د قوماندان عطأ پېرزو، سخاوت که وطن پلورنه ؟

څه موده وړاندې د بلخ والي او د سيمې وتلی او نامتو جنګسالار قوماندان عطأپه يوه غونډه کې د ټولو شمالي ولايتونو د استازېتوب دعوی وکړه اوويې ويل ، چې افغانستان بايدد ډيورنډ کرښه په رسميت وپېژني ، ځکه چې د افغانستان ټوله بدمرغي له همدغه کرښې سره د دښمنۍ له امله ده .
لومړی خو بايد ووايم ، هغه جنګسالار چې دلاسه يې د شمالي ولايتونو خلک تر ننه پورې پر خپل ځان ، ناموس او مال وېريږي ، څنګه د افغانانو د نېکمرغۍ فکر او غم ورسره پيدا شو ؟
دويم ، څنګه تردې د مخه چې دافغانستان د پرېکړې لوړه مرجع يعنې لويه جرګه او يا لږ ترلږه حکومت او پارلمان پدې هکله خپله رايه څرګنده کړي ، دی مخکې له مخکې پاکستان ته لکۍ وهي ؟
دريم ، داچې پاکستان خو د په رسميت پېژندنې غوښتنه نه ده کړې ، بلکې هغه خو د ماينونو او اغزن سيم د غزولو خبره کوي ، نو عطأ څنګه تر غوښتنې دمخه سخاوت کوي ؟
څلورم ، داچې که فرضاً افغانستان يو ځل بيا پخپله وړانديز وکړي ، چې راځه له انګرېزانو سره هغه پخوانۍ موافقه درسره لاسليک کړم ، نو آيا د افغانستان بدمرغي به پای ته ورسېږي ؟
خبره يوازې د قوماندان عطأ نه ده ، بلکې پدې وروستيو کې يو شمېر ستمي شئونېستانو داسې ډنډورې پيل کړي ، چې که افغانستان د ډيورند کرښه په رسميت وپېژني نو په هماغه ورځ به افغانستان ګل او ګلزار شي . همدغه ستمي شئو نېستان ، چې د قوماندان عطأ شاوخوا راټول شوي ، د ده په غوږو کې به يې هم دومره ببولالې غږولي وي ، چې اوس يې هغه په عامو غونډو کې په جهر او جرئت سره مطرح کوي . که نه خوارکی قوماندان عطأ د ډيورنډ کرښه څه پېژني ! لکه دوستم چې په فدرالي نه پوهېده خو ويل يې چې : « ما فدرالي مېخواهېم !؟ » يو چا ترې پوښتنه وکړه : « همي فدرالي چي مانا ؟ » نو ده ورته وويل : « فدرالي خو هموست که پلو مېته ! » . ښايي قوماندان عطأ به هم فکر کوي چې دا ډيورنډ به کومه داسې بلاوي ، چې که په رسميت ونه پېژندل شي کېدای شي د ده د چور او تالان مخه ونيسي . عطأ خو د خپل چور په فکر کې دی ، مګر دا نور شئونېستان ولې ډنډورې وهي ،آيا رښتيا دوی د افغانستان په غم کې دي ؟
جګړه خو د پښتنو په سيمه کې روانه ده او اور خو په جنوبي او ختيزو ولايتونو کې بل دی ، پښتانه چې څومره ډېر وژل کيږي هماغومره د دوی جشن لوی وي او بيا په وياړ سره وايي چې : « در جريان جنګها پشتونها زياد کشته شدند ، حالا ديګر مثل سابق اکثريت نېستند !؟ » نو دا د تمساح اوښکې د څه لپاره ؟
ټوله خبره همدا د اکثريت په ټکي کې ده . دغه شئو نېستان چې ټول عمر يې د نورو پر حقونو خېټه اچولې ، له دې وېريږي چې که کومه ورځ لرو بر افغان بيا سره يوشي ، دا اوس چې پښتانه اکثريت دي هلته خو په مطلق اکثريت بدليږي . بيا به څنګه دوی د نورو قومونو حق تر پښو لاندې کوي ؟
نو له همدې وېرې که پاکستان د اغزن سيم او ماينونو خبره کوي دوی ورته وايي ، راځه چې قباله يې هم درته لاسليک کړم . او د قوماندان عطأ غوندې خلک بيا دا فکر کوي چې څنګه تجارت پرې وکړي او له دې درکه څه بود کړي . دوی خو هماغه خلک دي ، چې پرون يې د خپلو روسي بادارانو د خوشحالۍ لپاره د خراسان او شمالي افغانستان چيغې وهلې ، له دې واقعيت څخه غافل چې ، هغه خښته چې په زرګونو کلو کې لکه ډبره پخه شوي وي ، دومره په آسانۍ نه ماتيږي .
تاسې په آريايي وېب پاڼه کې د « شناخت معاهدهُ ديورند ، آغاز طلوع آفتاب صلح بر فراز افغانستان و پاکستان » تر سرليک لاندې د بصير کامجو په ليکنه کې دغو ضد او نقيضو خبرو ته ځير شئ : « امير عبدالرحمان خان مانند اجداد خود يکبار در سال 1880 بفرض استقرار تاج وتخت شخصي خود از استقلال و خاکهای افغانستان در برابر انګليس ګذشت ودر سال 1893 اين ګناه و عمل شرم اور و نابخشودني را بار ديګر تکرار کرد . » او په بل ځای کې پر همدغه شرم اور عمل پخپله ټينګار کوي او دمعاهدې نه منل قبيله ګرايی او بې عقلي ګڼي : « اما پس از تقسيم نيم قارهُ هند در 1947 بدو کشور مستقل هندوستان وپاکستان که مصادف به زمان صدارت شاه محمود خان بود ، دولت وقت افغانستان با درک نادرست ذهني و ايلی و قبيلوی ايکه از اوضاع او احوال سياسي جهان و منطقه داشت ، به عوض اينکه حاکميت سياسي و ارضی کشور نو تشکيل پاکستان مستقل را به رسميت بشناسد و خط ديورند را به صفت مرز مشترک بين المللی ميان افغانستان و پاکستان اعلان نمايد ، خلاف اراده و آرزوی صلح خواهانهُ خلقهای دو کشور ، تحت احساسات برخی حلقات قبيله ګرا به ناحق ( داعيهُ پشتونستان ) را نا عاقلانه مطرح نمودند . »
نو موږ پوه نه شو چې منل يې خيانت دی او که نه منل يې ؟ د دوی هدف دادی چې څنګه پښتانه سپک کړي ، هم يې په منلو او هم يې په نه منلوورټي . زه غواړم دلته يودوه ټکو ته اشاره وکړم :
لومړی ، کله چې پاکستان د کرښې مسأله نه مطرح کوي ، نو دشئونېستانو له خوا د قبالې د لاسليک کولو خبره د وطن پلورنې او بې غيرتۍ وروستۍ درجه ده .
دويم ، که چېرې افغانستان يو ځل بيا د ډيورنډ موافقه لاسليک کړي ، د ښاغلي کامجو له خوشبينۍ سره سم به له بده مرغه د سولې لمر راونخيژي . ځکه چې پاکستان د نړيوال سياست له الفبا نه دومره بې خبره نه دی . هغه فکر کوي ، که سل ځله هم افغانستان د ډيورنډ کرښه په رسميت وپېژني ، خو چې کومه ورځ پخپلو پښو ودرېده بيا به خپله خاوره بېرته غواړي ، ځکه نړيوال تړونونه يوازې په زور ساتل کيږي . بهترينې بېلګې يې دبرتانيې د مستعمرو « فالک لنډ» او « هانګ کانګ » د ټاپو ګانوکيسې دي . فالک لنډد ارجانټاين پلرنۍ ځمکه ده ، خو کله چې پر کال 1982 يې له برتانيې څخه د بېرته اخېستو هڅه وکړه نو برتانيې د وسلې په خوله ځواب ورکړ . په دغه جګړه کې د ارجانټاين په سلګونو سرتېري ووژل شول او اړ شوچې له خپلې پلرنۍ خاورې بېرته په شا شي . خو د هانګ کانګ په اړه کله چې برتانيا پوه شوه ، چې نوره يې زور په چين نه رسيږي ، هانګ کانګ يې د رسمي تشريفاتو په ترڅ کې په غبرګو لاسو چين ته وسپاره . اويا د برلين دېوال ته وګورئ ، تر څو چې شوروي اتحاد د يوه زبر ځواک په توګه راج چلاوه نو د جرمني واحد ملت يې د برلين په دېوال سره دوه ځايه کړی و . خو کله چې شوروي نسکور شود برلين دېوال هم سم ورسره نسکور شو . موږ کولی شو دې ته ورته په سلګونونورې بېلګې راوړو . پاکستان له دغو کيسو ښه خبر دی ، خو دازموږ ستمي شئونېستان يا خو په رښتيا بې خبره دي او يا خو په بې خردۍ سره ځان په بې خبرۍ وهي .
نو تاسې ډاډه اوسئ چې پاکستان به د خپلې روانې پاليسۍ له مخې هېڅکله د افغانستان له دښمنۍ لاس وانخلي . بهترين ثبوت يې د روسانو تر وتلو وروسته د افغانستان ورانول دي . که پاکستان غوښتي وای نو تنظيمي مشران په ډېرې اسانۍ چمتوکېدل ، چې د خپل ولي نعمت د خوشحالۍ لپاره د ډيورنډ کرښه په رسميت وپېژني ، خو نه ! پاکستان غوښتل افغانستان له بنسټ څخه وران کړي او ځکه خو نو از شريف په ډېر وياړ سره د پاکستان پارلمان ته ويلي و ، چې د افغانستان دوه سوه کلنه اردو يې په څو مياشتو کې ختمه کړې ده .
د طالبانو په راتګ سره له يو شمېرافغانانو سره داسې خوشبيني پيدا شوه ، چې اوس د افغانستان او پاکستان ګټې سره شريکې دي ، په افغانستان کې ثبات به له پاکستان سره مرسته وکړي چې د منځنۍ آسيا بازارانو او د تېلو او ګازو زېرمو ته ځان ورسوي . ډېرو افغانانو دا خبره هم کوله ، چې که اړيکي حسنه وي او د دواړو هېوادو تر منځ تګ راتګ او راکړه ورکړه آزاده وي نو بيا خو د ډيورنډ کرښه هېڅ مهمه نه ده موږ کولی شو له پاکستان سره د ورورۍ اړيکو ته دوام ورکړو . خو له بده مرغه پاکستان يو ځل بيا خپله بد نيتي او کرغېړن اهداف ښکاره کړل . دوی ويل ، سمه ده چې موږ په افغانستان کې ثبات غواړو خو په کنډواله ، بې هويته او غلام افغانستان کې ، نه دا چې سبا ته بيا د سيالۍ دعوا وکړي . زه تاسو ته په ډاډسره وايم ، چې پاکستان اوس هم په دې فکر کې دی ، چې څنګه افغانستان تر وروستۍ سلګۍ له پښو وغورځوي .
د حل لاره دا نه ده ، چې د ډيورنډ کرښه په رسميت وپېژندل شي هغه خو هسې هم پاکستان خپله رسمي پوله ګڼي ، د حل لاره دا ده چې پاکستان ته قناعت ورکړل شي له دښمنۍ لاس واخلي او په دې ډاډه شی چې له روغ نيت سره دواړه هېوادونه کولی شي لکه وروڼه د سولې ژوند وکړي . که چېرې پاکستان روغ نيت څرګند کړي ، افغانان به هم د دوستۍ لاس وروغځوی . پاکستان ته بايد قناعت ورکړل شي ، چې اوس د دې مهال دی چې د ګاونډيو هېوادونو تر منځ پولې آزادې شي او د اروپايي اتحاديې او يا د« آسيان » د هېوادو په څېر د سوداګرۍ او تګ راتګ ازادې سيمې رامنځته شي ، نه دا چې په يو ويشتمه پېړۍ کې د راتلونکي نسل لپاره پر خپلو پولو ماينونه وکرو .
خو که چېرې روغ نيت نه وي ، نو پاکستان دې هم پوه شي چې د ډيورنډ کرښه يوازې د انګلستان او دافغانستان د هغه وخت له امير سره د اغېز د سيمو پر وېش باندې يوه موافقه وه نه کوم دايمي تړون . په همدې دليل تر اوسه هېچا پر دې موافقه ليک باندې د امير لاسليک نه دی ليدلی . په موافقه کې په وار وار راغلي ، چې د هندوستان او والا حضرت امير تر منځ د غلط فهميو د رفع کولو لپاره دغه موافقه شوې ده . په موافقه کې دا هم راغلي چې امير به هېڅکله د هندوستان پر لوري مداخله نه کوي . اوس خو زموږ په ګاونډ کې نه هندوستان شته او نه هم امير ژوندی دی ، نو په دې توګه موافقه هم مړه ده . په موافقه کې داهم راغلي ، چې انګلستان به له اميرسره د موافقې په بدل کې هرکال افغانستان ته 18 لکه روپۍ ورکوي . که چېرې پاکستان ځان د انګلستان وارث ګڼي نو بيا خو لومړی بايددا شپېته کاله د هغه وخت د 18 لکو معادل روپۍ ، چې تر60 مليارد ډالر اوړې افغانستان ته ورکړي ، که نه موافقه وار د واره باطله ده .
د پاکستان خواخوږی او وکيل مدافع بصير کامجو وايي، چې ولې شاه محمود خان د پاکستان د سوله غوښتونکو خلکو د هيلې سره سم د ډيورنډ کرښه په رسميت ونه پېژندله . زه له کامجو نه پوښتنه کوم ، چې دا سوله غوښتونکی ولس له هندوستان سره ولې د کشمير پر سر روغه جوړه نه کوي او ولې يې دوه ځله د لسګونو زرو سرونو په بيه جګړې ورسره وکړې او اوس هم چمتو دی چې د کشمير پر سر تر اتومي بمونو ورسره وکاروي ؟
زه ټولو ستمي شئيونېستانو ته وايم ، که تاسې پدې فکر يئ چې تل د نورو په سترګو کې خاورې وشيندئ او حقونه غصب کړئ ، نو دا کوږ بار دی اوهېڅکله به منزل ته و نه رسيږي . خو که چېرې دا اندېښنه درسره وي چې څوک ستاسو حق تر پښو لاندې نه کړي ، د حل لاره وطن پلورنه ، د پرديو چوپړ وهل او د ډيورنډ د کرښې په رسميت پېژندل نه دي ، بلکې د حل لاره دا ده چې له نورو وطنپالو افغانانو سره يو ځای د ملي او مدني ټولنې په جوړښت کې هلې ځلې وکړئ . داسې ټولنه چې هلته د ټولو افرادو اساسي حقونه خوندي وي او د هېڅ قوم ، توکم ، اتنيک او مذهبي ډلې حق تر پښو لاندې نه شي او چارې يوازې د اهليت پر بنسټ افرادو ته وسپارل شي .