د افغاني ټولنې راولاړې ستونزې

له کله نه چې دېرش کاله وړاندې افغانستان په جګړو کې راښکيل شو بهرن‌ۍ لاس د هيواد په سياسي ،ټولنيزو او نورو چاروکې هغه څه دي چې زموږ هيواد يي په کنډواله بدل کړ او زموږ ګاونډې هيوادونه يې په دې بريالي کړي چې وکولاي شي خپلو شومو ااهدافو ته ورسيږي .
د هيواد والو بې سوادي ،ټولنيز وروسته پاتې والي هغه څه وو چې زموږ هيواد يې د اور په لمبو کې وکړاوه او تر نن پورې يې ناخوالې لاهم دوام لري او موږ و نشو کړاي هيواد له دې ستر ناورين څخه چې کورنې جګړې د بهرنيو په ځانګړي ډول د ګاونډيو لاس وهنې مخنيوي وکړو او دغه ناورين ته د پاي ټکي کيږدو .
نړيوالې ټولنې لکه څنګه چې اړينه وه هغه شان د افغانستان ستونزو ته غوږ ونه نيو هماغه وو چې د طالبانو د واکمني په راتلو سره په هيواد کې د طالبانو د نظام ترڅنګ د القاعدې نړيواله شبکه هم په پښو ودريده او دطالبانو له نظام څخه په ګټې اخيستنې سره وکولاي شول په افغانستان کې خپل روزن ځايونه جوړ او په زرګونو تروريستان ېې وروزل نه يواځې په افغانستان کې بلکې په اکثرو عربې هيوادونو کې خپلو فعاليتونو ته زور ورکړ.
دغې تروريستي ډلې وروسته له دې چې ځانته ېې پټن ځايونه وموندل او په دې ډاډه شول کولاي شي له افغانستان څخه ښه ګټه په پراخه پيمانه اخيستلي شي نويې په غربي نړۍ په ځانګړي ډول د امريکا پر سفارتونو او په دې ډله کې د امريکا هيواد په نړيوال سوداګريز مرکز هم بريدونه ترسره کړل چې ددغو بريدونو په پايله کېد څلوروزرو په شاوخوا کې امريکايان ووژل او غربي ويده نړۍ يې راويـښه کړه .
د القاعده شبکې دغه بريدونه دد لامل شو ترڅو امريکا دنړيوال ائتلاف په ملاتړ او د ملګرو ملتونو په همکاري يې په افغانستان نظامي بريد ترسره کړ چې په پايله کې يې د طالبانو نظام ونړاوه او پرځاي د کرزي په مشري د بن د پريکړې پر بنياد خکومت رامنځته کړ ، له دغه خکومت څخه دخلکو هيلې لکه څنګه چې وې پوره نشوې اوپه ډيرو برخو کې لاهم افغانان له بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګريوان داچې د ددغو ستونزو اصلي لامل څه دي هغه معلومه او د لمر په شان روښانه خبره ده چې بيا هم زموږ ګاونډيان د تير په شان په کراره کې نه ناستل او زموږ سره يې خپله دوستي لکه د تل په شان وپالله او د دوستي ترنامه لاندې يي په لستوڼي کې مار را وړاندې کړ .
د نوي حکومت په راتلو سره د افغانانو هېلې څه وې داهغه اساسي پوښتنه ده چې نړيوالې ټولنې او فعلي حکومت ورته پاملرنه نده کړې د سولې رامنځته کول ، پرمختګ او بيارغونه او ځوانانووته د کار زمينه برابرول ولې تر هغه بريده چې اړينه وه پام ندي شوي هماغه وو چې بيا هم زموږ ګاونډيانو زموږ ځوانانوته لاس رسي پيداکړي جنګ جګړو او همدارنګه نشه يې توکوته د ځوانانو هڅونه زموږ د ګاونډيانو همکاري ده او زموږ د ټولنې د بيرته پاتې والي لامل ګرځيدلي دي ،افغاني کورنۍ چې خپل بچې پاکستان ته د ديني زده کړو لپاره ليږي او هلته په نامه د ديني عالمانو له لوري بمي چاودنو او انتحاري حملو ته چمتو کوي .
که چيري افغان حکومت او نړيواله ټولنه غواړي چې په هيواد کې تل پاتې سوله رامنځته شي نو پکارده چې بې روزګاره ځوانانو ته د کار زمينه برابره او هغه ځوانان او تنکې ځوانان چې له ښوونځيو څخه فارغ دي د لوړو زده کړو زمينه برابره شي .
په هيواد کې د ننه د ديني مدرسو جوړول او د ديني زده کوونکو ته د زده کړې زمينه برابرول کولاي شي ترڅو زموږ ځوانان د ګاونډيو هيوادونو د استخباراتو له شر څخه ژغورلاي شي زموږ ګاونډي هيوادونه او د دوي استخباراتي کړي زموږ ځوانان په نامه د ديني عالمانو منګولوته سپاري چې بيا د خپل هيواد په وراني او انتحاري حملې کوي او زموږ د وژلو لپاره چمتو کيږي .
په دغه برخه کې د نړيوالې ټولنې او افغان دولت مسئوليت دى چې جدي پاملرنه وکړي افغان ځوانان او افغانانو سره د دغې ستونزې په هواري کې اوږه په اوږه مبارزه وکړي .
نړيواله ټولنه له هغه دروند مسئوليت څخه چې د افغانستان رغول او د ترهګرو د ځالو له منځه وړل ده ورسيږي او بيرته خپلو هيوادونو ته ستانه شي او افغانان به د نړيوالې ټولنې دغه ستره همکاري هيره نکړي .
بريال ناياب