار په ژبه چې دده له خوا د اعلان شوې \"ملي روغې جوړې\" مخالفين وو، ډاکټر نجيب الله په ډاګه د ختيزې اروپا بدلونونو ته، چې په پايله کې يې د کمونيزم سټې يو په بل پسې راپريوتې او پر راپريوتو وې، ګوته ونيوله او د خطر زنګونو ته يې د هغوى پام واړاوه. نوموړى د خپلې دې اوږدې وينا په ترڅ کې وايي چې هيڅوک هم \".. له وخته تيرو شوو او زړو ايډيولوژيو سره ژوند نه شي کولاى..\" ايډيولوژۍ بايد د خلکو لپاره وي. دا د افغانستان په کمونست ګوند کې هغو فرکسيونو او هغو ځانګړو کسانو ته اشاره وه چې \"له اشرارو\" سره خبرو او هغوى ته د \"زياتو امتيازاتو\" له ورکولو سره مخالف وو. د \"عمل نوي\" پروګرام له اعلانولو سره يې له زړو دګمونو څخه د لرې کيدو پر لور پر ګام پورته کولو پيل وکړ.
خو د نوم بدلولو او نه بدلولو په دواړو حالتونو کې د \"دګماتستانو\" او \"روغې جوړې کوونکو\" ترمنځ په ژورو ډله ييزو تضادونو کې کوم توپير نه شو راتلاى. په همدې وخت کې هم د \"وطن ګوند\" په ليکو کې ګڼ شمير فرکسيونونه د خپلو ځانګړو موخو او له يوه بل څخه د کسات اخستلو په لټه کې وو. د افغانستان اردو او خلقي کدرونه او ليکې د دفاع د وزير، شهنواز تڼي، تر نفوذ لاندې وو. بل فرکسيون د حفيظ الله امين د پلويانو و، چې د \"روغې جوړې\" د کړنلارې د پلي کولو په ترڅ کې د ډاکتر نجيب له خوا له بنديخانې څخه راوتلي وو. دې ډلې هم، چې د \"امينيانو\" په نامه ياديدل، په اردو کې نفوذ لاره، له نجيب سره همکار، خو د قومي مليشو او هغوى ته د زيات ځواک ورکولو له کبله يې ټينګ مخالفت کاوه. او بل \"ضعيف\" فرکسيون د محمداسلم وطنجار و چې پکتين او نظرمحمد يې ملګري وو. د جنرال نبي عظيمي پر وينا \".. آنها ناسيوناليستهاى متعصبى بودند که با مصالحه ملى گرايش داشتند..\" په خپله نجيب په ګوند کې کوم فرکسيون نه لاره. نوموړي د خپل قدرت ساتلو لپاره په هغو قومي مليشو ډاډ کاوه چې په پاى کې، نه يواځې دا چې دى په خپله له سياسي واک څخه ګوښه او د دار څلي ته ورپورته کولو ته ورټيله کړل شو، بلکې د افغانستان او افغانانو د تباهۍ لامل وګرځيدې.
په \"وطن ګوند\" کې د ننه د ډاکتر نجيب سرسخت دښمنان کارمل پلوه پرچميان (کارمليان) او ستميان وو. نوموړي د اعلان کړل شوې \"ملي روغې جوړې\" تر کړنلارې لاندې، د کارمليانو او ستميانو لوړ رتبه کدرونه هم له بند څخه خوشې کړي وو. د هغوى په منځ کې د کارمل ورور، محمود بريالى، او نور کارملي او ستمي ملګري يې، چې د \"ډلبازۍ او د کارمل د بيرته راستنولو\" په تور بنديان و، شامل وو. محمود بريالى؛ داود کاويانى؛ د ستميانو د ګروه کار؛ سازا او سزا، کدرونه په دولتي څوکيو کې ځاى شوي وو. محمود بريالى د سلطان على کشتمند لومړى مرستيال ټاکل شوى و. پردې سربيره عبدالحميد محتاط ته هم، چې د ستميت اتبار ليک يې تر نورو لا د مخه څرګند و، په کمونست ګوند او دولت کې غوره مقامونه سپارل شوي وو. محتاط د مرحوم محمد داود خان په جمهوري دولت کې د مخابراتو وزير و. د ثور له کودتا سره سم جاپان ته د خلق- پرچم د دولت د سفير په توګه استول شوى و. او په هماغه دنده کې له نهه کاله وروسته پداسې حال کې چې \".. د خلق يا پرچم غړى هم نه و، د ملي پخلاينې په ترڅ کې لومړى د صدراعظم (کشتمند) د مرستيال په توګه وټاکل شو او بيا د افغانستان د خلق ديموکراتيک ګوند د مرکزي کميټې غړيتوب ورکړ شو..\" پدې توګه په کمونست ګوند او دولت باندې د ستميانو ولکه د بشپړټينګيدو په حال کې وه.
دا ډلې ماسکو ته د روسانو له خوا د \"دايم الخُمر- تل نشه\" ببرک کارمل له شړلو او هلته تر پاته کيدو وروسته، د اناهيتا راتبزاد او کشتمند له خوا اداره کيدې. او په خپله کارمل، له خپلو روسي ملګرو سره، له ماسکو څخه د نجيب د پرځولو لپاره هلې ځلې کولې. که څه هم جنرال عظيمي، چې له ببرک کارمل سره په ماسکو کې د خپلو ليدنو په هکله خبرې کوي، په خپل کتاب کې د ډاکتر نجيب پرضد د کارمل فعاليتونه دروغ ګڼي او وايي: \".. هغه وخت چې زه په ماسکوکې وم له ببرک کارمل سره مې وليدل. نوموړي يوه خبره هم له قدرت نه د نجيب الله د ګوښه کولو په اړه ونکړه..\" نوموړى د \"اردو و سياست\" په ٣٩٣ مخ کې د ببرک کارمل له خولې وايي چې: \".. در اينکه دوکتور نجيب الله يک شياد و يک شارلتان و کلاه بردار بزرگ حزب ما و تاريخ کشور ماست، شک و ترديدى نبايد داشته باشيد. گرباچف نيز دست کمى از او ندارد و با اين روش خود به زودى سوسياليزم را در جهان روسياه و آمپرياليزم را روسفيد خواهد ساخت، اتحاد شوروى بزرگ را متلاشى خواهد ساخت، زيرا که بخوبى معلوم شده است که وى به نفع غرب و آمريکا، دست به چنين اعمال ساده لوحانه ميزند. گرباچف با مردم افغانستان و حزب ما جفا کرده است. بيرون کردن قوتهاى نظامى شوروى از افغانستان به معنى نابودى مردم ما، حزب ما و ملت ما و انقلاب ماست ..\"
خو د جنرال نبى عظيمي د اند پرخلاف ګڼ شواهد ددې واقعيت ښکارندوى وو چې د روسيې په پوځ او کې جي بي کې يو شمير \"محافظه کارانو\"، د کارمل پلويانو او ستميانو د \"سوسياليزم د مختورتيا\" د مخنيوي او په افغانستان کې د \"پښتنو تسلط\" ته د پاى ورکولو لپاره په پټه او لوڅه په خورا شدت د خپلو پروګرامونو د پلي کولو په هڅه کې وو. او ددې لپاره چې خپلې دا موخې تر لاسه کړي - د يو ګڼ شمير منابعو پر بنا- د نجيب او خلقيانو ترمنځ د واټن د زياتولو او پټو توپيرونو ته پر لمن وهلو بوخت وو.
پدې اړه به له س. ع. کشتمند څخه، چې د روسانو د اشغال په ټوله موده کې د افغانستان لومړى وزير و، يو څه واورو. له دې سره سره چې د نوموړي \"ياداشتهاى سياسى و رويدادهاى تاريخى\" درۍ ټوکيز کتاب ددې وړ نه دى چې د هغه پر سموالي ډاډ وشي ځکه چې د خورا په ټيټه کچه پروپاګند په بڼه پر فردي او ډلييزو عقدو ولاړ کښل شوى دى - خو بيا هم د يوه نظر په توګه له هغه څخه څه را اخلو. نوموړي ددې کتاب په ١٠٠٢ – ١٠٠٤ مخونو [دريم ټوک] کې د ډاکتر نجيب په هکله، چې په وار وار يې په \"ملى گرا شده\" ملامتوي، وايي چې: \".. بخشى از خلقيها از ديرباز، رسيدن بمقام رهبرى حزب و دولت را حق خويش مى پنداشتند. بياد دارم که بارى يکتن از رهبران ايشان چنين مطرح ساخت: \" زمان آن فرا رسيده است که جاه ها در مقام رهبرى بگونه ارام تعويض گردد، در غير آن بچه ها متوسل بزور خواهند شد\"... بارى من از نجيب الله سوال کردم که چرا با وى [شهنواز تڼى] مصالحه نمى نمايد يا چاره اى نمى انديشد تا از چنين فاجعه جلوگيري شود، و وى در پاسخ اظهار داشت: \"مصالحه با او (شهنواز تنى) ناممکن است. بگذار وى نخست به کدام اقدام دست بزند\"
په رښتيا چې کشتمند توپان کوي، په \"يوه غشي دوه مَرغۍ\" ولي. له يوې خوا خپل او د کارمل دواړه \"ملى گرا\" دښمنان [نجيب او تڼى] په تاريخي توګه نور هم مختورنول غواړي، او له بلې خوا د \" يا چاره اى نمى انديشد\" په وړانديز نجيب د هغه تاکتيک له لارې د خلقيانو وهلو ته هڅوي چې د يو ګڼ شمير منابعو پر بنسټ د کارمل- ستم ډلې د هغوى د پرځولو لپاره په کار اچولې وې. د روسي او تاجکي مقاماتو په سلا کارمليانو او ستميانو بډې وهلې وې چې نجيب له قدرته وپرځوي ځکه چې هغه يې له يوې خوا \"سياسي دښمن\"، او له بلې خوا \"پښتون\" و. خو واقعيت داسې نه و. واقعيت دا و چې نجيب هيڅ کله هم \"ملى گرا\" شوى نه و، او پر يواځنۍ ژمنه چې تر پايه ټينګ ولاړ و، هغه پرچم ته د وفادارۍ ژمنه وه. او له دې کبله، پداسې حال کې چې له يوې خوا يې د مجاهدينو په ليکو کې د خپل نفوذ پراختيا ته ادامه ورکوله، له بلې خوا يې هڅه کوله چې په پوځ کې د خلقيانو ځاى، چې اکثريت وو، پر پرچميانو ډک کړي. په افغانستان کې د شوروي \"سفير احمد جانوويچ [تابييف] هم د پرچمي توب د ملاتړ لپاره د ورکړ شويو لارښوونو پر بنسټ په ټول هيواد کې د پرچمي کولو سخته تګلاره رامنځ ته کړې وه. ده غوښتل چې همدا کار په يوه وخت کې په پوځ کې هم تر سره شي..\" د کشتمند ملګري، نوموړى تاتار توکمه شوروي سفير، ټينګار کاوه چې د کارمل په اردو کې چې \"ديارلس نيم زره\" خلقيان لرې او پرځاى يې د پرچم \"په ټول هيواد کې يواځې او يواځې \"١٣٠٠- ١٥٠٠ پرچميان له پاسه وروټومبي ..\"
د همدې لاملونو له کبله و چې په وطن ګوند کې دننه يې پرضد مخالفتونه د کودتا پولو ته لوړ شوي وو. د خلق ګوند په \"زړوکړنلارو\" او موخوکې د رژيم له خوا د وروستنيو بدلونونو په پاى کې د کمونستان ترمنځ په روانه موجوده جګړه کې نه يواځې کوم بدلون ونه ليدل شو، بلکې هغه لا نوره هم پسې توده شوې وه. د رژيم د امنيت د چارو د وزيرمرستيال، جنرال يارمحمد، د دسامبر په ٣٠ نيټه د ډاکټر نجيب الله پرضد د يوې ناکامې کودتا خبر خپور کړ. نوموړى جنرال، چې د کې جي بي د ځوان غړي او ځوان ستمي فريد مزدک ورور دى، وايي چې دا کودتا د ګلبدين حکمتيار \"د حزب اسلامى د يوه سري مرکزي سازمان\" له خوا پلان او پلې کيدله. يارمحمد وايي چې حزب اسلامى د حاکم وطن ګوند په ټولو پوړيو کې ځاى نيولى و او د ګوند \"له عادي سپاهي تر لوړو پوړيو پورې\" يې په پارولو لاس پورې کړى و.
د چين خبري اژانس، سنهوا، په دې اړه د گلبدين حکمتيار له خولې ليکي چې: \".. افغان پوځ په افغاستان کې د روانې وضع له کبله نارامه دى. په پوځ کې ځنې عناصر پر بيګناه کسانو باندې د ناروا او ظلم مسئول ګڼي... موږ له دې عناصرو سره زړه سوى لرو او ورباندې غږ کوو چې د ناقانونه کابل رژيم پرضد خپلې هڅې ګړندۍ کړي..\" او په خپله گلبدين حکمتيار هم د \"پټې توطئې، بربنډې څيرې\" په ٦٠ او ٦١ مخونو کې بيا ليکي چې: \".. د مجاهدينو پرخلاف د غربي اژانسونو شديد تبليغات، د پاکستان له خوا د مجاهدينو په موقت حکومت عدم اعتراف او ... په يوه داسې خطرناک حالت او وروسته پداسې رکود منتج شو چې د ماتولو لپاره يې يوه جدي ابتکار ته ضرورت و ... په فوج کې د کارکولو د ناراضي افسرانو له لارې رژيم ته له داخل نه د يوه سخت ګوزار ورکولو فيصله مو وکړه، چې پدې سره به رژيم رانسکور شي او يا لږ تر لږه به موجود رکود ختم شي. له جنرال آصف شور سره چې په حربي ښوونځي کې زما همصنفي و او د کمونستانو د اقتدار په دوران کې يوه موده په ننګرهار کې او يو څه موده په ګرديز کې د دولت د قطعاتو قوماندان و، تماس ونيول شو ... جنرال آصف شور له لنډې مودې نه وروسته ماته د يوه تفصيلي ليک په ذريعه اطلاع راکړه چې تر ډيره حده په خپل کار کې موفق شوي يو او زيات شمير افسران مو ليدلي، اکثرو راسره موافقه کړې، په نورو کار روان دى..\"
حکمتيار په دې اړه دخپلې اوږدې ليکنې په اوږدو کې په مخامخ توګه - لکه څنګه چې يو لړ ګڼې نورې منابع څرګندوي - دا نه دي ښوولي چې ګوندې د تڼى کودتا د ده په هڅونه تر سره شوه او يا هغه د حزب اسلامي غړى و، بلکې داسې يې ښودلي چې غوښتل يې د نوموړي او نجيب ترمنځ له توپيرونو څخه ګټه پورته کړي. د خپل کتاب په ٦٣ مخ کې وايي چې: \".. جنرال آصف شور په خپلو وروستيو ليکونو کې ماته اطلاع راکړه چې\" د دفاع وزارت په قرارګاه او د شهنواز تڼي په ماحول کې مو کار ډير مخ کې تللى دى، قرارګاه او دده دفتر، ټول زموږ په کنترول کې دي خو دى مو له جريان څخه نه دى خبر کړى، د اقدام په وخت کې به د قوتونو د سوق او ادارې کار کاملاً زموږ په لاس کې وي ... دوى غوښتل چې خپل اقدام پداسې وخت کې پيل کړي چې د نجيب او تڼي ترمنځ شخړه په مخامخ تصادم بدله شي..\"
حکمتيار غوښتل چې د تڼي د کودتا په منځ کې خپله کودتا وکړي! د حکمتيار په هکله د تولو نظرياتو په اړه، چې ښايي د ده د تنظيمي ملګرو پرته بيله استثنا منفي او کرکجن وو، د دې ليکوال پر اند قضاوت کول اسانه خبره نه وه. همدا ځکه د نورو تنظيمي مشرانو پر خلاف حکمتيار يو شمير ليکنې کړې دي چې ډير څه بربنډوي. حکمتيار ځان په نړيواله کچه د يوې نړيوالې نظريې، اخوان المسلمين، سرسخت پالندوى ښود او د بلې هرې نظريې – وطنپالنې، سيکيولريزم، ليبراليزم، ناسيوناليزم – پرخلاف يې عمل کاوه. د اخوان المسلمين مبارزه، چې يوه پېړۍ سابقه لري، تر دې دمه د نړۍ په اوږدو کې د کوم اخواني سيستم او يا دولت په جوړيدو نه وه بريالىۍ شوې. دا ځکه چې د اخوان المسلمين واګې، په نامريي اونامخامخ – حتى په ځينو مواردوکې په مستقيمه توګه – د پانګوالې نړۍ، په ځانګړې توګه د پرنګي او امريکا په لاس کې وې. (د دې لپاره د سکريت افييرز کتاب وګورئ). د همدې اخوان المسلمين په توره يې په اسلامي نړۍ کې ټول هغه ځواکونه ځپل چې ځان د کلونياليزم له منګولو وژغوري. خو د ده يو شمير نږدي مدعي سلاکاران د اى اس آى داسې مکار غړي وو چې پرې پوهيدل اسانه خبره نه وه. هيله ده حکمتيار به يو وخت پخپله، خپله اصلي څيره افغان ملت ته وښيئ. د دې ادعا ښه ثبوت په مصر کې د ٢٠١١ کال په نوامبر مياشت کې له پوځي کړيو سره د اخوانيانو لاس يوکول وو چې په نتيجه کې هغه تنکي ځوانان چې د ازادۍ په لار کې يې سترې قربانۍ ورکړې وې، بې برخې شول. په يقين سره ويل کېداى شي چې د اخوانيانو حکومت به بيا هم خوب اوخيال وي. نو ځکه لويدويځوال او ديکتاتوران تل اخوانيان د خپلو هدفونو لپاره د تاريخ په بهير کې استعمال کړي، او استعمالول يې.