بی خونده خبری(۳۶): سپیناوی او درناوی!!!

وسیم سجاد، کابل
نومبر۲۰۱۱،۲۹
ما ګناه کړی هغه ځکه چی خپله لمن می پخپله په شا را اړولی. ما کوم محبوب شاعر ته سپکاوی کړی!!!
ما کوم د ژورنالیستانو مشر ته په ټيټ نظر کتلي. یو چا خو را ته بی غیرت او بی همت لیکلي. یو بل چا بی سواده او بی کتابه بللی یم!!!
چا را ته نیکی مشوری را کړي او چا می ملاتړ کړی!!!
یو چا مخکی د پاکستان د ننګرهار کونسلګری سره تړلی وم او کوم بل چا د کوم بل چا جاسوس ګڼلی وم!!!
یو لیکلي وو چی زه ملی مشرانو ته سپکاوی کوم!!!
زه له دوی ټولو څخه مننه کوم. کور یی اباد!!! کور یی اباد چی زما لیکنو ته وخت کاږي او لولي یی.
زه په خپله، یو عجیبه غوندی شی یم. کله، کله دومره احساساتی وم چی فکر کوم چی په دفتر کی به می سبا اخري ورځ وي او یا به می پلار له کوره وشړي خو کله بیا دومره نرم شم چی فکر کوم قات به شم. ما د لقمان حکیم په خبره عمل نه دی کړی چی وایی په خوله کی اوسه!!!
ما نه غوښتل چی سپیناوی وکړم خو بیا می زړه وکړ چی زما د وطنوالو احساسات د ارزولو دي. ددوی له احساساتو معلومیږي چی اوس هم په ښه ځيلي خره سپاره دي. ۱۰ کلنی دیموکراسی دوی لا تراوسه  نه دي نرم کړي. په کومه وسیله چی دغه ملت دوی ایل کول غواړي هغه لاری چاری د کار نه دي!!!
دوی سره لا تراوسه ددوی په ژبه خبری نه دی شوي؛ د دوی د پوهولو او قانع کولو هڅی نه دی شوي!!!
چا چی ورته ویلي غوږ دی پیشو ویوړ، دوی منډه کړی. او هغه چی د منلو او قناعت شنوا غوږ لري، په هیڅ شمیرل کیږي.
ما لیکلي وو چی د کاروان کتاب می خوښ نه شو او دلیل می راوړی وو چی کیدای شي د لیکونکی او دهغه د شخصیت سره د نابلدتیا له امله دغه پیښه رامنځ ته شوی وي؛
که څوک وایی چی دا معقوله خبره نه دی نو څه دي؟ ربانی به کیدای شي ښی لیکنی کړی وي خو د لیکنی اول پراګراف یی نشم ختمولی. سیاف متبحر عالم دی خو په تلویزون چی خبری کوي نه می یی خوښیږي. ځکه چی په خپله د لیکوال سره می نه لګیږي!!! د هغه شخصیت می له دی منع کوي چی ورته غوږ شم او یا یی هم ولولم!!!
یو څوک به په یوه ساحه کی رهبر وي خو په بله کی به بیا پیرو!!! که څوک بیا په هرڅه پوی وي او یا هم علم ولري نو بیا به هغه بل څه وي!!!
ما تراوسه کاروان نه دی لیدلی خو د هغه دواړه کتابونه(...خبری کوي او ...تر نرګسه) می اخیستي او راسره دي. شاعري می یی خوښیږي خو په لیکلو کی شپون ته نه رسیږي؛ په ژباړه کی و زبیر شفیقی ته چینی کم هی!!!
کیدای شي ځينو ته به کاروان د افغانستان شکسپیر وي خو په  کیسو لیکلو کی یی ما مالګه نه دی لیدلی. هر څو ک چی څه د لوستلو لپاره ټاکي له پخوانیو لیکوالانو چی لیکل یی ورته لوستي دي پرتله کوي چی کیدای شي ما هم همدا کار کړی وي او په نتیجه کی می بیا د زړه خبره کړی وي.
د ازمون په اړه هم ما څه بد رد نه وو لیکلي!!! ازمون په اړه ما لیکلي وو چی هر چیری تللی نو یون لیک یی ښکلی هغه حتی که کوز کونړ هم وي!!!
دده ځینی یونلیکونه دومره پیړ دي چی له ۱۵۰ څخه یی پاڼی اوړي خو د شهرت ننګیال، زبیر شفیقی یونلیکونو په پرتله یی هسی بللی شم. زه منم چی خوستوالو ورته د کار سړي غونډه جوړه کړی وه او په لونګی یی لمانځلی وو خو، خو په کی شته!!!
زه هیڅکله خپل ځان له کابلی والا سره نشم پرتله کولی، ځان را ته شیر(اسد) نه ښکاري او نه دا ګناه کوم خو بیا ځینی نور درته ننګوم!!!
دا چی ما د احدي نوم اخیستی او هغه ته می د خواجه سرا خطاب کړی او تاسو راباندی سره شوي یی زه ځان حق په جانب بولم او تاسو به هم!!!
کیدای شي چی یو څوک چا ته ښه ښکاره شي او بیا بل ته بیل او بل ډول!!!
رهبران د ستونزو پرمهال معلومیږي. انسان ازمایل کیږي او بیا مالومیږي چی څومره کش لري!!!
احدي لس کاله کیږي چی د کرزي په کابینه کی لاندی باندی کیږي. د ټول ټاکنو پرمهال کرزی ګرموي خو چی بیا پوست ورته پيشنهاد کړي نو بیا خبره خره په خره وي.
زه ستاسو د یو وطنوال په حیث دده د شخصیت پالونکی وم او ډیره هیله می وه چی د احدي غوندی شی را نه جوړ شي. دده په لیاقت کی لاریب فیه!!!
خو خبره داده چی احدي تراوسه افغان ملت ته څه کړي؟ ددی پرځای چی مخالفتونه را پیدا کړي نور هیڅ!!!
همدا تاسو حق ته مخ ماته شا کړی چی احدي په پارلمان کی څو چوکی لري؟ په پښتنو کی څومره محبوبیت او مقبولیت لري؟ ستاسو سره یی په کوم غم او کومی خوښی کی اوښکی تویی کړي او یا یی درته دګلونو امیل په غاړه کړی؟
د یو سیاسی، مشهور او بدنام ګوند د مشر په حیث یی ستاسو له کوم مشروع حقه ملاتړ کړی؟ هسکی مینی ته درغلی؟ پرون چی په کندهار کی ماشومان ووژل شول، ده کوم مطبوعاتی بیان ورکړ؟ په تخار کی چی یی تاسو له کورونو وویستلی ده کوم غبرګون وښود؟
پاکستان چی په کونړ بمبار کاوه، جناب چیرته وو؟ یو سیاسی رهبره خو باید همدا کارونه وکړي کنه؟؟؟
تاسو څه فرمایی؟
احدي کله هم ستاسو په ژبه خبری کړي؟ هغه بله ورځ چی پارلمان  کش کړی وو په کومه ډیر غږیده؟ کله دی بسم الله محمدی لیدلی چی ستا په ژبه غږیدلی وي؟ نو بیا یی په څه خپل رهبر بولی؟
ته به وایی چی پارلمان کی یی خو د نورو د خوشحالولو لپاره دا کار کړی؛ زه یی درسره منم!!!
تا لیکلي چی په صیب کی لیاقت دی او د کرزي د کابینی په ګوتو شمار کسانو کی راځي!!! ګوره انډیواله، پرون چی ګاز له اسمان سره خبری کولی دده لیاقت چیرته وو؟ هغه بله ورځ چی ایران تیل بند کړي وو دده لیاقت چیرته وو؟ همدا اوس،اوس چی په پاکستان کی ۴۰۰ د خوراکي توکو کانتینرونه  بند دي نو دده کفایت چیرته دی؟
ده څومره افغان سوداګری ته وده ورکړی؟ درته مالومه ده؟ نه!!! دی په اونی کی ۴ ورځی په خپلو ناکامو ګوندي هڅو بوخت وي او دوی ورځی له سوداګرو سره ګوري؟!!! سیمنټ په ورځ کی له ۵۰ څخه تر ۶۰ پوری جګیږي ده کله هم کوم میکانیزم د قیمتونو د کنټرول لپاره رامنځ ته کړی؟
رهبران په خپلو کارنامو تلل کیږي، یاره!!!
علمیت یی د رهبری د ځانګړتیاوو یوه برخه ده خو هر څه نه دي.
ته به فرمایی چی په جناب کی پښتون والی دی، ومی منله خو پښتون والی پیژنی(پیجنی)؟!!!
دده اوسنی ښځه په دریو کټونو ختلی او دیی بیا هغه بل دی!!! ده څو نوره پخوا رټلي دي!!! اوسنی ښځه یی ورسره ستونزه لري خو سړی څه ووایی رشتی سیاسی دي. که بیا دی هم زړه نه دریده او زما په خبرو دی شک درلود نو داځل لکه ثبوتونو او... ته مخه کړم!!!
زه پښتنون یم، وینه می پښتنه ده. خو څه وکړم پرون چی د پروان د مسولیتونو دلیږد خبره یی کوله نو دا خبره یی جوته اعلان کړه چی د پروان د شنیواری والسوالی مسولیت نه اخلو!!!
د هرات د شینډډ مسولیت نه اخلو!!! د کابل د سروبی مسولیت نه اخلو او... خبر یی چی ولی؟ ځکه هلته زه اوسیږم!!! هلته ته اوسیږی!!!
زه همدا اوس له تا پوښتم\"تا دری سوه کاله حکومت کړی، تا څه ترلاسه کړي؛ څه لری؟\" که د پلار ځوی وی عریضه په پښتو ولیکه چی منل کیږي؟
که و هم منل شي کار دی ځنډوي ځکه چی تا ګناه کړی!!!
 له ټکسي والا سره په پښتو غږیدای شی؟ پښتو پيژنی(پيجنی)؟!!! په فوځ کی ځای لری؟!!! ته ترهګر یی؟!!! ته جاهل یی!!! خبر یی!!!
ځوانه لس کاله وروسته به بیا په ښار کی د پښتون ډاکټر لوحه ونه ګوری!!! بیا به ټول نو یا علی وی او یا هم حسین!!! او ته به د میکروبو ځاله!!! علی او حسین به درته وایی که چرک استي، صفایی خودت را یاد نه داري!!! ته به په شهرنو کی چولی او شور نخود خرڅوی!!! موچیان به ستا له قومه وي؛ جوالیان به دی ورونه وي او باید همدا نن ورته تیاری ونیسی!!!
دوسته خپل محیطی تحلیل ترسره کړه: قوتونه مالوم کړه او فرصتونه دی وپیژنه. کمزورتیاوی دی لست کړه او درته متوجه تهدیدونه دی په ګوته کړه.  قوتونه دی د فرصتونو په لاس ته راوړلو کی وکاره وه. او کمزورتیاوی دی ډیلیټ کړه کنه سبا به دی همدا کمزورتیاوی درته تهدید وګرځي.
ګرانه راځه چی همدا وخت دی چی په خپلو غلطیو ځان پوی کړو، له خپلو ستونزو خبر شو او ورته حل لار پیدا کړو که ته هم خپل عیب ونه وایی او زه هم چوپ پاتی شم نو څوک به یی راته وایی؟ غواړی چی د تورو افریقایانو غوندی رویه را سره وشي؟
ګرانه ته خوښ یی چی توریالی ویسا دی مشر دی!!! ګل اغا شیرزوی دی مشر دی!!! احدی دی مشر دی!!! او څوک او څوک!!! ته به فکر کوی چی د عبدالظاهر ځوی به دی بیراغ اوچت کړي خو دغه خوب دی اوبو ته ووایه!!!
خو ګرانه اصلی دلیل یی دا نه دی چی ته یی په اړه فکر کوی او یا یی هم تاته څه کړيدي!!! ته یی ځکه خپل مشران بولی چی ستا په ژبه خبری کوي او دی ته بیا ګډیږی!!! او بس!!!
ته به خوښ وی چی کرزي ته دی رایه ورکړی خو هغه یی نه مني. هغه وایی چی زه هزاره کامیاب کړی یم نه تا!!! هغه ته سپنتا وایی چی پشتونت دهشت افګن است؛ انها تخریب می کند؛ نمی ماند که از امد خارجیها مستفید شویم!!!
یاره لږ راویښ شه! ته به تر اخره یوی نتیجی ته رسیدلی وی او هغه دا چی یا له بی غیرتو سره چی پورته یاد شوي یو ځای شم او یا هم له طالب جان سره او هغه هم درته پاکستانی ښکاري!!!
کیدای شي بله لار درته دا وي چی علم لاس ته راوړی خو هغی ته نه پریښودل کیږی!
یا به د شین ګل زمرک(یاسر) خبره چی باید زندانونو ته مخه کړو تر دی چی زولنی ختمی شي او دغه کار مو هم کړی!!!
یا باید د مصریانو غوندی را اوچت شی خو هغوی غوندی هم څوک نه لری چی را ودی تُخنوي؟
که ته فکر کوی چی رسنیو له لاری به غږ اوچتوی په هغی کی هم څوک نه لری او هوری دی هم رنګ او زنګ بایللی. نو ګرانه نور زه هم نه پوهیږم که له تا سره څه حل وي هغه را وړاندی کړه چی پری امین کړو!!! کنه د خدای(ج) مداخله حتمی بولم!!!
او په پای کی:
که زما په تیره لیکنه څوک خفه شوي وي او یا یی هم زړه دروند کړی وي نو زه بخښنه غواړم او په ډیر درناوي ورڅخه هیله کوم چی ومی بخښي.
انسان خطا کوي او که ویی نه کړي نو بیا خو ستاسو عفوی ته څه اړتیا شته؟ زه له تاسو خفه نه یم او نه به شم. تاسو تبصری وکړی چی زه په خپلو ستونزو پوی شم!!!
leekwal@yahoo.com