
نعیم نسیم، کابل
د مصر د النور ګوند مشر عماد عبدالغفور سره الجزیری مرکه کړی چی تاسو ته یی وړاندی کوو. النور د مصر په ټول ټاکنو کی له اخوان المسلمین وروسته دوهم مقام وګټه.
النور د مصر سلفی ګوند دی چی ټاکنو ګټل یی خلک له وطنه بیرون هیښ کړل. کال وړاندی سلفیانو نه سیاسی ګوند درلود او نه هم کومه تمه تری کیدله. دوی په سیاست کی دلچسپی هم نه ښودله او هڅه یی داوه چی یوازی او یوازی د اسلامی لارښوونو ترویج او تدریس ته مخه کړي.
سلفیانو ته د سخت دریځو مسلمانانو په توګه کتل کیږي او هڅه یی دا وي چی مسلمانانو ته د لومړیو پیړیو اسلامی ارزښتونو ښوونه او پوهنه وړاندی کړي.
د سلفیانو دی پرمختګ ته د یوی غیری معمولی پيښی په توګه کتل کیږي. له اسراییلو سره د ۱۹۶۷ جګړی ماتی او د وخت د ولسمشر جمال عبدالناصر د خپل ډول کمونیزم له ناکامیدو وروسته، مصریانو د مذهب خواته مخه کړه. همدا مهال سلفیانو د یو ټولنیز تحریک په حیث میدان ته راودانکل.
د نن ورځی سلفیان له مختلفو ډلو ټپلو څخه جوړ شوي او زیاتره توجو یی په دی دی چی اسلام د لومړنیو پیړو تعلیمات و خلکو ته ورسوي. دوی هڅه کوي چی اسلامی تعلیمات چی هره برخه وي عملي جنبه پیدا کړي و لوکه هغه ظاهری څیره او یا هم شخصی جامی اغوستل وي.
د جنوری د ۲۵ له اوښتون سره، سلفیانو یو جدی ګام پورته کړ او دسیاست خواته یی مخه کړه، او د هغی اصلی لامل هم دا وو چی دملت اسلامی هویت وساتي.
دوی څو سیاسی ګوندونه جوړ کړل خو النور یی مشهور شو. د نوو ټاکنو له ګټلو وروسته، چی النور په کی د پارلمان څلورمه برخه چوکی خپلی کړی، النور د مصر په کچه دویم ګوند ونومول شو.
سلفیانو او النور ګوندونو ته د زاړو پالو سیاستوالو په سترګه کتل کیږي چی په منځ ته راتګ سره به یی ښځی، په دین نه ولاړی ډلی او مصري عیسویان به ګوښه کړي.
عبدالغفور له پوهنتونه د طبیب په حیث له فراغت وروسته په کال ۱۹۸۳، ده په سعودی عربستان،قطر،ترکیه کی دندی ترسره کړي خو په دی موده کی یی مصر هم نه دی هیر کړی.
وروسته له اوښتونه، ده هڅه وکړه چی د سلفیانو په منځ کی د هغوی د سیاسی ډګر ته د منځ ته د راتګ په اړه یوی نظر پوښتنی ته مخه کړه.
النور یی منځ ته راوړ او د ددی ګوند د لومړي مشر په حیث هم وټاکل شو.
د الجزیری علا بایومی له عبدالغفور سره په قاهره کی د مصر د راتلونکی باندنی پالیسی،نني بحران او ننی مذهبی پرمختګونو او ځینو نورو موضوع ګانو په اړه مرکه کړیده.
پ: د مصر باندنی پالیسی ګانده څنګه ګوری؟
مصر یو لارښونکی او اغیزناک هیواد دی. مصر مذهبی او کلتوری مخکښ درلودی.
او بله خبره دا چی کله هم د منځني ختیځ لپاره د یوی حل لاری د موندلو هڅی کیږي نو په هغه صورت کی بیا هم مصر د زړه رول ادا کوي.
مصر که،غښتلی وي، په سیاسي ډول پایدار وي، په اقتصادي ډول پرمختللی وي نو اسراییل به په دی پوی کړي چی،مخکی له دی چی کومی بلی ماجرا ته مخه کړي، په سیمه کی د خپل مقام او ځای ځیګي په اړه فکر وکړي.
هغه هیواد چی د مصر په کچه کلتوري وزن لري، که ازادي ولري نو اسراییل به دی ته مجبور کړي چی د فلسطین په اړه له یوه حل سره موافقه وکړي او فلسطین د یو دولت په حیثیت وپیژني.
ایا تاسو ددوو-هیوادونو له حل سره موافق یاست؟
زه له هغه څه سره موافق یم له څه سره چی فلسطینیان موافق وي او هغه څه به منم چی دوی یی مني.
پ: ایا نور به هڅه وکړي چی له اسراییلو سره د مصر-اسراییلو د سولی په قرارداد کی تعدیلات رامنځ ته کړي او یا یی بیخي لغوه کړي؟
کله چی د مصر لخوا د شوو معاهداتو خبره منځ ته راشي، نو زه باید ووایم چی د دغو تړونونو څخه باید ملاتړ وشي او باید تطبیقی جنبه ولري، د سولی په تړون کی ډیری زیاتی مادی دي چی لا تراوسه نه دی عملي شوي لکه د فلسطینیانو د ستونزی حلول، فلسطینیانو ته د خود ارادیت حق ورکول، او هغوی ته دا حق ورکول چی په فلسطینی ځمکه خپل دولت رامنځ ته کړي. دا هغه مادی وی چی ما یادی کړی خو که فعالی شي او تطبیقی اړخ خپلی کړي نو فلسطینیان به په رښتینی مانا فکر وکړي چی دوی له سولی پروسی سود من شویدي.
پ:داسی ویری شته چی تاسو به یو مخالفه باندنی پالیسی رامنځ ته کړی، ستاسو ځواب څه دی؟
دا غلطه ده. پخواني رژیم،چا چی ښی اړیکی تامین کړی وی یواځی او یواځی د امریکی له متحده ایالاتو سره وی او له نوری نړی سره یی مخالفه پالیسي درلودله؛ زمونږ ګټی په نظر کی نه وی نیول شوی، که د جاپان او چین سره اړیکی په نظر کی ونیسو نو لیدلی شو چی پخواني رژیم له دی هیوادو سره څه ښی اړیکی نه لرلی.
ماته د جاپان له سفیره یو لیک را رسیدلی دی، ده شکایات درلود چی له جاپان سره اقتصادي اړیکی نه دی تامین شوي او هغه هم په داسی حال کی چی جاپان هڅه کړی چی د مصر لپاره فنډ تعین کړی ترڅو په مصر کی سوداګري وده ومومي. دا ښکاره ده چی زمونږ اړیکی له هیوادونو لکه جاپان سره په نظر کی نه وی نیول شوی، هغه ځکه چی پخواني رژیم یواځی او یواځی هڅه کوله چی له امریکی سره اړیکی غښتلی کړي.
تاسو له امریکی سره راتلونکی اړیکی څنګه وینی؟
مونږ له ځینو امریکایی چارواکو سره چی د سفارت څخه راغلي وو زمونږ په دفتر کی لیدنه درلوده. نورو باندنیو سفیرانو هم له مونږ سره لیده کاته درلودل.
مونږ له مذاکراتو ښه راغلاست وکړ. د امریکی د باندنیو چارو وزیری هم دا وویل چی دوی له سیاسی ګوندونو سره چی دیموکراسی ته متعهد وي،مذاکراتو ته لیواله دي او ورڅه ملاتړ کوي.
زه له خلکو هیله کوم چی د سلفیوالی څخه دیوی مذهبی تګلاری په حیث او له النور څخه دیو سیاسي حزب په توګه توپیر وکړي.
مونږ د مصر اساسي قانون ته چی ورلاندی یی ټول خلک مساوي بلل کیږي، احترام لرو.
دا د هر هیوادوال حق دی چی واک ته درسیدلو لپاره هڅی وکړي، که زما ګوند هم دا کار کوي او کوم مصري عیسوي ته رایه ورکړي نو حق یی دی چی داسی وکړي.
ایا ددی مانا دادی چی تاسو به کوم مصري عیسوی د ولسمشری لپاره کاندیده وی؟
زمونږ ګوند په اسلامي ولاړ دی. په دی ګوند کی اکثریت دی ته ترجیح ورکوي چی داسی یو ولسمشر وړاندی کړي، ویی نوموي چی مصر په داسی ډول مخته بوځي چی مونږ یی غواړو. زما په فکر زمونږ ګوند به په اکثریت سره یو مسلمان ولسمشر غوره کړي.
ستاسو اړیکی له ازادخیالو او په دین ولاړو ډلو سره څه دي؟
له هغی ورځی چی زمونږ ګوند منځ ته راغلی، مونږ خپل چمتوالی ښودلی چی له سیاسی ډلو سره همکاري وکړو، هغوی ومنو. مونږ دی ډلو ته ښه راغلاست وایو او که غواړي چی له مونږ سره یوځای کیږي نو په دی اسرار کوو چی سیاسي نقش یی له مونږ سره شفاف او ښکاره وي.
برعلاوه، اوسنی حالت لږ څه حساس دی، مونږ غواړو چی راتلونکی حکومت په ملی مشارکت او اتحاد ولاړ وي او مصري ټولنه پکی خپل ځان ولیدلی شي. زه باور لرم هر هغه ګوند چی څلور فیصده رایی ګټلي وي باید په حکومت کی خپله نماینده ګي ولري.
پ: په اساسي قانون کی کوم ډول تعدیلات غواړی؟
کوم اساسي قانون چی هیله یی دی منځ ته راشي د ۱۹۷۱ له اساسي قانون سره به نږدی وي. مونږ غواړو چی هر تعدیل او بدلون د سیاسي نظام له ډول هغه که صدراتي وي او پارلماني وي مطابق وي. زما په فکر اکثریت خلک پارلماني سیستم غواړي.
د دینی علماوو رول به په نوي مصر کی څه و؟
مونږ د روحانیونو حکومت نه غواړو. مونږ ددی ډول نظریاتو سره مخالفت هم لرو. که کومه مسله د علماوو نظر ته اړتیا ولري مونږ به حتما ورڅخه پوښتو.
د فوځیانو د نقش په اړه او د هغوی درول په اړه په هغه اساسي قانون کی چی نوی لیکل کیږي څه وایی؟
ټولی سیاسي ډلی دی په دی اړه غونډی او ناستی وکړي. له نظامیانو سره له نورو ټولو اداراتو غوندی رفتار وشي. فوځي اداره یوه لویه او حساسه اداره ده. خو اصلی خبره دا ده چی دوی باید د خلکو د غوښتنو مطابق رفتار او عمل وکړي. هغه مهال چی دملی امنیت او نوره ځیني حساس حالات راپیښیږي نو باید له دوی سره ځانګړی برخورد او رفتار وشي.
پ: ایا دفاع وزارت ته به کوم مُلکی کس معرفي کوی؟
اوس مهال دا سخته ګورم.
پ:ایا غواړی چی نظامي بودیجه مخکی له پارلمانه تر بحث لاندی ونیسی؟
مونږ باید نور قوانین ولولو او دا باید ځان ته مالومه کړو چی هغوی له دی معاملی سره څنګه رفتار کوي. کیدای شي ددی لپاره یوه ځانګړی کمیټه شتون ولري چی فوځي بودیجه مطالعه کړي ترڅو ددوی شهرت ته زیان ونه رسیږي خو هر څه د دیموکراسی او د خلکو د غوښتنو مطابق باید ترسره شي.
پ: ایا د نظامیانو لپاره کوم سیاسي نقش ګوری؟
د سیاسي ډلو ترمنځ، ددی نظر مخالفت ډیر دی. نظامیان باید خپل طبیعی رول ولري. د ترکي هغه ډول یی د مصریانو ترمنځ د منلو وړ نه دی.
پ: د مصر اوسنی سیاسی بحران څنګه ارزوی؟
فوځ نومیالی اداره ده او مونږ پری افتخار کوو خو ددی وړتیا نه لري چی په ملکي رول کی منځ ته راشي. فوځيان په دی اعتراف کوي چی ددی وړتیا یی نلرله او نه یی توقع لرله خو حالات داسی راغلل چی باید ملکي رول ته ور ودانګي.
دوی داسی یو مهم رول ته په ډیر جرات او د مسولیت له احساس سره ور ودانګل. ددی توقعات وو چی دوی به داسی غلطی کوي. غلطی وشوی. برعلاوه له دی ځینی کورني او باندني اړخونه هم هڅه کوي چی ددوی او ملت ترمنځ سرحد ایجاد کړي.
پ: ددی بحران لپاره دی کوم حل لاره موندلی دی؟
مونږ ځینی حل لاری موندلی او له دوی سره پری بحث کړیدی. هغوی کیدای شي ومنل شي او یا هم رد شي. زمونږ په فکر هغو ایډیال دي، مونږ به انتظار کوو او ګورو به.
پ:ایا په دی حل لارو کی کومه داسی حل هم وو چی حکومت دی له نظامیانو و ملکیانو ته انتقال شي؟
دا یواځینی حل دی.
پ: ایا غواړی چی داسی یو کابینه بدون له اوسنی هغی څخه منځ ته راشي چی لومړی وزیر کمال ال ګنزوری یی رهبري او لارښوونه وکړي؟
هو.
پ:ایا دغه کابینه دی له هغو ډلو جوړه وي چی ټاکنی یی ګټلي دي؟
هو، یو ځل چی د پارلمان لپاره ټاکنی پای ومومي، قدرت دی زر انتقال شي. مونږ باید د جون تر ۳۰ پوری منتظر ونه اوسو. مونږ ټول شیان تر جنوري ۱۰ پوری ختمولی شو. مونږ باید دی هر څه ته د پای ټکی کیږدو. فوځیان، دی ته چی د خاینینو او دسیسه اچونکو او جوړونکو ښکار نه شي، باید پری نه ښودل شي او خلک هم دا ډول حالت نه خوښوي.
پ: داسی ویری هم شته چی د سلفي ډلو او اخوان المسلمین ترمنځ ایتلاف رامنځ ته شي چی په دی سره به نوره ډلی ګوښی شي؟
د سلفیانو او اخوانیانو ترمنځ ایتلاف ډیر لری دی. د ټولو سیاسي ډلو سره ایتلاف ډیر واقعی دی.
د خپل ګوند د شهرت په اړه څه وایی هغه هم په داسی حال کی چی ګوند مو تیره میاشت منځ ته راغلی دی؟
خلک له زړو ګوندونو څخه ستړي شویدي او سلفیان له اخوانیانو په خلکو کی ډیر زیات شهرت او نوم لري. برعلاوه دا چی د رسنیو له حوصلی وتلو حملو او کمپاین وکولای شول چی خلک له مونږ سره همدردي وښيي. زمونږ د شهرت یو بل دلیل هم زمونږ ټولنیز کارونه دي چی د غریبانو، مریضانو او ضرورتمندو سره مو ترسره کړیدي.
مونږ ۱۰۰،۰۰۰ داسی کسان لرو چی زمونږ دګوند په فعالیتونو کی یی برخه اخیستی ده او هغه ارقام چی زمونږ ټاکنیز کمپاین یی ښيی نو مالومیږي چی څه نا څه ۸-۹ ملیونو خلکو رایی راکړي.
په فروری کی، ګوند به خپلی لومړنی ټاکنی ترسره کوي. زمونږ ګوند به د امنا هیت او عمومي اسامبلي غوره کوي چی بیا به دوی د ګوند لپاره نوی ریس ټاکي.
nnwriter@yahoo.com