بی خونده خبری(۳۷): د سپیو یارانه!!!

 \"\"

وسیم سجاد،کابل
ډیسمبر۲۰۱۱،۰۲
ما چی سیپاره لوستله نو ریکارډ می اوس هم قایم دی. له پلاره به مخکی—چی هغه به لا خپلی مزدوری ته نه وو تللی—زه به د خپلی استادی کور کی حاضر وم. یوه عجیبه خو لا دا چی زما د قران کریم استاده ښځه وه. چی دا نیکتایی وال ونه وایی چی زمونږ ښځی کار نه کوي!!!
په کوڅی کی به چی له کوره وتلم نو په منډه به وم. زمونږ د کور او د استادی کور ترمنځ مو دوی کوڅی لار وه. شاته به می نه کتل ځکه وړوکتوب کی یی د پیریانو، پیشو، سپي، ملا په نامه یی ښه دم کړي وو.
بیا چی په امریکن سنټر کی استاد شوم نو کله به د شاګردانو کورس په وخت نه ختمیده نو مجبور وم چی په وخت خلاصي لپاره یی په وخت لاړ شم. اوس ښه وم، لوی وم خو د خپلی کوڅی د همسایه له سپي به بیا هم ډاریدم ځکه چی پټه خوله یی اچوله.
هغه سپی ځکه ساتلی وو چی دښمني یی لرله. ښه سپی وو!!!
یو وخت می ټیوشن نیولی وو، ښه لوی وم خو بیا هم د الجبر استاد ډار پرځای وو. د ریاضي استاد خو په لیسو او ښونځیو کی فرعون وي!!!
تاسو به هم تری ډاریدی. زه خو چی یی اوس هم په خوب ووینم نو سهار می بیا د خولی خوند خراب وي.  ها! کیسه می کوله؛ ټیوشن ته په ډیری تیزی روان وم؛ له خولی می ناڅاپي چیغه ووتله!!! د اجمل خټک چغه نه در یادوم!!! تیندک می وخوړ، خو چی متوجه شوم په پښو کی می کوکری وو؛ هغه هم کوکاری کولی. زما او د سپي له خولی کوکاری یو وخت ووتلی؛ دلته می د سپي او ځان ترمنځ مشترکاتو ته فکر شو!!! بس د سپیو ددوستی ویاړ را په برخه دی. ددوی له برادری سره څه نا څه بلد یم!!!
مونږ هیڅ سپی نه دی ساتلی!!! خو نیا می کیسه کوي چی سپی یی درلود؛ او هغه مهال چی کور دننه د ال یحیا پادشاهی وه دی به سپی ساته. نیا می کونډه وه او زامن یی واړه وو. په مزار کی هغه مهال د لنګ نوابي د ولایت کیسی هم عامی وی. لنګ نوابی د وخت ښه والي وو چی د شپی به هم ګرځیده ترڅو د خلکو په حال احوال پوی شي خو بیا هم غله،غله وي. خدای دی مه اموخته کوه. دوی عادت وو.
کومه شپه یی کورته غله ورغلي وو. غله سر په سر ولاړ وو او بام ته ورختل دی چی شاوخوا بل شی نه وو پیدا کړی نو خپل سپی یی پری ویشتلی وو. تاسو ته به هم عجیبه ښکاریږي خو پښتنی میرمنی،سړي وي.
سپي خپل تاریخی او دینی شالید هم لري. د مجنون او لیلا په کیسه کی یی رول او د اصحاب کهف سپی قطمیر!!! یواځینی سپی چی جنت ته به ځي!!!
د پاټک دکلتور پر مهال زرداد هم سپی درلود او پښتانه یی پری داړل!!! خاطری به یی تاسو سره هم وي. خو زرداد په خپله د حکمتیار سپی وو. حکمتیار زرداد له شورای نظار سره جنګاوه خو کله، کله به دغه سپی دومره وحشي شو چی حکمتیار یی هم نه مانه!!! سپی وو خو وفادار نه!!! کله، کله به یی ویل چی زه په خپله حکمتیار یم!!! زرداد صیب!!! اوس په لندن کی خپل حبس قید تیره وي چی دباری جهاني د ملی سرود د شعر غوندی ځانته کیسه لري!!!
خپه نشۍ چی بیا می توهین کړی!!! جهانی باندی ویاړم. خو ده د هغه ملی سرود په اړه چی اوس مهال رسمی جنبه لري په مطبوعاتو کی لیکلي وو چی\"ملی سرود هم داستان لري\" چی د شهرت ننګیال په ملی هنداره کی هم خپور شوی وو. 
د کابلیو جینکو غوندی له تاسو هم هیله کوم چی غلط فکر نه کنید!!!
سګ جنګي خو په دی ملک کی ځانله شهرت لري!!! یاد می نه دي چی په زابل او که کندهار وو؛ هوری په سګ جنګی کی چاودنه هم شوی وه. او د ډیرو ژوند یی واخیست چی بیا وروسته د سپی او انسان د غوښو ترمنځ توپیر هم سخت وو. خو سړی به څه وایي هر سړی له خپل ملګري سره حسابیږي!!!
خو په دی جګړو کی یوه ښه خبره داوه چی سپي خودکش حملو کی استعمال نه شول!!! خره خو قرباني ورکړه او باید په زرین خط یی ولیکو!!!
خر زمونږ د بدی ورځی یار دی!!! مونږ سره خر تل وفادار پاتی شوی؛ زمونږ د سپیو ریکارډ یی مات کړی.
اسلام هم په ځینو مواردو کی دسپي د ساتلو جواز ورکوي!!! لکه له غلو څخه د کور ساتلو په موخه؛ له رمو څخه د حفاظت په موخه او یو بل مورد هم دی لکه...
خو ډیر شوق یی مه کوی؛ ځکه چیری چی سپی وي هوري ملایکی نه راځي. روانی ډیموکراسی خو سپي ښه عام کړي. هغه هم ګُرګي. سپی نن سبا د شخصیت برخه دی. د یو دیموکرات شخصیت په سپي سره پوره کیږي!!! حکمتیار صاب خو دا فکر لا د وخته کړی وو!!! هر رهبر باید لرلید ولري!!!
رباني صاب هم سپی درلود چی د مارشال فهیم په بڼه کی لوبیږي. مسعود انجینر پاپي درلود چی اوس پوره سپی شوی ډاکټر ډبل عبدالله در یادوم!!! فهیم مارشال خو اوس هم سپیتوب کوي؛ تیر وار یی د حاجي عبدالقدیر په پاپي په بهارستان کی چک لګولی وو. د ټلوالی یو بل سپی علی را یاد شو!!! اوس هم د ټلوالی لپاره ټغیږي. څومره وفادار!!!
د غزني په جاغوري کی سپي ملایان چی دا ځل یی د ایران لپاره غپلي وو؛ اختر یی له هغوی سره لمانځلی وو. خو زمونږ سپي هیڅکله دا ډول نه دي!!! نه پوهیږم چی زمونږ مالګه لکه بی مالګی ده. اسفندیار هیڅکه زمونږ لپاره ونه ټغیده. اوس هم د پنجاب لپاره ټغیږي!!! هی،هی نو!!! یو بل سپی فکور انجینر را نه هیر شو!!! د ظالم بچی د سپي سترګی دي؛ نن سبا خو په ټغیدو کی ځانګړی نوم لري!!! دلیلي خو دی ته رسیدلی چی باید چخی ورته وویل شي!!!
ژورنالیستانو ته هم که بی ادبی نه کیږي د سپیو په نظر لیدل کیږي. یو واری چی در پسی و ټغیدل نو سپیناوی بیا سخت دی!!! هڅه باید وشي چی ښه وساتل شي. او په دی کی فاروق وردګ ښه کامیاب دی. هم یی ګل اغا احمدی له ځان سره ساتلی او هم یی ننګ مُلا په ښه پوست ګمارلی دی.
پښتانه هم خپل ماشومان کله،کله سپي یاده وي. پښتانه ماشومان له هغه وړوکوالي په خره،سپي او اوښه یاد شي چی لوی شي بیا ورځینی هماغه شی جوړ وي. د سپي ځوی خو په کنځاوو کی برجسته صفت دی چی بی له، کنځا نا تکمیله ده. که ماشومان په ښو صفتونو یاد شي نو دا صفات کولای شي چی په ماشوم ښه اغیز ولري او هماغه ډول شی تری جوړ شي چی هم د خپل کور په درد وخوري او هم د ملت!!!
په انساني ټولنه کی د بره خبرو برعکس هم پیدا کیږي. په خپلو اهلي حیواناتو د انسان نوم اږدي لکه د هندي سینما وتلي اداکار عامر خان په خپل سپي د شاه رُخ خان نوم ایښی دی. قاری محبوب الله محبوب چی اوس ځان محبوب خان بولي او خپل شالید ته په سپک نظر ګوري دا مهال په دی بالیووډ خیلو مضامین لیکي. جناب قاری صاب دوی دواړه پښتانه بللي ځکه چی خپل شینتوب یی له دوی سره ورته  لیدلی. زما نیا په خپلی سپۍ د بختي نوم ایښی وو او بختي بیا زمونږ د کلي وه دا چی د نیا د سپۍ او بختي ترمنځ څه مشترکاتو شتون درلود نه پوهیږم. امریکایانو زمونږ قذافی ته هم د لیوني سپی خطاب کاوه
که ما هم کوم د سپي زوی پیدا کړ او د تربیه کولو نیت می وکړ نو نوم به یی حتمي یو له لاندو څخه وي:
الف: پرویز مشرف                        ب: بهزاد               ج: نژاد            د: مولوی فضلو
بره خبره می د توهین له مخی نه دی کړی، بلکی ددی لپاره می نیت کړی ترڅو د حیواناتو د ټولنو د انتقاد مخه ونیسم. هڅه کوم چی حیواناتو ته د سپکاوي په تور متهم نشم.
یوه بله خبره دا چی د سپي سترګی ډیری د کار دي. که کوم یو له دی نعمت څخه محروم وي نو کولای شي چی یا هم د پسه او یا هم د سپي سترګو ته مخه کړي. مشر ملاصاب به یی حرام بولي خو د ضرورت پرمهال بیا نو ستونزه لکه نه وي!!!
په افغانستان کی بلخي او دکوچیانو سپي ځانګړی شهرت لري. سپی د وفا سمبول دی. خو هیڅکله کوم کاندید وکیل خپل ځانته دا ډول نښه غوره نه کړه. اوباما په دی کار کی له افغان وکیلانو مخکی دی. مطلب می دا نه دی چی اوباما او خر یو رنګ لري بلکی دده ټاکنیزه نښه خر وو.
کاش دا ځل ډاکټر ډبل عبدالله د شورای نظار ټول اخلاق تر پښو لاندی کړي او خپله ټاکنیزه نښه سپۍ وټاکي. زه مطمین یم چی ډیری رایی به خپلی کړي. سپی د وفا تر څنګ د لید،دید،اوریدو او بوی قوی حواس هم لري چی په دی کی یی زمونږ مشر ملا، کرزي، او احدی ته ماتی ورکړی. دوی تل زمونږ په حق کی صم،بکم او عمی وي.
زمونږ یوه کمزوري دادی چی مونږ له خپلو څه زده نه کړل، له ګاونډیو مو څه زده نه کړل نو که دغه د حیواناتو مطالعی ته ملا وتړو نو فکر کوم یو شی به وو خپلی ټولنی ته تری را غونډ کړو. تر اوسه پوری ما د سپیو له برادری څخه ډیر څه زده کړي. که کوم بل وخت پیدا شو نو حتما به یی له تاسو سره شریک کړم!!!
که تاسو هم کوم سپی لری او یا یی هم پيژنی له مونږ سره یی اشنا کړی.
leekwal@yahoo.com
 
 
 \"\"