
د ملي کرښې ١٩ ګڼه
هېوادوال خبر دي، چې په راتلونکو څو ورځو کې د جرمني په بن کې د افغانستان په اړه يوه نړيواله غونډه رابلل کېږي، چې په هغې کې به د افغانستان په اړه د نړيوالې ټولنې د ژمنو او پرمختګونو په اړه بحث کېږي، همدا راز ددې غونډې تر پېلېدو وړاندې به د افغانستان د مدني ټولنو د استازيو يوه بله غونډه هم جوړېږي چې پايلې او استازي به يې د بن په اصلي غونډه کې ځاى مومي.
له بده مرغه، چې په هېواد کې د انحصاري او سياسي چلند له مخې د مدني ټولنې د غړيو بنسټونو د ناستې لپاره غورواى په ډېر ناډيموکراتيکه، غير ملي او انحصاري ډول ترسره شو، چې د افغانستان د مدني ټولنې يو ګڼ شمېر پېژندل شوي او په خلکو کې مطرح بنسټونه ورڅخه بهر او ناخبره وساتل شول.
د افغانستان د مدني ټولنې د همغږۍ جرګې ددې بهير په هر پړاو کې خپل غږ او انديښنې ګرانو هېوادوالو او تروسه وسه د افغانستان حکومت او نړيوالې ټولنې ته رسولى او خپل ملي دريځ يې په څرګنده توګه ښوولى دى.
دادى يو ځل بيا يې په ډاګه اعلاموو ، چې د بن د ناستې په څنډه کې روانه انحصاري ناسته په هېڅ ډول د افغانستان د مدني ټولنې دټولو( او آن ډيرو) بنسټونو استازيتوب نشي کولاى او نظر و پريکړې يې يوازې د څو موسسو او اشخاصو سليقوي پريکړې دي، د افغانستان د مدنې ټولنې د همغږۍ جرګه د خپل مدني او ديموکراتيک حق په توګه دا هم اعلاموي چې د روان کال د دسمبر په دويمه نيټه به په جرمني کې د يوې لويې علمي غونډې په ترڅ کې ددغه انحصاري چلند غندنه وکړي او همدا راز به د بن د غونډې د جوړېدو ځاى ته څېرمه په يوه سوله ييزه احتجاجي مظاهره لاس پورې کړي، چې نړيوالې ټولنې او افغان سرلوړي ملت ته وښيي چې د مدني ټولنې د استازيو په نامه انحصاري غونډه د افغانستان د ټولې مدني ټولنې استازيتوب نه کوي او نظر و پريکړې يې ټولو ته د منلو وړ نه دي.
همدا راز موږ په افغانستان کې د المان د دوست هېواد د سفارت او اړونده څانګو دغه د مور ميرې سلوک په کلکه غندو ،چې له ګڼو ناستو، خبرو او خبرتياوو سره سره يې د افغانستان د مدني ټولنو يوه لوى اکثريت په هېرولو سره په خپله يو غير مدني او ناډيموکراتيک چلند وکړ. دا ډول چلند به د افغانستان د خلکو د اکثريت په ذهن کې پر نړيوالې ټولنې باور او اعتماد په کلکه وځپي، د دوى د ريښينولۍ، په ډيموکراسۍ او پلورليزم باندې ددوى د باور شعار به هسې تشې ادعاوې وګڼي او په راتلونکي کې به له مدني ټولنو څخه د خلکو تمې او هيلې ته زيان ورسوي.
موږ دغه پراډاکس او ضد و نقيض چلند ته هم حيران يو، چې د بن د غونډې مشرتوب د افغان حکومت پر غاړه دى خو د مدني ټولنو د غوراوي حق يو شمير بهرنيو ناڅرګنده او مجهول الهويه کړيو ته ورکړل شوى دى.
ځکه خو د افغانستان له حکومت، نړيوالو بنسټونو او د بن د غونډې ګډونوالو ته خبردارى ورکوو، چې نه ښايي دغه غير ملي ترکيب د افغانستان لپاره مهمې پريکړې له لارې وباسي او د افغانستان د خلکو د هيلو او د ملي ګټو پرخلاف نظرونه يې نه ښايي پر ټولو ليدلوريومنفي اغېز وکړي.
د افغانستان د مدني ټولنې دهمغږۍ جرګه ټولو افغانانو او د نړۍ عدالت غوښتونکيو خلکو ته ډاډ ورکوي چې تر پايه به ددې بې عدالتۍ پر وړاندې ودريږي او په راتلونکي کې به په خپل ټول ځواک د داسې غير مدني چلند مخنيوي کوي.
د لړم ٣٠ کابل