
بسم الله الرحمن الرحيم
هېوادوال خبر دي، چې په راتلونکو څو ورځو کې د جرمني په بن کې د افغانستان په اړه یوه نړیواله غونډه رابلل کېږي، چې په هغې کې به د افغانستان په اړه د نړیوالې ټولنې د ژمنو او پرمختګونو په اړه بحث کېږي، همدا راز ددې غونډې تر پېلېدو وړاندې به د افغانستان د مدني ټولنو د استازیو یوه بله غونډه هم جوړېږي چې پایلې او استازي به یې د بن په اصلي غونډه کې ځای مومي.
له بده مرغه، چې په هېواد کې د انحصاري او سیاسي چلند له مخې د مدني ټولنې د غړیو بنسټونو د ناستې لپاره غوراوی په ډېر ناډیموکراتیکه، غیر ملي او انحصاري ډول ترسره شو، چې د افغانستان د مدني ټولنې یو ګڼ شمېر پېژندل شوي او په خلکو کې مطرح بنسټونه ورڅخه بهر او ناخبره وساتل شول.
د افغانستان د مدني ټولنې د همغږۍ جرګې ددې بهیر په هر پړاو کې خپل غږ او اندیښنې ګرانو هېوادوالو او تروسه وسه د افغانستان حکومت او نړیوالې ټولنې ته رسولی او خپل ملي دریځ یې په څرګنده توګه ښوولی دی.
دادی یو ځل بیا یې په ډاګه اعلاموو ، چې د بن د ناستې په څنډه کې روانه انحصاري ناسته په هېڅ ډول د افغانستان د مدني ټولنې دټولو( او آن ډیرو) بنسټونو استازیتوب نشي کولای او نظر و پریکړې یې یوازې د څو موسسو او اشخاصو سلیقوي پریکړې دي، د افغانستان د مدنې ټولنې د همغږۍ جرګه د خپل مدني او دیموکراتیک حق په توګه دا هم اعلاموي چې د روان کال د دسمبر په دوهمه نیټه به په جرمني کې د یوې لویې علمي غونډې په ترڅ کې ددغه انحصاري چلند غندنه وکړي او همدا راز به د بن د غونډې د جوړېدو ځای ته څېرمه په یوه سوله ییزه احتجاجي مظاهره لاس پورې کړي، چې نړیوالې ټولنې او افغان سرلوړي ملت ته وښيي چې د مدني ټولنې د استازیو په نامه انحصاري غونډه د افغانستان د ټولې مدني ټولنې استازیتوب نه کوي او نظر و پریکړې یې ټولو ته د منلو وړه نه دي.
همدا راز موږ په افغانستان کې د المان د دوست هېواد د سفارت او اړونده څانګو دغه د مور میرې سلوک په کلکه غندو ،چې له ګڼو ناستو، خبرو او خبرتیاوو سره سره یې د افغانستان د مدني ټولنو یوه لوی اکثریت په هېرولو سره په خپله یو غیر مدني او ناډیموکراتیک چلند وکړ. دا ډول چلند به د افغانستان د خلکو د اکثریت په ذهن کې پر نړیوالې ټولنې باور او اعتماد په کلکه وځپي، د دوی د ریښینولۍ، په ډیموکراسۍ او پلورلیزم باندې ددوی د باور شعار به هسې تشې ادعاوې وګڼي او په راتلونکي کې به له مدني ټولنو څخه د خلکو تمې او هیلې ته زیان ورسوي.
موږ دغه پراډاکس او ضد و نقیض چلند ته هم حیران یو، چې د بن د غونډې مشرتوب د افغان حکومت پر غاړه دی خو د مدني ټولنو د غوراوي حق یو شمیر بهرنیو ناڅرګنده او مجهول الهویه کړیو ته ورکړل شوی دی.
ځکه خو د افغانستان له حکومت، نړیوالو بنسټونو او د بن د غونډې ګډونوالو ته خبرداری ورکوو، چې نه ښايي دغه غیر ملي ترکیب د افغانستان لپاره مهمې پریکړې له لارې وباسي او د افغانستان د خلکو د هیلو او د ملي ګټو پرخلاف نظرونه یې نه ښايي پر ټولو لیدلوریومنفي اغېز وکړي.
د افغانستان د مدني ټولنې دهمغږۍ جرګه ټولو افغانانو او د نړۍ عدالت غوښتونکیو خلکو ته ډاډ ورکوي چې تر پایه به ددې بې عدالتۍ پر وړاندې ودریږي او په راتلونکي کې به په خپل ټول ځواک د داسې غیر مدني چلند مخنیوي کوي.