![زما هېواده](https://rohi.af/assets/uploads/old/noimage.jpg)
چې مې رایاد شی خپل وطن سوکه سوکه ژاړمه
لکه بلبل دبل ګلشن سوکه سوکه ژاړمه
د بلتون تناره کې په رنګ د ډوډۍ سوزم اوس لوغړن يم پر سوختن سوکه سوکه ژاړمه
د يعقوب په شان تل يوسف،يوسف چيغې کړمهبخت کې مو نشته دی ديدن سوکه سوکه ژاړمه
وریځو زما پر هېواد خيټې تشې نکړي سپيره پاتې شو خوار چمن سوکه سوکه ژاړمه
سپينې واورې د سالنګ په قبر انبار غواړمشنختې ته هم سپين کفن سوکه سوکه ژاړمه
نمرود لره ابراهيم، فرعون لره موسی ووداسې به مات شی هر دښمن سوکه سوکه ژاړمه
که زما وینا ستا زړه کې مينه زياته نګړهبيا نه پښتون يم نه تورزن سوکه سوکه ژاړمه
جاويد احمدزی 29/11/2011