کرزی غواړي دا ځل خپل ورور واک ته ورسوي

 له 2001 ز کال راهيسې حامد کرزی په افغانستان کې واکمن دی او اوس يې  د جمهوري رياست دوهمې دورې ته هم کمه موده پاتې ده او د بهرنيو پوځيانو سره په2014 ز کال کې پای ته نږدې کيږي.
سر له همدا اوسه  د حامد کرزي، شمال ټلوالې او نورو ډلو لخوا د قدرت  د ﻻسته کولو لپاره هلې ځلې روانې دي.
ځينې خبرونه داسې دي، چې کرزي له فهيم، قانوني او د شمال ټلوالې له نورو  پېژندل شوو څېرو سره به په ګډه حکومت جوړوي او د لومړي وزير څوکی به رامنځته کوي.
اوس داسې اوازې هم ځواکمنې شوي، چې که کرزی په دې ونه توانيدو، چې په اساسي قانون کې بدلون رامنځته کړي او بيا په خپله په  واک پاتې شي، دی به د خپل ورور قيوم کرزي د جمهور رييس کيدو لپاره به ﻻره هواروي.