په برتانيه کې د تنکيو پېغلوتر منځ د اولاد غورځول 20٪ زيات شوي

په برتانيه کې د روغتيا ډېپارټمنټ رسمي سرچينې وايي ، چې په 2007 کال کې د هغو نجونو ترمنځ ، چې عمر يې تر 14 کلو ټيټ دی ، د اولاد غورځونې يا سقط سلنه 20٪ لوړه شوې . په 2006 کال کې 135 د سقط پېښې ثبت شوي وې ، خو داشمېره په 2007 کې 163 ته رسېدلې .
د 14 او 16 کلو تر منځ نجونو کې هم د سقط پېښې 10په سلو کې زياتې شوي ، چې شمېر يې 4376 ته رسيږي .  د برتانيې د روغتيايي ډېپارټمنټ د رپوټ له مخې تېرکال په ټوليزه توګه 198500 ماشومان غورځول شوي دي .