
د ملي کرښې ١٩ ګڼه
افغان امنيتي ځواکونو ته دامنيتي مسئوليتونو دلېږد دويم پړاو په داسې حال کې په ځينې ناامنو ولايتونو کې پيل شو ،چې ولس ته لاتراوسه پورې د لومړي پړاو د ارزونو پايلې نه دي معلومې . ويل کيږي ،چې په دې پړاو کې داسې ولايتونه هم شامل دي ،چې بهرني ځواکونه يې دامنيت په ټينګولو کې پاتې راغلي دي . پوښتنه داده ،چې د امنيتي مسئوليتونو لېږد په دې مانا ده ،چې بهرني ځواکونه په سيمه کې دامنيت او ثبات له راوستو وروسته هغه سيمې افغان امنيتي ځواکونو ته سپاري او که داچې بهرني ځواکونه دامنيت په ټينګښت کې له پاتې راتلو وروسته له سيمې وځي او افغان امنيتي ځواکونو ته يې پرېږدي .؟ که د پوښتنې لومړى ځواب مثبت وي نو تراوسه پورې خو په هغو سيموکې چې دامنيتي مسئوليتونو دلېږد په لومړي پړاو کې افغان ځواکونو ته سپارل شوي اوهغه سيمو کې چې ويل کيږي په دويم پړاو کې افغان ځواکونوته وسپارل شي امنيت نه دى راغلى . چې داسې ده نو ښکاره خبره ده چې بهرني ځواکونه افغان ځواکونو ته داسې سيمې پرېږدي چې دوى يې هم دامنيت په راوستو کې پاتې راغلي دي .
پورتني واقعيت ته په پام سره بله پوښتنه داده چې بهرني ځواکونه له دومره زياتو امکاناتو ، پوځي وسايلو او هوايي ځواک سره سره په دې سيموکې دامنيت په راوستلو او د وسله والومخالفينو په کابوکولو کې پاتې راغلل نو افغان ځواکونه به په تشو لاسونو ،چې نه پرمختللي پوځي وسايل لري نه وسلې او نه هم هوايي ځواک څنګه په دې سيمو کې دامنيت په راوستلو اوياساتلو وتوانيږي . داسمه خبره ده ،چې افغان امنيتي ځواکونو ته دامنيتي مسئوليتونو له ليږد سره سم به په خلکو کې له رواني پلوه د حکومت دملاتړ احساس را ژوندى شي او هغه کرکه چې دبهرنيو پوځيانو دسرغړونو له امله په خلکو کې راپيداشوې وه له منځه لاړه شي خو يوه خبره له پامه نه شي لوېداى ،چې په اوسنيو حالاتو کې دامنيت ټينګښت وسايلو او امکاناتوته اړتيا لري . داچې خلک په راتلونکي کې له خپل امنيت اوخونديتوب نه ډاډمن نه دي دا له دې امله نه ده ،چې ګنې خلک دافغان امنيتي ځواکونو په وړتيا او ژمنتوب باور نلري بلکې دخلکو اندېښنه په دې کې ده ، چې افغان وسله وال او امنيتي ځواکونه د وخت له اړتياوو سره سم پرمختللى نظامي تخنيک ، هوايي ځواک او وسلې نه لري ځکه خلک هره ورځ په خپلو سيموکې دملي اردو او په ځانګړې توګه دملي پوليسو ستونزې په خپلو سترګو ويني .
دبېلګې په توګه به دميدان وردګو ولايت ياد کړو چې ټاکل شوې د امنيتي مسئوليتونو دلېږد دويم پړاو به يې په يو شمېرسيمو کې عملي شي . دا ولايت چې په ١٣٩٠ کال کې يې نوم دناامنو ولايتونو په سر کې ياديږي .خلک يې نږدې هره ورځ ديوې لويې پېښې شاهدان اوقربانيان وي په دې ولايت کې امنيتي ځواکونه له مرکز څخه هرې ولسوالۍ او حتا دمرکز ځينو سيمو ته دبهرنيو پوځيانو په الوتکو کې تګ راتګ کوي . داسې هم پېښ شوي چې افغان امنيتي پوليس ځينو سيمو ته دپلټنو او عملياتو له تلو وروسته دالوتکو دنه شتون اويا په وخت نه رارسېدو له امله په هغه سيمه کې په شپو شپو کلابند پاتې شوي دي .
دميدان وردګو ولايت په څېريو زيات شمېر ولايتونو کې دولسواليو اومرکز ترمنځ اړيکې يوازې اويوازې دهوا له لارې ټينګيږي . ددې مانا داده چې په هغو ولايتونو کې امنيت نشته ، وسله وال مخالفين فعال دي او هره شېبه کولاى شي افغان وسله وال ځواکونه په نښه کړي او دموضوع بل اړخ بيا د امکاناتو اړتيا په ګوته کوي په دې مانا که بهرني ځواکونه له سيمې ووځي او مـسئوليت افغانانوته وسپاري نو په کار ده چې افغان ځواکونه ددې ستر مسئوليت داخستلوجوګه کړل شي او هرډول پوځي وسايل ، پرمختللې وسلې ، هوايي ځواک او الوتکې ولري . چې دا دافغانستان اړتيا او د مطلق اکثريت خلکو غوښتنه ده . دافغانستان حکومت بايد خپل مرستندوى هيوادونه قانع کړي چې پورتنيو وسايلو سره افغان وسله وال امنيتي ځواکونه سمبال کړي .
افغان ځواکونوته دامنيتي مسئوليتونو دلېږد په برخه کې دويمه ستونزه داده چې اکثر واليان ددې لپاره چې خپل ځان اتل او تکړه وښيي ترخپلې ادارې لاندې ولايت کې دامنيتي وضعيت په هکله له مبالغو ډکې ويناوې کوي . داويناوې ښايي ددې سبب شي چې په امنيتي برخه کې زياې ستونزې پوښلې پاتې شي اوپه ځينو سيمو کې کاذبه اوموقتي ارامي ددې سبب شي چې د حکومت پاملرنه بلې خواته ترې واوړي . همدا اوس دانتقال په دويم پړاو کې يوزيات شمېر سيمې شته چې چې له امنيتي پلوه يې وضعيت ډېر ګډوډ دئ خو ښايي دواليانو او امنيه قوماندانانو له مبالغې ډکې ويناوې ددې سبب شوي وي چې هلته دې مسئوليتونه افغان ځواکونوته پرېښودل شي .
په هرصورت افغان وسله والو او امنيتي ځواکونو ته د امنيتي مسئوليتونوبشپړ انتقال دا فغانستان اړتيا ده خو دافغانستان حکومت بايد په دې برخه کې د ملي اردو ، ملي پوليسو او ملي امنيت ځواکونو ته د پوځي وسايلو په برابرولو کې ډېرې هڅې وکړي دبن نړيوال کنفرانس چې دبحث يوه موضوع يې همداده کېداى شي يو ښه چانس وي چې افغان حکومت بايد ډېره ګټه ترې واخلي او مرستندوى هېوادونه بايد قانع کړي چې افغان وسله والو او امنيتي ځواکونه سره دوسايلو په برخه کې ډېره دافغانستان له اړتيا وو سره سمه مرسته وکړي . افغان حکومت بايد له ياده ونه باسي چې پوځ اوپوليسو ته دملي روحيې ورکول اوپه هغو کې دوطنپالنې داحساس پياوړي کول پخپله دافغانانو دنده .