چا وران کړو دا وطن چا تری لوټ کړې خزانه ده
که خپل کـــه بیګانه دهچه خپل یــې ورانوي بیا د پـــردو نه څه ګیله ده
ظالمو زمانه ده
په نوم د عدالت دی خو خیانت پکې چالان دیغریب پدې وطــن کې د ماړه نس په ارمان دیدا ملک چاته جنت چـــاته په مثل د زندان دی
هر چا ده غږولی د خپل خــــوښې ترانه دهظالمو زمانه ده
هر چا تــــر خپــــله وسه دا وطــــن کــــړلـــو خرابڅوک ناست دی بلـډنګو کې په ډالر کوي حسابڅوک پروت دی په خیمه کې له یخني نه شو کباب
هستي یــــې رانه لـــوټ کـــړه د ډالرویارانه دهظالمو زمانه ده
خلک لاړه ترکیهانه موږ په خپلو کې جنګیږوپدې عصرو زمــــان کې د پردو په ډول ګډیږونفاق او تربګني کــــې هیڅ مطلب ته نه رسیږووطن په نامه یو شی صرف همدا یوه چاره دهظالمو زمانه ده
ټینګ عزم افغانی اوورورګلوي موسعادت دیوطن ته د با دردو هیواد والو ضرورت دییووالی اتحــــاد زمونږه پوهه ده همت دیوطن بـــه شي اباد که دا مو عزم او اراده دهظالمو زمانه ده----------------------------------------سمیع الدین افغاني
وروستي