
بسم الله الرحمن الرحيم
هېوادوال خبر دي، چې په راتلونکو څو ورځو کې د جرمني په بن کې د افغانستان
په اړه یوه نړیواله غونډه رابلل کېږي، چې په هغې کې به د افغانستان په اړه د
نړیوالې ټولنې د ژمنو او پرمختګونو په اړه بحث کېږي، همدا راز ددې غونډې تر پېلېدو
وړاندې به د افغانستان د مدني ټولنو د استازیو یوه بله غونډه هم جوړېږي چې پایلې
او استازي به یې د بن په اصلي غونډه کې ځای مومي.
له بده مرغه، چې په هېواد کې د انحصاري او سیاسي چلند له مخې د مدني ټولنې
د غړیو بنسټونو د ناستې لپاره غوراوی په ډېر ناډیموکراتیکه، غیر ملي او انحصاري
ډول ترسره شو، چې د افغانستان د مدني ټولنې یو ګڼ شمېر پېژندل شوي او په خلکو کې
مطرح بنسټونه ورڅخه بهر او ناخبره وساتل شول.
د افغانستان د مدني ټولنې د همغږۍ جرګې ددې بهیر په هر پړاو کې خپل غږ او
اندیښنې ګرانو هېوادوالو او تروسه وسه د افغانستان حکومت او نړیوالې ټولنې ته
رسولی او خپل ملي دریځ یې په څرګنده توګه
ښوولی دی.
دادی یو ځل بیا یې په ډاګه اعلاموو ، چې د بن د ناستې په څنډه کې روانه
انحصاري ناسته په هېڅ ډول د افغانستان د مدني ټولنې دټولو( او آن ډیرو) بنسټونو استازیتوب نشي کولای او نظر و پریکړې یې
یوازې د څو موسسو او اشخاصو سلیقوي پریکړې دي، د افغانستان د مدنې ټولنې د همغږۍ
جرګه د خپل مدني او دیموکراتیک حق په توګه دا هم اعلاموي چې د روان کال د دسمبر په
دوهمه نیټه به په جرمني کې د یوې لویې علمي
غونډې په ترڅ کې ددغه انحصاري چلند غندنه وکړي او همدا راز به د بن د غونډې د
جوړېدو ځای ته څېرمه په یوه سوله ییزه احتجاجي مظاهره لاس پورې کړي، چې نړیوالې
ټولنې او افغان سرلوړي ملت ته وښيي چې د مدني ټولنې د استازیو په نامه انحصاري غونډه
د افغانستان د ټولې مدني ټولنې استازیتوب نه کوي او نظر و پریکړې یې ټولو ته د
منلو وړه نه دي.
همدا راز موږ په افغانستان کې د المان د دوست هېواد د سفارت او اړونده
څانګو دغه د مور میرې سلوک په کلکه غندو ،چې له ګڼو ناستو، خبرو او خبرتیاوو سره
سره یې د افغانستان د مدني ټولنو یوه لوی اکثریت په هېرولو سره په خپله یو غیر
مدني او ناډیموکراتیک چلند وکړ. دا ډول چلند به د افغانستان د خلکو د اکثریت په
ذهن کې پر نړیوالې ټولنې باور او اعتماد په کلکه وځپي، د دوی د ریښینولۍ، په ډیموکراسۍ
او پلورلیزم باندې ددوی د باور شعار به هسې تشې ادعاوې وګڼي او په راتلونکي کې به
له مدني ټولنو څخه د خلکو تمې او هیلې ته زیان ورسوي.
موږ دغه پراډاکس او ضد و نقیض چلند ته هم حیران یو، چې د بن د غونډې مشرتوب
د افغان حکومت پر غاړه دی خو د مدني ټولنو د غوراوي حق یو شمیر بهرنیو ناڅرګنده او
مجهول الهویه کړیو ته ورکړل شوی دی.
ځکه خو د افغانستان له حکومت، نړیوالو بنسټونو او د بن د غونډې ګډونوالو ته
خبرداری ورکوو، چې نه ښايي دغه غیر ملي ترکیب د افغانستان لپاره مهمې پریکړې له
لارې وباسي او د افغانستان د خلکو د هیلو او د ملي ګټو پرخلاف نظرونه یې نه ښايي
پر ټولو لیدلوریومنفي اغېز وکړي.
د افغانستان د مدني ټولنې دهمغږۍ جرګه ټولو افغانانو او د نړۍ عدالت
غوښتونکیو خلکو ته ډاډ ورکوي چې تر پایه به ددې بې عدالتۍ پر وړاندې ودریږي او په
راتلونکي کې به په خپل ټول ځواک د داسې غیر مدني چلند مخنیوي کوي.