
په ايمان سينګار ويښ افغان نسل ته پيغام
احمدشاه ابدالي جرګه
د ځوان افغان نسل ننګياليو خويندو وروڼو!
د افغانانو تاريخي قاتلان وپېژنئ
له خپل ناموس او مقدساتو څخه د دفاع په ليار کې د افغان ننګيالي ملت د ولس او خاورې غاصبانو پنجابي پوځ او بيروکراسۍ تر پښو لاندې ځمکه په تبۍ بدله کړئ
ليک: غلام محمد زرملوال
ځان به ويښ کړو هرې خوا ته ...... هرې خواته رقيبان دي
يو پر بل مو سره وژني ...... وايي خپل يو، غليمان دي
احمدشاه بابا
د افغانستان د تجزيې پلان:
پينځمه برخه
امريکا ته د سفر په موکه، واشنګټن بينظير ته د ډاليو لمن هم ښه ورډکه کړې وه. نوموړې ته ٦٠ اِف-١٦ ډوله الوتکو، چې د هستوي وسلو د ليږد توان يې لاره، د ورکولو ژمنه ورکړشوې وه. دا پر هغو نورو٤٠ دې ډول الوتکو سربيره وې چې پاکستان ته مخکې له مخه ورکړل شوې وې.
له بلې خوا په افغانستان کې د سولې په موخه يوه شمير بهرنيو کړيو او شخصيتونو هلې ځلې پلې کړې وې. د فلسطين د ازادۍ سازمان مشر، ياسر عرفات، د افغانانو ترمنځ د روغې جوړې په نيت اسلام اباد ته سفر وکړ. د پاکستان پارلمان ته د وينا په ترڅ کې نوموړي د افغانستان د ستونزې د حل لپاره يو پلان وړاندې کړ چې د هغه پر بنسټ د افغانستان د پخواني پاچا، محمد ظاهرشاه، په مشرۍ د يوه انتقالي حکومت جوړول وو. په يوه مشخصه انتقالي دورې پسې وروسته ټولټاکنې په نظر کې نيول شوې وې. د ياسرعرفات "خاص استازى"، ابو خالد، کابل ته واستول شو او د ډاکټرنجيب حکومت د نوموړي له خوا وړاندې شوى پلان ومانه. خو د سولې دا پلان مجاهدينو ته د امريکا د استازي، پيټر تامسين، او صبغت الله مجددى له خوا رد کړ شو. د يوې مطبوعاتي مرکې په ترڅ کې هغوى دواړو د فلسطين مشر، ياسر عرفات، "نامطلوب" کس وباله.
د دې لپاره چې د افغانستان په اړه د واشنګټن کړنلاره پلې کړي، امريکا د١٩٨٩ کال په پاى کې پيټر تامسن مجاهدينو ته د هغه هيواد د سفير په توګه واستاوه. نوموړى مجاهدينو ته د امريکا خاص استازى و چې د کانګرس له خوا د سفير په کچه واک ورکړ شوى و. تامسن پلان لاره چې په واشنګټن کې واوسي، په پرله پسې توګه پيښور ته سفر وکړي او بيا کله چې مجاهدين کابل ونيسي نو دى به هلته د امريکا د "وايسراى" په توګه کار وکړي.
نوموړى اسلام اباد ته له رسيدو وروسته کوټې او پيښور ته ولاړ او د تنظيمونو له قوماندانانو سره يې ليده کاته وکړل. د احمدشاه مسعود له وروڼو، يحيى او احمدضياء مسعود، سره يې هم کتنه وکړه او د حکمتيار په اړه يې شکايتونه چې "په شمال کې يې د مسعود قوماندانان پر ډلييزه توګه وژلي وو" واوريدل.
د دې سفر په بهير کې تامسن د افغانستان له سپين ږيرو او مشرانو سره، چې د هغوى په ډله کې "حامد کرزى هم شامل او لا ځلمى سياسي کارکونکى و"، وليدل. د افغانستان غوټ اکثريت هيواد ته د پخواني پاچا، محمد ظاهرشاه، د راتګ غوښتنه کوله - هغه يې يو ملي سمبول باله چې د سولې په ګټه يې ترشا ګرد ولس راغونډيدى شو. پيتر تامسن د خپل سفر راپور واشنګټن ته واستاوه. نوموړي پدې راپور کې وليکل چې: ".. افغانان د نجيب الله او نورو پخوانيو کمونستانو پرضد چې په کابل کې په ځواک پورې نښتي دي په کرکه کې سره غوټه دي. خو دوى پر مساوي اندازه د حکمتيار په شان اسلام پالو افراطيونو څخه هم ستړي او په جګړه کې د پاکستان د استخباراتو پر لاسوهنه پر غْوسه دي.."[1]
د پيترتامسن راپور په واشنګټن کې د افغانستان په اړه د سي آى اِى د جګړييزې کړنلارې په هکله شکونه راپورته کړي وو. ددې لپاره چې په دې اړه د يوې نوې تګلارې د جوړولو او پلي کولو په تکل کې شي، تامسن د يوې نوې خورا سِري څيړنيزې ډلې په مشرۍ په کار پيل وکړ. پدې لړ کې له اوږدو څيړنو او خبرو وروسته د څيړنيزې ډلې غړي پريکړې ته ورسيدل چې له جنګ سره دې ديپلوماسي هم ورګډه شي. د همدې په نتيجه کې وو چې تامسن يوه "سِري دوه اړخيزه کړنلاره" جوړه کړله. دا له افغانستان څخه د روسانو تر وتلو وروسته "د افغانانو له جګړې سره د امريکا نوى چلند" و. پدې کړنلاره کې لا اوس هم پردې ټينګارکيده چې د مجاهدينو "بنسټپال ځواکونه" تجريد، د نجيب الله رژيم په زور له پښو وغورځول شي او پرځاى يې يو "منځدريز او پراخ بنسټ حکومت" منځ ته راشي. د دې نوې کړنلارې د پلي کولو په لار کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په ظاهر کې د سولييز حل پلوي کوله، خو په واقعيت کې يې تصميم لاره چې سياسي خبرې پيل او د هغو په ترڅ کې به "نه يواځې نجيب الله، بلکې اسلامپاله افراطيون" هم له سياسي ډګر څخه وباسي. داسې خبرې به د شوروي په ګډون له ملګرو ملتو، پاکستان او د افغانستان له پخواني پاچا سره پيل کوي. او په عين وخت کې به سي آى اَى د کابل پرضد "پټه جګړه" هم پرمخ بيايي.
شوروي هم په افغانستان کې د پخواني پاچا په مشرۍ د حکومت جوړولو ملاتړ ته دوام ورکړ. په کابل کې د شوروي سفير، يولي ورنسوف، په سهيلي اسيا کې هر ګوټ او هر هيواد ته سفر وکړ او په افغانستان کې يې د محمدظاهرشاه په مشرۍ د "يوې انتقالې ائتلافي ادارې" د جوړولو او ورپسې بيا د ټول ټاکنو لپاره هلې ځلې کولې.
خو په دې اړه د تنظيمونو د مشرانو ځواب بيخي منفي و. د شوروي له روسي ژبې ورځپاڼې سره د مرکې په ترڅ کې د حزب اسلامى مشر او د مجاهدينو په "منځ مهال حکومت" کې د بهرنيو چارو وزير، گلبدين حکمتيار، پدې هکله وايي چې: ".. دکابل رژيم به يا هيواد خوشې کوي او يا به نابوديږي. موږ د پينځو ولايتونو او درۍ سوه ازادو شويو سيمو په ګډون، د هيواد په ٩٥ فيصده خاوره مسلط يو. موږ د هيواد ټولې ليارې، چې لوى ولايتي مرکزونه سره نښلوي، تړلې دي. موږ ډاډه يو چې کابل به په نږدې راتلونکې کې سقوط وکړي.."
د ١٩٩٠ زيږديز کال په لومړيو کې پيټر تامسن اسلام اباد ته ولاړ چې له پاکستاني مقاماتو سره د افغانستان په اړه د امريکا "نوې کړنلاره" شريکه کړي. د دې کړنلارې په هکله پاکستاني چارواکو، په تيره بيا د صاحبزاده يعقوب خان په مشرۍ د هغه هيواد د بهرنيو چارو وزارت، ډيره مينه وښوده. د پاکستان د واکمنو سرچينو له خوا داسې ښودل کيدل چې ګوندې د محمد ظاهرشاه د بيرته راستنيدو په اړه "حتى د پاکستان د جاسوسۍ سازمانو مامورينو" هم رضايت وښود. په دې پسې جوخت تامسن پروګرام لاره چې رياض ته ولاړ شي او د سعودي عربستان د استخباراتو له مشر، تُرکي الفيصل، سره له خبرو وروسته روم ته سفر وکړي او د افغانستان له پخواني پاچا سره خبرې پيل کړي. خو ډيره لږ موده يې ونيوله چې دا واقعيت ډګر ته راووځي چې د پاکستان د بهرنيو چارو په وزارت کې ښوول شوى توافق غولوونکى و. ستيو کُول د "پيريانو جګړې" په ٢٠٨ مخ کې ليکي چې د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت تر خبرو وروسته ".. تامسن او [په پاکستان کې د امريکا سفير] اوکلې په اسلام اباد کې [د امريکې] د سفارت په دريم پوړ کې د سفير په خونه کې ناست وو چې د سي آى اِى د [اسلام اباد] اډې مشر کوټې ته ورغى" او ورته ويې ويل چې "پيټر [تامسن] روم ته نه شي تللاى. دا به د هغه بريد پلان ګډوډ کړي چې موږ له آى اِس آى سره يوځاى جوړ کړى دى.." پدې ډول افغانان يوځل بيا وتړل شول چې د يوه بل "جنګي موسم" په اوږدو کې په خپلو وينو کې ولمبول شي او د سولې لپاره يې هيلې د پرنګي، امريکا او پاکستان د ګټو قرباني شي.
د ١٩٨٩ د اګست د مياشتې په وروستيو کې د افغانستان غميزه نوي پړاو ته رسيدلې وه. د نجيب په وسلوال پوځ کې د "ناکمونست" افسرانو له خوا د رژيم پرخلاف کودتا افواهات خپاره وو. پر قدرت باندې د مسلط "وطن ګوند" د راپرځولو لپاره بيلابيل پروګرامونه او پلانونه تر لاس لاندې وو. ددې کار د ترسره کولو لپاره پر کوم يواځني بديل چې خبرې نه کيدلې هغه سولييز سياسي بديل و. د کابل د "وروستني مرګ" او د وروستۍ "يوې ټيلې" ګونګوسيو، چې له خطره ډکې پايلې يې له هماغه پيله اټکل کيداى شوې، د هيواد فضا ډکه کړې وه. پر کابل ښار باندې د مصري "سقر-٢٠ او سقر-٣٠ توغنديو؛ ١٢٢ مليمتري راکټونو بريدونه روان وو. دې توغنديو، چې ".. د سي آى اِى له خوا عرضه او په غُنچه يي بمونو سمبال و او هربم بيا د لاسي بمونو په تخريبي کچه له ٢٨ څخه تر٣٥ کوچني بمونه ليږدولاى شول.." تر ٣٦ کيلومتر پورې لرې واټن ته رسيدلاى شوۀ. د بيدفاع ولس د مړو، معيوبينو او ژوبلو ګڼه ورځ په ورځ په لوړيدو وه. د جلال اباد تر خونړيو پيښو وروسته په دوو مياشتو کې د يوې احصايې له مخې لږ تر لږه شپږ سوه اولسي کسان يواځې د کابل په ښار کې وژل شوي وو.
د امريکا په مشرۍ لويديځ د افغانانو په اړه د زور او پوځي حل کړنلارې ته دوام ورکاوه. سي آى اِى ټينګه ملا تړلې وه چې په افغانستان کې "ورته لاس ته ورغلى" ځاى له لاسه ورنکړي. زموږ په هيواد کې د وينو توييدلو او په ښارونو باندې د " ړندو توغنديو" د ويشتلو په اړه د امريکا د کانګريس د بهرنيو چارو د کميټې مشر، کلېبورن بيل، په يوه وينا کې وايي چې دا "يو نظامي ضرورت دى"، او ژمنه کوي چې که چيرې د حل لار ونه موندل شي، نو امريکا به افغانانو ته نورې پرمخ تللې وسلې ورکړي. نوموړي دا خبره پداسې حال کې کوله چې په خپله امريکا او سيمييزو انډيوالانو يې د سولې په مخ کې خنډونه اچول. په افغانستان کې د سولې خبرې کول، د سولې له ليارې جګړې ته پاى او د افغانانو تر منځ خپل منځي خبرې او تفاهم کرکجن عملونه ګرځول شوي وو. که څه هم چې په ځانګړې او پټه توګه د تنظيمونو ګردو مشرانو دا خبره کوله چې نوره وينه توييدنه بيخي بيځايه او ظالمانه وه، خو په ډاګه او د ولس په مخ کې يې هر يوه له بل څخه ځان زيات سخت دريځه ښود او ددې زړه يې نه لاره چې د خپل سرښندوى ولس د ژغورلو په لټه کې ډګر ته ووځي. د هر تنظيم او ډلې مشر د خپلو تمويلوونکو- سي آى اِى، ام آى-٦، آى اِس آى، سعودي، ايران او نورو سندرو ته نڅا کوله.
په کابل کې د کمونستانو وضع هم په همدې شکل وه. د هغوى تر منځ هم "د خلقيانو، پرچميانو، ببرکيانو، ستميانو" او نورو فراکسينونو تر همدې پورې پټه روانه جګړه په لوڅيدو وه. پدې لړ کې يې په افغانستان کې د جګړې د مسير پر ګرځولو پيل کړى و. لومړي ګونګوسي د يوې "ناکامې کودتا" په هکله خپاره شول. ويل کيدل چې دا کودتا د شهنوازتڼي په مشرۍ د خلقيانو له خوا د ډاکټر نجيب پرضد پلان کړل شوې وه. د هغوى ترمنځ توپيرونه تردې کچې رسيدلي وو چې حتى په بهرنيو هيوادونو کې يې سياسي نمايندګيو ته هم سرايت کړى و. د کمونستانو په يوه سفارت کې د سفارت کوټې سره ويشل شوې وې. د ودانۍ په يوه پوړ کې به د نجيب سفير ناست و، خو په بل پوړ کې به يې د کارمل پلويانو د نجيب د حکومت پرضد فعاليت کاوه.
پرنګي او امريکا، چې په هيڅ ډول يې نه غوښتل په افغانستان کې د "بنسټ پالو" حکومت جوړ شي او اوس په څرګنده توګه د نجيب د حکومت له ژر پښو غورځولو څخه هم ناهيلې شوې وه، د نورو ليارو چارو په لټون کې وه. دې موخې ته د رسيدلو لپاره يې په هيواد کې د ننه "مستقلو قوماندانانو" ته د وسلو د ورکولو بهير، چې د ١٩٨٩ کال په فبروري کې يې د روسانو د وتلو په درشل کې پيل کړى و، ګړندى کړ.
ستيو کُول د "پيريانو جګړې" په ١٨٩-١٩٠ مخونو کې ليکي:".. اونۍ تيرې شوې او بيا نورې اونۍ. نجيب الله، د هغه کابينه او پوځ يې پرځاى ټينګ ودريدل. د درنو واورو په منځ کې د افغانستان پوځ د کابل چاپيره دفاعي دايره نوره هم ويړه کړه او مجاهدين يې لرې واټن ته په شا کړل ... په اسلام اباد کې شروين خپلو ملګرو ته وويل چې د سي آى اِى وړاندوينه - نه لومړي او نه وروسته ځل - غلطه وختله ... بـييرډن ومنله چې د شروين د کابل ډله دې مخامخ د هغو ياغي قوماندانانو د سمبالولو دنده پرغاړه واخلي چې له سي آى اِى اجوره اخلي. ددې قوماندانانو شمير د ١٩٨٩ کال په لومړيو مياشتو کې اټکل ٤٠ تنو ته رسيده. په هغوى کې کوچني قوماندانان هم وو چې د مياشتې اجوره يې پنځه زره ډالره وه، ځينو ته پنځوس زره ډالر ورکول کيدل. د هغوى ګڼ شمير حکمتيار ته کار کاوه. سي آى اِى د حکمتيار د رقيب، مسعود، اجوره هم لوړه کړې وه. نوموړي ته اوس په مياشت کې دوه لکه ډالره نغده پټه اجوره ورکول کيدله ... سي آى اِى هڅه کوله ټول دا اجرتونه د پاکستان له استخباراتو، آى اِس آى، څخه پټ وساتي. مسعود او د سي آى اِى په ځانګړې شبکه کې شامل افغان قوماندانانو ته تر دې دمه خوندي راديوګانې او د پيغام ليږلو لپاره نرم افزار (Soft-ware) هم ورکړ شوي وو چې د هغوى له لارې يې کولاى شول چې په اسلام اباد کې [د امريکا] سفارت ته کود [شفر] لرونکي سيده راپورونه واستوي.[2]
پردې سربيره د پرنګي او واشنګټن سيمييز انډيوالان او د ډلييزو رسنيو خورا نامتو ادارې د مجاهدينو په منځ کې د مذهب، ژبې او سمت پر اساس د نفاق د اور په لمبه کولو بوخت وو. په خلکو کې د ويرې اچولو او عمومي اذهانو د پارولو په نيت ، لويديزو سرچينو افغانستان ته د روسي پوځونو د بيرته راتګ افواهات خپرول. په افغانستان کې د جګړې د دوام په اړه د لندن- واشنګټن په تصميم کې، که څه هم د امريکا په سياسي کړيو کې تر نيوکې لاندې و، کوم بدلون نه ليدل کيده. ټايمز ورځپاڼه په يوه راپور کې ليکي چې د بوش اداره پدې عقيده ده چې: ".. له واک څخه د رئيس جمهور نجيب الله د لرې کولو لپاره به اتلس مياشتې په کار وي او لدې کبله مجاهدينو ته مشوره ورکوي چې جګړه په ټول هيواد کې خپره کړي.." امريکا د ".. هغو قوماندانانو لپاره، چې د سي آى اِى له خوا مخامخ وسلوال کيدل، (په جګړه کې د هغوى) موثريت معيار ټاکلى و.."[3]
د موثريت دا معيار د "پريکړو سرونو په بدل کې" قوماندانانو ته د وسلې ورکول و- يانې هر قوماندان ته به د وژلو کسانو د شمير پر اساس په هغه شمير وسلې ورکول کيدې. جهادي "مستقلو قوماندانانو" ته د نوي امريکايي ټاکل شوي معيار د ازمېيلو لپاره د ١٩٨٩ کال د جولاى په مياشت کې پر افغانستان د مجاهدينو يوه "نوي بريد" ته د تياري نيولو خبرونه خپاره شول. په راپورونو کې جوتيدله چې "د همدې مياشتې په اوږدو"، يا "دريو اونيو" په موده کې به يو "پياوړى تعرض" پيل شي. احمدرشيد له واشنګټن څخه د يوه اوږده راپور په ترڅ کې د لندن "انډيپينډينټ" انګريزي ژبې ورځپانې ته ليکي چې: ".. په واشنګټن کې لوړپوړې منابع وايي چې مجاهدين د دريو ښارونو: جلال اباد، خوست او ګرديز- پرخلاف بريد ته تيارى نيسي. له دې بريد سره جوخت به پرکابل او بګرام هوايي ډګرونو هم بريد وشي چې د الوتکو ځغل کرښې له کاره وغورځوي ... د پاکستاني ديپلوماتانو له هڅو سره سره چې غواړي د سولې پروسه بيا روانه کړي، ميرمن بوټهو دې ته چمتو نه ده چې پر خپل سر د امريکا له ملاتړ پرته - دې کار ته زړه ښه کړي ... امريکايان دا اوس له سولې سره کومه مينه نه لري.."
[1] "…The Afghans he met were bound by their hatred of Najibullah and other former communists clinging to power in Kabul, but they were equally wary of Islamists extremists such as Hekmatyar and were angry about interference in the war by Pakistani intelligence…", Steve Coll, 'Ghost Wars', p206
[2] "… Weeks passed and then more weeks. Najibullah, his cabinet and his army held firm. Amid heavy snows the Afghan military pushed out a new defencive ring around the capital, holding the mujahedin farther at bay…Bearden agreed that Schroen's Kabul group should take the lead in running the Afghan rebel commanders on the CIA's payroll. These numbered about forty by the first months of 1989. There were minor commanders receiving $5,000 monthly stipends, others receiving $50,000. Several of them worked for Hekmatyar. The CIA had also increased its payment to Hekmatyar's rival, Massoud, who was by now secretly receiving $200,000 a month in cash…The CIA tried to keep all these paments hidden from Pakistani intelligence…Massoud and other Afghan commanders in the CIA unilateral network had by now received secure radio sets with messaging software that allowed them to transmit coded reports to the Islamabad embassy…", Steve Coll, 'Ghost Wars', pp 189-90
[3] "… The US was adopting performance criteria for commanders which the CIA directly supplied with weapons…