
په ايمان سينګار ويښ افغان نسل ته پيغام
احمدشاه ابدالي جرګه
د ځوان افغان نسل ننګياليو خويندو وروڼو!
د افغانانو تاريخي قاتلان وپېژنئ
له خپل ناموس او مقدساتو څخه د دفاع په ليار کې د افغان ننګيالي ملت د ولس او خاورې غاصبانو پنجابي پوځ او بيروکراسۍ تر پښو لاندې ځمکه په تبۍ بدله کړئ
ليک: غلام محمد زرملوال
ځان به ويښ کړو هرې خوا ته ...... هرې خواته رقيبان دي
يو پر بل مو سره وژني ...... وايي خپل يو، غليمان دي
احمدشاه بابا
د افغانستان د تجزيې پلان:
شپږمه برخه
له بلې خوا د پاکستان استخباراتو او پوځ بيله شکه پر افغانستان د مخامخ بريد لپاره سوچونه کول. د افغانستان په اړه د راتلونکو پلانونو او احتمالاتو د موجه ښودلو لپاره يې ګونګوسي خپرول او په کابل يې تور لګاوه چې پر پيښور د سکډ توغنديو د ويشتلو لپاره تيارى نيسي. د بينظير حکومت تر زيات فشار لاندې و چې په افغانستان کې مخامخ مداخله وکړي. احمد رشيد ليکي چې: ".. که څه هم بوټهو غواړي په افغانستان کې له مخامخ ښکيلتيا څخه ډډه وکړي، خو د پاکستان پوځ او اسلامي بنسټپال مخالف ګوندونه ورڅخه غواړي چې بايد د چريکانو په ملاتړ په افغانستان کې مداخله وکړي.." او پرخپل وار يو امريکايي "لوړ پوړى چارواکى" وايي چې که چيرې د افغانستان له لوري سکډ توغندي په پيښورکې ولګيږي، نو زه (په افغانستان کې) د پاکستان پوځي مداخله نه شم ردولاى.." [1]
د همداسې چاپيريال په وجود کې د جهادي تنظيمونو ترمنځ تر هماغه دمه پټ او تر پردې لاندې توپيرونه اوس په خونړيو نښتو بدل شوي وو. په دفاعي چارو کې انګريزي ليکوال او ژورنالست، مارک اربن، د اګست پر ٢٩ نيټه ليکي چې د افغانستان په ځينو سترو ولايتي مرکزونو کې: ".. سيمييزو قوماندانانو د هغه بريد له پيلولو څخه انکار کړى دى چې په پيښور کې يې د تنظيمي مشرانو له خوا ورته لارښوونه شوې وه او مقصد يې له جلال اباد څخه د رژيم د پوځونو بل خواته ليږدول وو.." اربن زياتوي چې د تنظيمونو د ".. منځ مهال حکومت ترمنځ هم تر هغه وروسته کړکيچ ډير شوى چې د تخار په شمال ختيز ولايت کې د يوې ډلې ديرش تنه قوماندانان د بلې ډلې له خوا وژل شوي دي. پرون د حزب اسلامى يوه وياند وويل چې په تخار او بدخشان کې د جمعيت اسلامى له خوا د دوى پلويان له څلورو اونيو راهيسې تر بريد لاندې وو چې په نتيجه کې يې درې سوه تنه په جګړه کې وژل شوي او جګړه نورو ولايتونو ته خپره شوې ده.."
له همدې کبله کابل د تنظيمونو له نفاق او د خپل وسلوال ځواک له لوړ شوي مورال څخه په ګټه پورته کولو خپل سياسي تعرض هم ګړندى کړى و. په بهر کې يې د تنظيمونو له مشرانو او په اروپا او امريکا کې له يوه شمير اوسيدونکو نامتو مشرو افغانانو سره د اړيکو ټينګولو او د هيواد د غميزې په حل کې د هغوى هڅولو ته دوام ورکړى و. له انګريزانو څخه د نيمايي هيواد د نيمه سياسي خپلواکۍ د اويايمې کليزې د لمانځلو پر مهال، ډاکټر نجيب الله د افغانستان خلکو ته په وينا کې وايي چې که چيرې له مجاهدينو سره: ".. د خبرو له لارې کوم توافق ته ورسيدلاى شو... نو دولت به له يوې ملي سرتاسري غونډې سره موافقه وکړي. په هغې غونډې کې بيا کولاى شو چې د يوې رهبري شورا د جوړولو په هکله توافق وکړو چې هغه به د بيلابيلو سياسي نظريو او ډلو ښکارندويه وي ... موږ کولاى شو يو شپږ مياشتنى اوربند اعلان کړو ... رهبري شورى به د اوربند په اوږدو کې يو ائتلافي حکومت جوړ کړي چې د ټولو ډلو د ګټو استازي وکړاى شي ... رهبري شورى به دا واک هم ولري چې د يوه نوې اساسي قانون اود پارلماني ټولټاکنو د قانون د تسويد لپاره يو کميسيون وټاکي ... دا اساسي قانون او د ټولټاکنو قانون به د لويې جرګې له خوا تصويب شي. دا به په هيواد کې د پارلمان د جوړولو او ټاکل شوي حکومت د منځ ته راتلو لپاره لياره هواره کړي ... د افغانستان جمهوريت چمتو دى چې د ملګرو ملتو تر څارنې لاتدې ټول ټاکنې وکاندي.."[2]
د تنظيمونو مشرانو د تېر په څېر د نجيب الله وړانديز رد کړ. د هغوى ځواب دا و چې په وروستي وړانديز کې ".. هيڅ نوي څه نه ليدل کيده ... که نوموړى غواړي چې [دوى ته] پر تسليميدو خبرې وکړي، نو موږ ورته تيار يو.." واقعيت دا دى چې تنظيمي مشران او قوماندانان، له هغه يوه شمېر پرته چې په پټه يې له روسانو او د افغانانو له نورو غليمانو سره نږدې ټينګې اړيکې لرلې، ټول خبرو ته تيار وو. خو هيڅ يوه هم - لدې کبله چې يو يې هم خپلواک نه و- خپل تيارى په ډاګه نه شو ښودلاى. د تنظيمونو له يوه شمير مشرانو او يا د هغوى له استازو سره په مرکو کې ما (ليکوال) ته څرګنده وه چې هغوى خپلې ګټې- او ورسره د هيواد ګټې هم- پدې کې ليدې چې دې "ناسور زخم" ته د پاى ټکى کيښودل شي. له کابل سره د خبرو کيناستلو لپاره هغوى هم يو لړ پټ وړانديزونه لرل. د هغوى وړانديزونه د لويې جرګې له جوړيدو څخه نيولې چې د هغې له خوا به "محمد ظاهرشاه ته بلنه ورکړ شي" چې د دولت واک ترلاسه کړي؛ نجيب او د حاکم ګوند د سر کسان به - "مثلاً د دريو کلونو مودې لپاره" - ماسکو ته ولاړ شي او له هغه وروسته به بيا "عمومي بښنه اعلان شي"، بيا تر دې چې د " تفاهم" پر اساس دې ځنې ولايتونه لکه پکتيا، کندهار او هلمند دوى ته خوشى شي چى په پاى کې به دوى ته دا چانس په لاس ورشي چې له کابل سره خبرو ته کيني. خو ظاهري دريځ يې بل څه و. کله چې مې د داسې يوې مرکې په ترڅ کې له يوه تنظيمي مشر څخه د افغانستان د کشالې د حل په لړ کې د مجاهدينو له خوا د وړانديز د نشتوالي په اړه پوښتنه وکړه، په ځواب کې راته وويل شول: ".. ما کابل ته پيشنهاد استولى دى، خو له هغې خوا تل منفي ځواب راکړ شوى دى. ستاسې وړانديزونه څه وو؟ زموږ وړانديز دا و چې نجيب دې له قدرته لاس واخلي. ولې او څنګه له قدرته لاس واخلي؟ ځکه چې هغوى کافران دي.." کله چې ما بيا پوښتنه وکړه چې کابل وايي چې موږ توبه ايستلې، پر خپلو کړو پښيمان يو او اوس مو له خپلو غلطيو څخه زده کړي دي، او پردې سربيره د مجاهدينو ترمنځ اتفاق نشته "موږ کوم شخص يا ډلې ته قدرت پريږدو"، د تنظيم د مشر ځواب دا و چې: "نه د هغوى توبه کښل کافي نه دي، هغوى زنديق دي. کله چې يو مسلمان کافر شي، هغه نه شي بخښل کيداى.." کله چې ما (ليکوال) د مرکې په ترڅ کې بيا پوښتنه وکړه چې که ".. تاسو جګړې ته دوام ورکړئ افغانستان به بيخي تباه شي او هيڅوک هم دا اټکل نه شي کولاى چې راتلونکې به څنګه وي.."، ځواب دا و چې "... افغانستان بيله هغه هم تباه دى.." ايا تاسو پدې عقيده ياست چې جګړه به وګټئ؟، ځواب: ".. هو په دوه کلونو کې.." او زما ددې پوښتنې په ځواب کې يې، چې د امريکا په مرسته د پاکستان او ايران حکومتونه يو هم په افغانستان کې پر خپلو پښو ولاړ حکومت نه غواړي، وويل چې هو ".. د ضيا په اړه دا خبره سمه وه، خو اوسنى (د بينظير بوټهو) حکومت زموږ لپاره ښه دى..!" عجيبه خوشباوري، کابل هم همداسې فکر کاوه! کابل هم د بوټهو واک ته رسيدل په تودوخه لمانځل او پدې فکر و چې "له جنرال ضيا څخه د پاکستان د پيپلز پارټۍ حکومت د دوى [له دې خاطره] پر ګټه و" چې د هغې پلار هم د "روټۍ، کپړه، مکان" نارې وهلې. خو پدې واقعيت خبر نه و او يا يې ورباندې سترګې پټولې چې له يوې خوا پاکستان زموږ په هيواد کې د خپل برم خوبونه ليدل، او له بلې خوا دا ټوله لوبه خو په يواځې ځان د پاکستان تر وس ډېره پورته وه او اساسي لوبغاړي خو پرنګى او امريکا وو.
دا هم منلى واقعيت و چې پاکستان خپلو موخو ته د رسيدو پر لور د افغانانو کشاله حل شوې نه بلله، بلکې د هغې د لا اوږدولو پروګرام يې لاره. په سرګوده کې د يوې وينا په ترڅ کې د پاکستان د وسلوالو ځواکونو لوى درستيز، جنرال اسلم بيګ، وايي چې په جلال اباد کې له ماتې وروسته ".. د افغانستان مجاهدين نور د مخامخ جګړې توان نه لري. لدې کبله هغوى مجبوردي چې بيرته په چريکي جګړو لاس پورې کاندي، داسې جګړه چې د نامعلومې مودې لپاره به دوام وکړي.." جنرال اسلم بيګ زياتوي چې په پاى کې به د "کلابندۍ او زيندۍ کولو کړنلاره بريالۍ شي.."[3]
خو له خورا زياتو وينو تويېدنو وروسته بيا هم په افغانستان کې د يوه او يا څو ښارونو نيول د تنظيمي مشرانو خوب او خيال پاتې شو. د هغوى پوځي او سياسي دريځ ورځ په ورځ کاواکه کيده او ترمنځ يې د ستراتيژيک ډلييز نفاق واټن په لوييدو و. نړيوال زړه سوى ورسره په لږيدو و. له جهاد سره د امريکا او د هغې د انډيوالانو د ملاتړ د اصلي موخو په پرله پسې او لويه او لويه کچه بربنډيدلو پر تنظيمونو باندې د افغانانود اتبار کچه راټيټه کړې وه.
[1] "… High-placed sources in Washington said that the mujahedin were planning an offensive against at least three Afghan cities …The attacks on the cities - Jalalabad, Khost and Gardez - would be accompanied by attacks on Kabul and Bagram airports to disable the runways…despite efforts by Pakistani diplomats to get a peace process on the road, Ms Bhutto is not in a position to go along with one, unless there is a US backing…Although Ms Bhutto is keen to avoid direct involvement in Afghanistan, the Pakistan military and the fundamentalist Islamic opposition parties believe that Pakistan should intervene militarily on behalf of the guerrillas…", Ahmad Rashed, "The Independent", 5 July 1989
[2] افغانستان راديو، کابل، ١٩ آګست ١٩٨٩
[3] "… The Afghan mojahedin were no longer in position to launch a frontal attack after their defeat in Jalalabad … they had to turn to guerrilla war which will continue indefinitely… the siege and strangulation policy will succeed…", Media reports, 10 December 1989