ايران د چټک غبرګون ټانک جوړوي

د ايران د دفاعي ځان بسينې ادارې مشر ويلي ، چې ايران د چټک غبرګون دپرمختللي ټانک جوړول په برياليتوب سره پيل کړي . د ده په ويناد  نوي ټانک نوم ( توسن ) دی .
ايران هڅه کوي په دفاعي لحاظ ځان په پښو ودروي ، په ځانګړې توګه له دې امله چې د امريکې او اسراييلو د بريد له ګواښ سره مخ دی . ځينې شنونکي په دې اند دي ،چې ښايي امريکا او اسراييل په نږدې وختو کې د ايران پر اتومي بنسټونو بريد وکړي .