
د ملي کرښې ١٩ ګڼه
شننه : العالم العربي
ژباړه : حکمت امر خيل
داسيا په هر ځاى کې چين په چوپه خوله خپل اغيز پريږدي او دچا خبره لومړى نوک ننباسي بيا دسوک په اړه سوچ کوي . اوسمهال ،چې په افغانستان کې بهرني سرتيري نظامي شتون لري چين هم خپل ځاى لري ان ،چې ولسمشر کرزي څلور ځلې له دې هېواده ليدنه کړې ده . په دې کاواکه هېواد کې دچين چلند سړي ته دامريکايي ليکوال مارټين جاک خبره وريادوي ،چې په خپل کتاب ( کله ، چې چين پر نړۍ واک چلوي ... ) کې کاږي : داسې ښکاري ،چې په 2025 ز کې به دچين اقتصاد دنړۍ په کچه له پياوړو هغو څخه يو وي او له امريکايي اقتصاد څخه به هم پياوړى وي او هغه مهال که موږ چيرې دچين هېوادني توليد ته وګورو دا هېواد به له نظامي او سياسي پلوه تر ټولو پياوړى او ځواکمن هېواد وي .
دافغانستان په اړه دچين دريځ داسې دى ،چې دطالبانو په اړه له هغه سره يې کوم ټکر او ستونزه نه لري په بله مانا دواړو ته په يوه سترګه ګوري ان دا ،چې دا دچين لپاره کومه ستونزه نه ده ،چې طالبان دسياسي نظام يوه برخه شي او روانې ستونزې ته هر اړخيزه سياسي حل وموندل شي ، بلکې چين پردې باور دى ،چې افغانستان د يوموټي هېواد وړتيا نه لري او دا دريځ او باور يې په امريکا او انګلستان کې دسياسي پريکړو له کړيو سره ډير ورته بريښي او دوى وايي دافغانستان دستونزې حل په دې کې دى ،چې دمرکز پر ځاى دې واک ولايتونو ته وليږدول شي او طالبانو ته دې د پښتنو سيمې پرېښودل شي ، چې کنترول يې کړي او ددې شونتيا شته ،چې دتاجک او هزاره ميشتې سيمې هم ورته وسپارل شي .
په افغانستان کې دچين تر ټولو ستره موخه په طبيعي زيرمو کې پانګونه ده او ښه بيلګه يې په لوګر کې دعينکودمسو کان دى دا په نړۍ کې دمسو تر ټولو ستر کان دى او درې کاله وړاندې چين د درې مليارده ډالرو په اندازه پانګونه په کې کړې ده .
له ډيموکراسۍ څخه دملاتړ موسسې غړى وليد فارس وايي : کرزي ته په دې وروستيو کې جوته شوه ،چې دا له امريکا پرته دملاتړ نورو سرچينوته هم اړتيا لري ځکه له ده سره به دامريکا ملاتړ د تل لپاره نه وي کرزى هڅه کوي ،چې له اسيايي زبرځواکونو سره د همکارۍ نوي کانالونه پرانيزي او پيل يې له چين نه کړى دى .
چين افغانستان ته دنړيوالو سوله ساتو ځواکونو له ليږد سره خپل مخالفت ښودلى او پردې هم ښه پوهيږي که چيرې په دې هېواد کې اسلامي نظام رامنځته شي دسيمې ټيکاو به اغيزمن کړي ، خو بيا هم دنامشروطو مرستو وړانديز کوي او دچين دبهرنيو چارو وزير پر مرستو ټينګار کوي او هغه مرستې يې يوه يوه يادې کړې ،چې چين يې په افغانستان کې د ښوونخيو ، لويو لارو ، روغتونونو په جوړولوکې کوي . دبهرنيو چارو وزير زياتوي اوس يو شمير سياستوال پوه شوې دي ،چې نظامي وسيلې افغان کړکيچ ته دحل موندنې په چاره کې ناکامې شوې دي . خپله چينايي سياستوال هم وايي : په افغانستان کې دچين پانګونه له ټيکاو سره مرسته کوي او افغانانوته د کار زمينه برابروي او پردې سربېره له افغان حکومت سره مرسته کوي ،چې هغه وسله والو ته کار پيدا کړي ،چې له تاوتريخوالي لاس اخلي .
v چين طالبان پر وسلو سمبالوي !
انګلستان څو ځلې چين ته شکايت کړى دى ،چې په افغانستان کې طالب جنګيالي زموږ دسرتيرو پر ضد چينايي ډوله وسلې کاروي . BBC وايي : په افغانستان کې ميشتو بهرنيو ځواکونو پر طالبانو له بريد وروسته وموندل ،چې ددوى په مورچو کې چينايي وسله پاتې شوې ده ، پکين ددې ګيلو او دعوو دسپيناوي او پلټنو ژمنه کړې ده ، دا لومړى ځل دى ،چې انګلستان په ښکاره توګه پکين ته دا ډول يوه خبره کوي او له طالب جنګياليو سره دچينايي وسلو دشتون په اړه سپيناوى غواړي . دچين دبهرنيو چارو وزارت ټينګار کوي : موږ دوسلو دپلور پر مهال دچينايي او نړيوال قانون دپلې کېدو غوښتنه کوو . په دې وروستيو کې ليدل شوې دي ،چې طالبان په ډير غرور وايي : موږ دالوتکو ضد وسله تر لاسه کړې ده ، خو سرچينه نه ښايي ، چې له کوم ځايه ؟؟ . خپله افغان چارواکي هم وايي : طالبانو پرمختللې چينايي وسلې لکه الوتکو ضد توغندي ، توپونه ، ماينونه ، مزاييل او دماين جوړونې وسايل تر لاسه کړې دي .
طالبانو د HN-5 په نوم پرمختللې دالوتکو ضد توغندي تر لاسه کړې دي ،چې نوي په چينايي کارخونو کې جوړ شوې دي . ديادونې ده ،چې دافغانستان په سويل کې چينايي ډوله وسله ډيره تر سترګو کيږي ځکه دا دنورو هغو په پرتله ډيره ارزانه ده .
دکره معلوماتو له مخې پخوا پاکستاني څارګرو دا ډول وسلې طالبانوته برابرولې ، خو اوس به يو څه ستونزمنه وي ،چې دا ثابته شي ،چې همدا څارګر دالوتکو ضد توغندي طالبانو ته ورکوي او کنه ؟
v چينايي وسله د ايران له لارې ويشل کيږي .
دافغانستان دچارو يو شمير نړيوال څارونکي او شنونکي ايران ته دپړې ګوته نيسي او تور پرې لګوي ،چې ايران چينايي وسلې طالبانو ته ليږدوي . افغان حکومت له ډيره پخوا دا ټينګار کاوه ،چې دايران استخبارات دافغانستان په سويل کې فعاليت کوي او خپلې ډلې لري ،چې ددوى لپاره کار کوي .
له 2001 ز راديخوا ايران لګيا دى د درېيم لاس داسې شبکې جوړوي ،چې امريکايي موخې پر نښه کړي او که چيرې امريکا دايران پر اتومي موخو بريد کاوه دا شبکې به ېې پر ضد فعاليت کوي .
شيعه ايران د سختدريخه سني طالبانو دوديز دښمن دى او په 1998 ز کې خو نږدې وه ،چې ايران دافغانستان پر لويديز بريد وکړي ځکه طالبانو يې په مزار شريف کې 9 تنه ډيپلوماتان وژلي وو ، خو وروسته بيا څرګنده شوه ،چې هغه ډيپلوماتان نه ، بلکې داستخباراتو غړي وو او دايران په سپارښتنه وژل شوي و ،چې په افغانستان کې ددوى پلان رسوا نشي . اوس امريکا د طالبانو او ايران ګډ دښمن دى په افغانستان کې ميشت امريکايي نظامي قومندانان وايي : د طالبانو او ايران اړيکې اوس مخ پر غوړيدو دي ، خودچين موضوع په روان کړکيچ کې ډيره پيچلې ده . په دې وروستيو کې امريکايي چارواکو له دې پرده پورته کړې ده ، چې چين پر ايران وسله پلوري او دا يې بيا په افغانستان او عراق کې پر جنګياليو ويشي .
v له هندوستانه ډار :
چين افغاني ډګر ته له پاکستان سره دستراتيژيکو او اتومي اړيکو له برکته راننوتى دى . دايران او هندوستان داغيز په کيسه کې نه دى ، بلکې چين لا پردې باور دى ، چې دپاکستان له همکارۍ او مرستې پرته امريکا نشي کولاى ، چې په سويلي اسيا کې دترهګرۍ پر ضد جګړه وګټي . دچين له انده دپاکستان دټيکاو لپاره دا اړينه ده ،چې داسلام اباد او ډيلي ترمنځ ترينګلتيا کنترول شي او دکشمير ستونزې ته حل ولټول شي ، خو هند د دريمګري هر ډول منځګړتوب نه مني او چين بيا له دې ډاريږي ،چې هندوستان د تيبت ستونزه دځان په ګټه ونه کاروي .
چين پردې هم ښه پوهيږي ، چې په افغانستان کې دامريکا دستراتيژۍ موخه له ياغيانو سره جګړه نه ده ، بلکې په دې هېواد او سيمه کې اوږدمهاله ستراتيژيکي موخې لري ځکه افغانستان داسيا او اروپا ترمنځ دپيوستون پل دى په سيمه کې دامريکايي سرتيرو شتون دالقاعدې له منځه وړل دي ، خو دا هڅه هم کوي ،چې ناټو په دې دنده کې ناکامه نه شي ځکه دا يې له اروپا بهر لومړني نظامي عمليات دي ،چې ناټو له ترهګرۍ سره دجګړې په موخه پيل کړي دي .
چين اوس خپلې سترګې افغانستان او پاکستان ته نيولې دي او هلته دامريکا او روسيې ترمنځ د ټکر لپاره شېبې شميري او تر څنګ يې غواړي ،چې له تيبيتانو سره دهندوستان دملاتړ مخه هم ډپ کړي ، دپاکستان ټيکاو دافغانستان پر ګټه دى البته دا دچين اټکل او انګيرنه ده ، خو امريکا بيا خپل حسابونه لري .
v د ترينګلتيا پيل :
نن امريکا پردې باور ده ،چې له چين سره لوبه نوره له کنتروله وتې ده او چين اوس دلوبې دمهارولو بنسټيز لورى دى ځکه خو امريکا اړ شوه ،چې خپلې پخوانۍ وسيلې اووسلې يو ځل بيا راښکاره کړي لکه ، تيبت ، تايوان ، دچين په لويديځ کې ايالتونه ، شمالي کوريا او ... خو نن ورځ چين دامريکا له اور او ګوزار څخه ډيره ليرې دى ځکه ايډيولوژيک چين نن شتون نه لري ، خو اقتصاد يې پر امريکايي بازار بريد او يرغل کړى دى . دستونزو مهارول او په وړ وخت کې پريکنده ګوزار اوس دپکين رسمي دريځ دى چين کولاى شى ،چې کورنۍ او بهرنۍ ستونزې له خپلې خوښې او ګټې سره سم مهار کړي .
v د اور بلولو سياست :
واشنګټن پوه شوى دى ،چې دچينايي اقتصاد بهير داسې ورمات دى ،چې مهارول يې دچا دوس خبره نه ده ، خودا اړتيا پر خپل ځاى پاتې ده ،چې دچين داړونکي غاښونه ورمات شي کنه يوه ورځ به چينايي چاړه امريکايي هډوکي ته ورنږدې شوې وي ځکه خو واشنګټن خپلې پخوانۍ وسلې ،چې امريکايان پرې نور باور هم نه لري ورښکاره کړې دواشنګټن له انده دا وسلې دومره کولاى شي ،چې چينايي بهير څه ټکنى کړي نو ځکه خو امريکا هڅه کوي ، چې دچين دننه ستونزې راوپنځوي دامهال به ېې دچينايانو خوځښت شل کړى وي .
نن ورځ واشنګټن پوهيږي ،چې چين ورسره دنړۍ په رهبرۍ کې شريک دى او دا داسې پېښه ده ، چې انکار ترې نشي کېداى او امريکا ته په کار ده ،چې سر له اوسه ځان هر ډول احتمال ته چمتو کړي .
|
|
|
|