
د ملي کرښې ١٩ ګڼه
د بن لومړنى نړيوال کنفرانس لس کاله مخکې په ٢٠٠١ ميلادي کال کې جوړشوى و،چې په پايله کې يې دحامدکرزي په مشرۍ دشپږو مياشتولپاره لنډمهاله اداره جوړه شوه . لنډمهاله اداره د برهان الدين رباني له وسله والې ډلې څخه دواک له لېږد وروسته اړه وه ، چې دانتقالي دولت درامنځ ته کېدو لپاره مقدماتې چارې ترسره کړي .دبيړنې لويې جرګې رابلل، دحقوقي تشو د ډکولو لپاره دفرمانونوصادرول ، په هېواد کې دقضايي اواداري سمون، دبشري حقونو دساتنې او له وسله والو ډلو څخه دوسلو راټولول هغه مهم مسئوليتونه وو ،چې موقته اداره يې دنړيوالې ټولنې په مرسته په ترسره کولو مکلفه وه .
دا ټولې چارې د پخوانيو جنګسالارانو دټوپکو ترسيوري لاندې څه ناڅه پيل شوې خو جنګسالاران بياهم وتوانېدل ،چې دخپل واک دوام د حامد کرزي په وسيله په بيړنۍ لويه جرګه کې هم تصويب کړي . انتقالي حکومت شاوخوا پنځه نوي په سلو کې د موقتې ادارې د غړو په ترکيب جوړ شو.
داځل بيا انتقالي حکومت ته دنده سپارل شوې وه ،چې د دوو کلونو په دننه کې داساسي قانون مسوده ترتيب اولويې جرګې ته يې وړاندې کړي . داساسي قانون کميسيون او لويه جرګه هم د وسله والو ډلو تراغيز لاندې جوړه شوه . ديوڅه نيمګړتياوو ترڅنګ چې په اساسي قانون کې د افغانانو پرملي هويت باندې دمنکرو وسله والو ډلو له خوا وتپل شوې بياهم دافغانستان لپاره وړ اساسي قانون تصويب شو ، خو په هغه وخت کې دانتقالي حکومت ترکيب او دچارواکو سستو ارادو ته په پام سره تمه نه کېده ، چې دنوي اساسي قانون په تصويب سره به په هېواد کې دقانون واکمني رامنځ ته شي ، چې همداسې وشول دانتقالي حکومت دمودې له بشپړېدو سره سم او په هېواد کې دسراسري ټاکنو له کېدو وروسته جنګي جنايت کارانو ، دبشري حقونو ناقضينو ، دملي شتمنيو لوټ مارانو او دافغانانو پرملي هويت باندې منکرو ډلو بياهم په انتخابي دولت کې لويې برخې خپلې کړې . اوپه مرکزي او ولايتي ادارو کې يې له خپل واک اوځواک نه په استفادې سره په ملي شورا کې هم خپل نفوذ ټينګ کړ اوپه دې توګه يې دځمکو غصب ،فساد اواختلاس اوبلډنګونو اوښارګوټو جوړولو ته مخه کړه دوى دخپل ژوند لوړې سطحې ته په پام سره فکر کاوه ، چې نور نو هرڅه ګل وګلزار دي خو ولس يې دالس کاله په تيارو ، فقر او ستونزو کې ايسار وساته . افغانستان ديوه ناکامه دولت په توګه هغو هدفونو ته چې دبن د لومړني کنفرانس پرېکړه ليک او اساسي قانون ټاکلي وو ونه رسېد. او دادى همدا ناکامه دولت داداري فساد، قانون ماتونې ، دبشري حقونو دنقض ،ناوړې حکومت دارۍ ،دمخدره توکوقاچاق ، کورنۍ جګړې ،بهرنيو لاسوهنو او يوشمېر نورو ستونزو دلرلو ترڅنګ د تېرو لسو کلونو دلاسته راوړنو دساتلو جوګه هم نه دى .
دبن دويم کنفرانس په داسې حال کې جوړيږي،چې افغانستان ديوعالم ستونزو سره لاس اوګرېوان دى. دې ټکي ته په پام سره چې افغانستان اړ دئ له تېرلس کلن سفر وروسته يو ځل بېرته شاته وګوري او دخپلې ناکامۍ دلاملونو له موندلو وروسته دهغو په له منځه وړلوکې له ټينګې ارادې سره دراتلونکې لپاره دنړيوالې ټولنې مرستې جلب کړي څو ټکي ضرور دي .
دمعلوماتو له مخې دافغانستان په اړه دبن دنوي کنفرانس داجندا مهم توکي په تېرولسوکلونو کې دافغانستان دلاسته راوړنو اوستونزو ارزول، دسولې بهير، افغان امنيتي ځواکونو ته دامنيتي چارو ليږد او له ٢٠١٤ کال وروسته له افغانستان سره دنړيوالې ټولنې دمرستو دوام دى .
افغانان له دې کنفرانس او ګډونوالو څخه يې څه غوښتنې اوهيلې لري ؟ په دې ليکنه کې هڅه شوې چې دافغانانو په ځانګړې توګه دافغانستان دمدني ټولنې دفعالو بنسټونو پر وړانديزونو اواندېښنوهم رڼا واچول شي .
دافغانستان لاس ته راوړنې او ناکامۍ :
په دې کې شک نشته ،چې افغانستان په تېرو لسوکلونوکې ډېرې لاس ته راوړنې لري . چې مهمې يې دنوي اساسي قانون انفاذاو داساسي قانون په رڼاکې په بېلابېلو برخو کې دفرعي قوانينو جوړېدل ، دنوې رغاونې اوبيارغونې په برخه کې دپام وړ پرمختګ شوى اوس د افغانستان ډېرې لويې لارې جوړې شوي او نږدې په ټولو لرې پرتو سيمو او ولسواليو کې د دولتي تاسيساتو لپاره ودانۍ جوړې شوي ، دپخوا په پرتله دپوهنتونونو او ښوونځيود ودانيو ستونزې کمې شوي . افغانستان کې د خصوصي سکتور د فعاليتونو دپرمختګ لپاره يو څه اسانتياوې رامنځ ته شوي . دمخابراتو ، روغتيا او ښاري خدمتونو په برخه کې يو څه پرمختګ شوى ،دملي اردو ، ملي پوليسو د جوړېدو لپاره بنسټونه ايښودل شوي او ترټولو مهمه داچې پولي واحد (افغانۍ) ثبات موندلى او ټول ماليات او دولتي عوايد مرکزي شوي دي خو ځينې ستونزې او خڼډونه ددې لامل شوي ،چې يادې لاس ته راوړنې دافغانانو په ورځني ژوند لږ اغېزه وکړي .
موږ نستباً ښه قوانين لرو خو يا يې دپلي کېدو اراده نشته اويا دولتي ادارې دقانون دبشپړ پلي کولو وس نلري دروانې جګړې او کله هم د چارواکو دبې پروايۍ له امله ودانۍ او لويې لارې د ورانېدو له ګواښ سره مخ دي . حکومتي ادارې د جوړښت او قوانينو له پلوه ښې شوي خو په چارواکو کې دتعهد نشتوالى خلکو ته دخدماتو دنه رسېدو سبب شوى .اداري فساد دخلکو او دولت ترمنځ فاصله رامنځ ته کړې په ولايتي او سيمه ييزو ادارو کې ناست واليان اوبې سواده ولسوالان دمرکزي حکومت دارادې تمثيل نه شي کولاى .ملي شتمنۍاوس هم دناوړه استفادې له ګواښ سره مخامخ دي ، خلک عدالت او امنيت ته لاس رسى نلري اوهمدې حالت او روانې جګړې په خلکو کې دپورتنيو لاس ته راوړنو د له لاسه ورکولو وېره رامنځ ته کړې ده .
په دې برخه کې دافغانستان دولت ته په کاردي ، چې په دولتي ادارو کې ژور اصلاحات رامنځ ته کړي ترڅو دولتي اداره په دې وتوانيږي ،چې خپلو امکاناتو ته په پام سره خلکو ته د خدمتونو دوړاندې کولو جوګه شي .
دافغانستان دمدني ټولنې دهمغږۍ جرګې څه موده وړاندې په خپل خپاره شوي پيغام کې وړانديز وکړچې :
دافغانستان دولت او نړيواله ټولنه د دې پرځاى ،چې د اداري فساد په هکله يو بل ته دملامتۍ ګوته نيسي په ګډه دې ددې ستونزې د له منځه وړلو او اصلاحاتو لپاره خپل فعاليتونه همغږي کړي .
مدني ټولنې د ښې حکومت دارۍ په برخه کې حکومت او نړيوالې ټولنې ته وړانديز کړى ،چې په دولتي ادارو کې دې د اشخاصو او ډلو دمصلحتونو پرځاى عامه مصالحو ته لومړيتوب ورکړل شي او په ادارو کې دې مسئولين د دمسلکي وړتيا ، ژمنتيا او تخصص پربنسټ وګومارل شي .
په هېواد کې دې داداري فساد دلمنې دټولولو په موخه دې دقانون له حکمونو څخه تېښتې او معافيت ته دپاى ټکى کېښودل شي .
سوله او ملي روغه جوړه:
په ٢٠٠١ ميلادي کال کې دطالبانو دواکمنۍ له ړنګېدو وروسته دحامدکرزي حکومت او ځينو نړيوالو ملاتړو يې پتېيلې وه، چې ګنې طالبان نور دتاريخ حافظې ته سپارل شوي اوبيا به دسر راپورته کولو توان ونلري خو لږ وروسته څرګنده شوه ، چې طالبان لاهم ديوه ځواک په توګه کولاى شي دافغانستان په ګوټ ګوټ کې وسله وال فعاليتونه وکړي د وخت په تېرېدو سره دطالب وسله والو بريدونه ټول افغانستان ته و غزېدل او ان دکابل په مرکزکې يې د درنو بريدونو دترسره کولو توان وموند. د جګړې دوام بېلابېل لاملونه لري لکه دافغان حکومت له وسله والو مخالفانو سره دګاونډيوهېوادو مرسته ، په تېرو لسو کلونو کې د بهرنيو پوځيانو له خوا دخلکو پراستوګنو او شخصي حريم تېري او د حکومت دظلمونو له لاسه په خلکو کې دوسله والو مخالفينو د ملاتړ داحساس پياوړي کېدل خو په هردليل چې وي اکثريت افغانان په دې باور دي چې جګړه د حل ديوازنۍ لارې په توګه نه شي تعقيبولى نوځکه افغانستان نن سبا سولې ته تر هرڅه زياته اړتيا لري . افغان حکومت ته په کاردي چې د وسله والو مخالفينو له بيا بيا انکار سره سره دسولې ور پرانستى پرېږدي .
په دې اړه دا فغانستان دمدني ټولنې دهمغږۍ جرګې په خپل پيغام کې دبن دغونډې له برخوالو لاندې وړانديزونه کړي .
موږ سوله د افغانانو د ګټو او غوښتنو له زاويې خو د ټولو په ګټه غواړو.
ټول اړخونه دې سوله، مصالحه او مذاکره د يو اصل په توګه ومني.
د ټولو مطرحو افغانانو بين الافغاني پراخ ډايلاګ ته دې زمينه جوړه شي چې له هر ډول بهرني فشار پرته پخپلو کې په پوره تفصيل د خپل سرنوشت په باب بحث، مذاکره، تفاهم او توافق وکړي .
د مصالحې اوسولې لپاره دې د افغانانو متفقه طرحه د داسې ابرومندې روغې جوړې عملي کول وي چې:
په دننه کې د هر افغان مساوي حيثيت او عزت پکې خوندي وي او د بشري کورنۍ په منځ کې افغانان د يو ابرومن نوم او دريځ لرونکي کړي .
د ملي، اسلامي او نړيوالو منل شوو معيارونو په چوکاټ کې دې د بشر او ښځو حقونه، عدالت، پوهنه او پرمختګ په اتفاق سره ومنل شي.
د بيا ادغام (Re-integration) په خوا کې دې ابرومنده روغه جوړه (Respectful Reconciliation) د يوې فعالې او اغيزمنې سياسي پروسې په توګه ومنل شي او د حصول لپاره يې په اخلاص کار پيل او بري ته ورسول شي.
افغانان دې بيا په ګډه له نړۍ سره کيني ،تر څو داسې توافق ته سره ورسيږي چې پر دې بنسټونو ولاړ وي :
بهرنيان تر نا څرګند مهاله زموږ په هيواد کې نه شي پاتې کيداي. افغانان بايد د خپل هيواد ساتنه پخپله وکړي .
د دواړو خواو په ګټه داده چې که بهرنيان وځي، په ابرو کې دې لاړ شي او موږ دې په عزت او سرلوړۍ کې پاتې شو .له نړۍ، سيمې او ګاونډيانو سره دې زموږ اړيکې په درې اصلونو ولاړې وي : متقابل درناوي، نه لاسوهنه او متقابلې ګټې.
د امنيتي مسئوليتونو انتقال :
دبن کنفرانس يوه موضوع افغان امنيتي ځواکونوته د امنيتي مسئوليتونو دليږد دبهير ارزونه ده . افغان امنيتي ځواکونه په داسې حال کې دامنيتي مسئولتيونوا خيستلو ته چمتو والى نيسي، چې لاهم ددې ځواکونو د وړتيا په اړه شکونه موجود دي او ويل کيږي چې د پوځي وسايلو او تجهيزاتو دنه موجوديت له امله له ستونزو سره مخامخ دي .
په دې اړه دا فغان مدني ټولنې دهمغږۍ جرګې هم لاندې وړانديزونه کړي .
د افغان ملي امنيتي ځواکونو (ملي اردو، ملي پوليسو، ملي امنيت) رهبرې او تشکيل دې د وړتياپه اساس جوړ شي نه د قومي، ژبني او سياسي مصلحتونو پر اساس
افغانستان له يوې خوا داستخباراتې او سياسي لاسوهنو سره مخ دى اوله بلې خو د داسې ګاونډيانو لخوا ايسار دى چې هر يويې د افغانستان په اړه خپله اجنډا لري او هر يو يي پياوړي پوځونونه او استخباراتي موسسې لري. نو بايد د پوځي اوعلمي ميتودونو پراساس زموږ حد اقل دفاعي او امنيتي اړتياوې وسنجول شي، او دهغې پراساس دې افغان اردو، امنيت او پوليس وروزل شي او په وسلو دې سمبال شي
د افغانستان اردو بايد هوايي، مدافع هوايي، او نور ټول عسکري صنفي ځواکونه ولري
د افغانستان د اردو لګښتونه بايد دافغانستان د خپلو اقتصادي ظرفيتونو سره سم وي، په لنډ مهال کې بايد نړيوالې مرستې ادامه ومومي خو په اوږد مهال کې زموږ اردو بايد پخپلو پښو ودريږي
بهرنيان بايد بې پلانه او په بيړني ډول له افغانستانه ونه وځي، بلکې د فاجعو د مخنيوې لپاره دې درې پروسې موازي پرمخ لاړې شي. لومړى ټولو لورو ته د سولې او روغې جوړې ابرومنده پروسه. ٢ د بهرنيانو تدريجي وتل. ٣ د بې طرفه ملي او امنيتي ځواکونو په پښو دريدل.
افغانستان سره د نړيوالې ټولنې د همکاريو دوام :
ټاکل شوې تر ٢٠١٤ کال پورې دافغانستان امنتي چارې په تدريج سره افغان امنتي ځواکونوته وسپارل شي او بهرني پوځيان له افغانستان څخه ووځي او يا په افغانستان کې خپل حضور کم کړي . دبن کنفرانس يوه موضوع له ٢٠١٤ کال وروسته له افغانستان سره دنړيوالې ټولنې مرستې او ژمنې دي .دافغانستان دمدني ټولنې دهمغږۍ جرګې په دې اړه هم وړانديزونه کړي او په خپل پرېکړه ليک کې يې داسې ليکلي .
د افغانستان له دولت او نړيوالو څخه هيله لرو چې د اوږد مهاله همکاريو او واحدي سټراټيژۍ په چوکاټ کې دې خپلې ژمنې پر هغو اغيزمنو اوږدمهاله سټراټيژيکو پروسو متمرکزې کړي چې اوږدمهاله، سياسي، اقتصادي، نظامي او ټولنيزې مثبتې لاسته راوړنې ولري.
د افغانستان د عدلي، قضايي او ډيموکراتيکو موسسو دپياړتيا سره دې دوامداره مرسته وشي.
په سيمه کې د دوامدارې او تلپاتې سولې د ټينګښټ له پاره دې د سيمې پر هيوادونو لازم سياسي فشارونه واچول شي او داسې احساس دې ورکول شي، چې افغانستان په نړۍ کې هغه پخوانى منزوي هېواد نه دى .
نړيواله ټولنه کولاي شي د سيمې هيوادونه په افغانستان کې د منفي رقابتونو پر ځاي په افغانستان کې مشروع اقتصادي فعاليتونو او فرصتونو ته چې دغه هيواد يې د خپل خاص جغرافيي موقعيت او طبيعي منابعو له پلوه ظرفيت لري وهڅوي.