
څرنګه چې داصولو له مخې دبشر دحقوقود خپلواک کميسون دغړیو
دخدمت موده پوره شوې ده دمدني ټولنې دهمغږۍ جرګه چې تر (۲۷۰) زیاتوبنسټونو
استازیتوب کوي له دولت څخه په ټینګه غوښتنه کوي چې ددې کمیسون دنویو غړیو په
غوراوي او ټاکنو کې دهېواد د ملي ګټو په رڼا کې مسؤلانه اقدام وکړي، دغه کمیستون
له سره نوی کړي او داسې شخصیتونه په کې وګماري چې له هر ډول تعصب او تمایلاتونه
پاک او دهېواد ملي یووالي او ګټو ته ژمن وي، دبشرحقوقوته په ریښتنې مانا وفادار، دسولې
پلوي ، دجګړواو قومي تعصب مخالف وي.
په درنښت
دمدني ټولنې دهمغږۍ جرګه